څو نغمې دي خــــــــــــوندورې راسره دي

لکه ستا د خــــــــــــــــولې خبرې راسره دي

کاڼى زړه بــــــــــــه دې راخپل کړم ډبرزړيه

د جـــــــــــــــادو په څير سندرې راســـــره دي

چې تر دره دې درځــــم د رقيب شتون کې

بس جـــــــذبې مــــــې زورورې راســره دي

څو غزلې دي چې ما ســــــــره پخـــــلا دي

نورې ډيــــــرې مـــــــــرورې راســــــــــره دي

د وطن په ننګ بــــه ډير سرونـــه مات کړو

د پلـــــــرونو تــــــــورې زغـــــرې راسره دي

ستا د مينې په خــــــواږه تار کې يـــې پيم

انديښمــــن يم ملغــــــلرې راســــــــــره دي

 

 

يادګيرنه

 

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى