نظم

سلام،سلام تاته به ياد وي کنه

په توره شپه کې د مچکو اواز

له ديوالونو نه به بېرته راغى

د مستو پېغلو د چکچکو اواز

 

زه او ته يو بل ته حيران وګورو

خرپ شي له شونډو نه بوسه پورته شي

جذبې مو سترګو کې نشه،نشه شي

د کوڅې منځ کې لوپټه پورته شي

 

زه غلي،غلي درته ووايمه

ما درته وې مچکې مه راکوه

پام کوه دومره بې تصويره نه يم

بلې ډېوې مچکې مه راکوه

 

د کابل ژمى دى او يخې،يخې

داسې سړې مچکې مه راکوه

بيا به ته نه وې زه به څه کومه

د يارانې مچکې مه راکوه

 

ته په خندا شې راته زر ووايې

غلى شه،غلى شه اواز مه کوه

زنده ګي دومره ملامته نه ده

غلى شه، غلى شه اواز مه کوه

 

بيا درته خط ليکمه وايې لوله

ستورو له پټې غيږې مه ورکوه

ما ليونى له هوشه ونه باسې

نورو له پټې غيږې مه ورکوه

 

ګرانې په شته  بې حسابه غوندې

نن له کالونو ورسته هيڅ نه لرم

سترګې مې داسې حد ته راوستلې

له دريابونو ورسته هيڅ نه لرم

 

نن پريشانه،پريشانه غوندې

ستا د همځولو ننداره کومه

ستا دهجران له هدېرې راوتى

د حپلو اوښکو جنازه کومه

 

بيا درته ليکمه چې بيرته راشه

بيا مې څيره راپسې نيمه،نيمه

څو افسانې رانه شليدلي ماښام

خپله حصه راپسې نيمه،نيمه

 

سلام،سلام تاته به ياد وي کنه

په توره شپه کې د مچکو اواز

له ديوالونو نه به بېرته راغى

د مستو پېغلو د چکچکو اواز

   طالب منګل  /کابل

یادونه: دوستانو طالب منګل د وري د میاشتې په اتمه نیټه کابل ته راغلی و، دلته مو ښه ډير باڼدار وکړ، نه پوهیږم چې کابل کې پرې څه اغیز کړی و چې داسې ښکلی نظم یې لیکلی دی.