غزل 

راوپس شـــول ارمانونه ، دريــــــــــــابونه
ښـــــــکلومه دې لاســــــــونه ، دريابونه

په مــــــــاښام کې پاڼې،پاڼې راسره وي
ســــــتا دسترګو کتابونه ، دريـــــــــــابونه

لکه څاڅکى مې له سترګونه رخصت شوې
دريــــابونه ، دريــــــــابونه ، دريــــــابونه

بې امکانه رڼاګانې درســــــــــــــــــره دي
که بليږي څراغونه ، دريابــــــــــــــــونه

د نغمو او د سنـــــــــــدرو په درياب کې
رانه پاتې انـدامونه ، دريـــــــــــــــابونه

پرېشاني مې ده پــــــه ذهن کې طالبه!
راسره دي تـــــــــــصويرونه ، دريابونه

طالب منګل