د فريداحمدتسکين څو ښکلې ټپيزې او غزل

ټپيزې

ستاهرنظرذرې ذرې کړم

خوشحالي نشته شوګيرې کړم

هره شيبه ځان ته ښيرې کړم

بيلتانه وسوم غم ايرې کړم

رضادباد ده چې پر هرلوري مې وړينه

« « «

رخساريې سپين سالويې توردی

جوړيې دشنوبنګړيوشوردی

پرمايې بل دمينې اوردی

ښايست پرټول پيښورخوردی

داد کابل نجونه خوټولې زيړې دينه

« « «

شونډې دې سرې لکه مۍ خورې

پرمخ دې زانګي زلفې تورې

دمينې اوردې کړوراپورې

څنګه خواږه خواږه راګورې

پلودې ونيسه چې زړه درواچومه

« « «

چې ارمانجن دتوراوربل شي

دفراق اورورباندې بل شي

پردی وطن دې ورته ګل شي

دمسافرودې خدای(ج) مل شي

باران به اوري څوک به ځای نه ورکوينه

فريداحمدتسکين / پکتيا


  غزل

 اشنا که مې نظر پرهره خوا اوړي را اوړي

ترټولونه لومړۍ خومې ترتا اوړي را اوړي

 دمينې له باغچې نه مې يو داسې ګل تالا شو

چې ياديې دهرچا په خوله بلا اوړي را اوړي

 باور وکړه په خدای جانانه تا باندې ژوندی يم

ستا مينه مې په زړه کې لکه سا اوړي را اوړي

 چې کله زه دمينې اوشرابو ستایل وکړم

لمبې ولې په زړه کې دملا اوړي را اوړي

تسکينه دجانان له جدايۍ نه متاثريې

په شعرکې دې چې دا ډول ښکلا اوړي را اوړي