د کوریر میل ورځپاڼې د یو راپور په اساس استرالیا هره ورځ په اوسط ډول دوه تنه نیوزیلینډي وګړي له خپل هیواده اوباسي او بیرته یې نیوزیلینډ ته استوي.

یاده ورځپاڼه په راپور کې لیکي، د ۲۰۱۴ میلادي کال د ویزو په قانون کې تر بدلون وروسته یوازې تیر مالي کال استرالیایي حکومت لږترلږه ۶۶۴ نیوزیلینډي وګړي له خپل هیواده ویستي.

یاده ورځپاڼه همداراز کاږي، په تیرو درې کلونو کې ټولټال د درې زرو نورو بهرنیانو ویزې هم فسخه او له استرالیا څخه ویستل شوي دي.

په دې اړه د استرالیا د کډوالو چارو وزیر پیټر ډوټن وایي، د یادو بهرنیانو ویزې یې په ټولنه کې د هغوی د ناسم چال چلند په اساس مسترد کړي.

نوموړې وایي، ډیری د یادو کسانو ویزې په جنایي ډلو کې د هغوی د غړیتوب له امله او همدرانګه د هغوی د جرمي پس منظر په نظر کې نیولو سره فسخه شوي.

په دغو کې تر ټوله مهمه پیښه چې د خلکو پام یې خپل کړ، د نیوزیلینډ د فوټبال د ستوري ډسټن مارټن د پلار شان مارټن ویزې فسخه کول وه.

نوموړې د موټرسایکل سپرو د یوې جنایي ډلې سره د اړیکې لرلو په تور تیر کال د مارچ میاشتې په اتلسمه له استرالیا څخه وشړل شو.