لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه

د ژونــد ازغـنــــه كيــسه تـــا تـــه نـــــه كــــړم

تــــــه خـــــو تنـــكــۍ يــې ته وريـښمينه څانگه

زمــــا د ارمـــــان دڅـــــناره پــــــــــه ډډ كـــــې

بـــــس هـــمـــــدا تـــه ښـــكارې حسينــه څانگه

 

گلـــــــه زه څنــــــگه درتـــــــه ووايــــمــــــــــه

چـــې اوس خپـــل نـــه يــــم اوس درتـللى نه شم

زه چـــې لــــه خپـــــل ځـــان نه پــردى اوسـيږم

جــــانـــــه نـــــــو تـــا هـــــم خپــــــلولى نـه شم

¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لا د حــــــــالا تــــــــو كــــش مـــــكش كــــې يمه

لا خـــو مــــې زړه پــــردى دى ځــان پــردى دى

لا خــــو پـــه خــــپل احســــاس حـــــاكـم نـه يمه

هيــــلې پـــــــردۍ دي او ارمـــان پــــــــردى دى

¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لا خـــو پــــــه بـــــلـــه دنـــياگــۍ كــــې اوســــم

خـــپـــــله دونيـــــــا ده مـــــــــــروره رانــــــــــه

د ژړا گــــــانــــــو ســـــــره مــــــــل شـــاعـر يم

خــــــوب او خــــــندا ده مـــــــــــــــــــروره رانه

¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لا خـــــو ژونــــــدى يــم خـو په نـوم ژونــدى يم

روح مــــې د مــــرگ د بـلا ښـــكار شـــــوى دى

اوس مــــې د ستـــــرگــــو پـه ســـت مه دربـوله

هر خــــوږ احســـاس زمــــا پـــه دار شــوى دى

¬¬¬¬¬¬¬¬¬

لا خــــــو لـــــه خپــــل ځـان نــه پـــردى يمه زه

لا خپـــل ژونـــدون رانـــه خــفـــه ، خــفــــه دى

غــــواړم پــــه ميـــنـــه كــې دې ډوب شمــه زه

خـــو اخ جنــــــون رانـــــه خـــفـــه ، خـفــه دى

 

¬¬¬¬¬¬¬¬¬

اوس مـــې جـــذبــــې د وخت پـــر تيغ پرتې دي

اوس مــــــــې د زړه دوينـــــــو دارې څـــــــارم

اوس دې خــــوږې مســـكا تـــه نـــــه يم اوزگار

اوس مــــــــرور ژونـــــدون تـــــه لارې څـــارم

 

¬¬¬¬¬¬¬¬¬

چــــې دحـــــالا تــو كـــش مــــكش نـــه ووځــم

بيــــا بـــــه درځـــــم ، بيــــا بــه درځــــم جانانه

چـــې مــــرور ژونــــدون مـــې خپل كړو كـــــله

بيـــا بـــه نـــو تـــا هــــــم خپــــلــــوم جـانــانــه

 

 

يادګيرنه

 

نوموړى نظم  د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى