غزل

وه جانانه سترګې او باڼه چیرې

ستا مخ ته په مینه تش کاته چیرې

غواړم سپیلني درته لوګی کړمه

زه چیرې وصال او ستا راتله چیرې

ستا دا مسافر یادونه دومره ډير

خوب چیرې بستر چیرې لیده چیرې

ما چې ورته ډير انتظار کړی و

اوس ستا په دیدن نو مړیده چیرې

زړه مې په کوګل کې په ټوپونوشو

زه چیرې او ستا  د ناز کاته چیرې

بس ارینه درد د مسافر زړګي

تل سر په ژړا خو خندیده چیرې