پاکستان له بدلون پرته بله لار نه لري
یوسف راز

دا اوس له هیچا پټه نه ده چې د پخواني شوروي اتحاد پر خلاف له جهاد څخه رانیولې د ډاکتر نجیب الله د حکومت پر خلاف تر جنګونو، ویجاړونکو کورونیو جګړو او په تیرو شپاړسو کلونو کې د افغانستان د نویو حکومتونو پر خلاف د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د روانې جګړې لپاره د انساني، مالي او پوځي سرچینو ډیره برخه پاکستان کې برابریږي.
له افغانستان څخه د شوري پوځونو له وتلو وروسته له ډاکتر نجیب الله را نیولې تر مخکني ولسمشر حامد کرزي پورې بیلابیلو سیاسي مشرانو او مخورو په تیرو څلویښتو کلونو کې د افغانستان چارو کې د پاکستان د ورانکاره لاسوهنو نارې وهلې، خو داسې ښکاریدل چې د نړیوالو سترګې ړندې او غوږونه کاڼه ول.
ګڼ افغانان دا د ولسمشر محمد اشرف غني د کارنده او مدبرانه بهرني سیاست یوه ښه بیلګه بولي، چې امریکا یې په کم وخت کې د پاکستان پر خلاف ځان سره دریدو ته قانع کړه.
غني د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو کې هڅه وکړه، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له مداخلې پرته پاکستان قانع کړي، چې کابل ته خپلې مشروع غوښتنې، وړاندیزونه او اندیښنې مخ ته کیږدي او د دریم اړخ د منځګړیتوب له اړتیا پرته د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي.
دغو هڅو رنګ رانه وړ، ځکه د پاکستان متقاعدو جنرالانو ته ځانونه د افغانستان او امریکا پر وړاندې د روانې دوه مخې جګړې قهرمانان او د دوی په ګومان فتح ته نږدې ښکاریدل.
امریکا د نړۍ ځواکمن هیواد دی او دا نشي زغملی چې افغانستان کې د مات شي؛ هغه هم د پاکستان د متقاعدو جنرالاتو د جنګي تګلارو په پایله کې.
واشنګټن بلاخره اړ دی، چې پاکستان ته په زغرده د ترهګرۍ پر ضد د دوی په مشرۍ د روانې نړیوالې مبارزې د لومړنیو ورځو دا جمله تکرار کړي «یا موږ سره، یا ترهګرو سره» او دا هغه څه دي، چې د ملي یووالي حکومت او تر هغې وړاندې د حامد کرزي حکومت یې له کلونو راهیسې غوښتنه کوي.
د افغانستان جګړه د امریکا د جمهوریپال ګوند د واک پر مهال پیل شوې، اوس بیا امریکا کې دغه ګوند واکمن دی او ددغه ګوند د مشرانو یو هدف هم ښايي دا وي، چې دا جګړه په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.
د پاکستان شاوخوا دوه زره دیني عالمانو تیره اوونۍ په یوه بې ساري او د تمې خلاف اقدام کې د ځانمرګو بریدونو د حراموالي فتوا صادره کړه. دا هغه کار و، چې کابل یې کلونه وړاندې له اسلام اباد څخه غوښتنه کوله.
د پاکستان دیني عالمانو وړاندې یوازې پاکستان کې بریدونه حرام بلل او د طالبانو جګړه یې د یرغلګرو پر وړاندې جهاد باله.
افغان ولسمشر محمد اشرف د پاکستان د دیني عالمانو تر دې فتوا وروسته وویل، چې ځانمرګي بریدونه که بندیږي، نو لومړی باید افغانستان کې بند شي ځکه موږ یې تر نورو ډیر قربانیان یو.
پاکستان ښايي دا ګام له نړیوالو فشارونو د کمولو لپاره اوچت کړی و، ځکه د دغه هیواد مدرسې اوس هم ترهګرو فعالیتونو او ځانمرګو بریدونو ته د جنګیالو د راغونډولو اصلي مرکزونه دي او اسلام اباد تر دې فتوا وروسته په عمل کې آن یوه مدرسه هم له دې فتوا څخه د سرغړونې په تور نه ده پلټلې.
پاکستان ښايي کلونه نور هم د افغانستان پر وړاندې له دوه مخې لوبې لاس وانخلي.
د افغان حکومت پر وړاندې هغه جنګیدونکي وسله وال، چې ځانونه افغانان بولي باید نور د اسلام په نامه د اسلام اباد د ګټو له لوبې ځانونه وساتي.