نوی غزل


نشه،نشه سندرې مې په خيال کې ګرځيدې

بېګاه راپسې کور ته وه راغلي ميخانه


زنګيږم له بوسې نه په سکڼي،سکڼي ماښام کې

درياب،درياب مې زړه ته بهيدلي ميخانه


هر څومره که شور دی د پيالو د ماتيدو

په غيږ کې د ريندانو خوبولي ميخانه


شرابو کې لندې وې د غزلو جينکۍ

کوم ژڼي وه په لپو،لپو څښلي ميخانه

همځولي ده د نور او د ښـلا د ملايکو

هځولي ده زما،زموږ د کلي ميخانه


په شونډو کې ټڼکې له پيالو راتويدې

وه ېبلې پښې ترعرشه رسيدلي ميخانه


طالب منګل