غزل 

زړه مي بیا طوفان اخستی دی درزیږي
بړبوکئ د چا دیاد پکي نڅیږي

شپه پخه ،خلق ویده شي خو په زړه مي
ستا د یاد شمع هم هغسي بلیږي

ستا تصویر که د یو چا په زړه انځورشي
بیا د اوښکو په باران کله ورانیږي

دجانان غم سړی داسي کړي بې حسه
د دنیا غم ورته غم نه معلومیږي

د تقدیر کرښي ته ګوري سید ژاړي
غم ځپلي نه نیغیږي ،نه ړنګیږي

سیدشاه خروټی-لندن