مينه لمبې زيږوي


نن د آسمان په لمن
د جنت حورې د سپوږمۍ د غيږې
د سرو لمبو لمن کې
د خپلو اوښکو په مهينو پرخو
د آسمان مخې ته د تورو،تورو
داطلسي او د وريښمينو وريځو
تور حجابونه د حيا خوروي
چې ېې سپوږمۍ ورته د لوېې مينې
څه افسانې اوروي
نن د ارمان په غيږئې
مينه لمبې زيږوي
مينه لمبې زيږوي
نن مې کتلې شنې لمن ته د يزدان د مينې
چې ېې د پيغلې وړانګې
د صورت اور کې
د ارمان نښه
په سپين کفن کې
د خړو وريځو په تيارو دورو کې
د ازلي عدم په غيږ ښخوي
اوس ورته ژاړي آسمان
په تړمو تړمو اوښکو
چې مې د مينې احساس
ورته سپوږمۍ په شنډه غيږه کې
لمبې زيږوي
مينه لمبې زيږوي
اوس د رحمت په ټکو
د خوږ ياسين په ژبه
ورته پرده په تورو تپيو د حيا غوړوي
يا ېې بدنام صورت ته
په سرو لمبو کې لمبيدل لوروي
چې اوس سوځيږي سپوږمۍ
په اور پخيږي سپوږمۍ
چې ئې له کبره د آسمان په جبين
د سرو سکروټو سره کور جوړوه
په دې خبره نه وه
چې د آسمان په جبين
زما د مينې غرور
د خپلو هسکو ارمانونو سره
د شين آسمان په غيږه
د درد لمبې زيږوي
مينه لمبې زيږوي
نن د آسمان په لمن
د جنت حورې د سپوږمۍ د غيږې
د سرو لمبو لمن کې
د خپلو اوښکو په مهينو پرخو
د آسمان مخې ته د تورو،تورو
داطلسي او د وريښمينو وريځو
تور حجابونه د حيا خوروي
چې ېې سپوږمۍ ورته د لوېې مينې
څه افسانې اوروي
نن د ارمان په غيږې
مينه لمبې زيږوي
مينه لمبې زيږوي