غزل

 

ښکلي رانه زړه يوړو بې زړه ګــرځم 

ځکه نم په سترګو اه په خـوله ګرځم 

دلته مې زړه بايلود دلته خوار شومه 

نور ددې ګودر په خـــــوا کې نه ګرځم 

هغه چې ستا چم پرې اوروي کاڼي 

هغه  ملنګ ستا کوڅه کې زه ګرځم 

زړه کې مې سپرلي په خنديدلو شي 

وخانده له سپينې خولې دې وکرځم 

تا چـــــې د رقيب په خوا کې ووينم 

اور واخلم انګاره شمه سکاره ګرځم 

ټس دې ګله برګو سترګو کړى دى 

دا چـــې تل په څيرې ګريوانه ګرځم 

مست کوچيانه حسن انديښمن کرمه 

شپون يې د رمو کړم په راغه ګرځم

  

 

يادګيرنه

 

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

د درد شاعر دې کــــړم غزل شوې زما