د فبروري د میاشتې په ۱۵ مه نیټه په مسکو کې د سیمه ایزو هیوادونو یوه غونډه جوړه شوه چې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، ایران، چین او روسیې استازو پکښې ګډون کړی وو. ویل کیږي چې دغه غونډه د افغانستان د حالاتو او د سولې د پروسې د ارزولو لپاره رابلل شوی وه. د تیر کال په دسمبر کې هم د پاکستان، چین او روسېې د استازو په ګډون په مسکو کې یوه غونډه وشوه خو د افغانستان حکومت پدې انتقاد وکړ او ویره یې درلوده چې د افغانستان د مسئلې په حل کې يې په لوی لاس یو څنګ ته کوي. له هغه وروسته افغانستان، ایران او هند دغه غونډې ته راوبلل شول. پدې هکله یوناما هم رغنده رول ولوباؤ او مسکو ته د یوناما مشر سفر درلود.
د افغانستان په هکله د سیمه ایزو هیوادونو د غونډو وړاندیز هغه وخت رامخته شو کله چې د افغانستان په هکله د څلور اړخیزو غونډو ګډون وال ناکام شول چې طالبان د خبرو میز ته راولي. طالبانو ټینګار درلود چې په څلور اړخیزو غونډو کې د افغانستان ټول ګاونډي هیوادونه ګډون نلري، نو که دغه غونډی یوه ته د منلو وړ وي، بل ته به نه وي. دوی ویل دا د ټولو لپاره قانع کوونکې پروسه نه ده. ددې علاوه طالبانو ویل لومړی موږ غواړو د امریکې سره د اشغال د خاتمې په هکله خبرې وکړو، بیا به د کابل حکومت سره کښینو. لاکن د څلور اړخیزو غونډو ګډون والو له طالبانو غوښتل چې لومړی د کابل سره کیني او ټولې غوښتنې دې د میز په سر مطرح کړي.
طالبانو ویل کابل د اشغال د خاتمې صلاحیت نلري. همداراز د رسمي مذاکراتو لپاره باید رسمي دفتر ولرو، غړي مو له ملګرو ملتونو له تور لیست نه ووزي ترڅو هغوی په آزاده توګه سفرونه وکړي، او د نیک نیتۍ لپاره زموږ یو شمیر بندیان خوشي شي. په څلور اړخیزو غونډو کې د طالبانو غوښتنو ته مثبت ځواب نه وایه نو ځکه طالبانو د نه ګډون تصمیم ونیوه.
څلور اړخیزي غونډې څنګه او ولې رامینځ ته شوې:
کرزي پاکستان ته له ډیرو سفرونو او له پټو راکړو او ورکړو وروسته د انګریزانو په مینځګړیتوب پاکستان سره توافق ته ورسید چې پاکستان به شپږو میاشتو کې طالبان د خبرو میز ته کښینوي. خو وروسته ثابته شوه چې دغه کار دوی نشي کولی. همغه و چې پاکستان سره اړیکې یې د ښه کیدو په ځای نور هم خراب شول. په افغانستان کې د ټاکنو وروسته اشرف غني هم د کرزي لاره ونیوله، حتی یو قدم مخته لاړ، د پاکستان جي ایچ کیو ته ورغی او د مخکنیو توافقاتو په اساس یې ورنه وغوښتل چې پاکستان طالبان خبرو ته کښینوي.
له ډیرو کالونو راهیسې ددې لپاره منظم کار شوی و چې پاکستان په طالبانو هر څه منلی شي خو پاکستان پخپله پوهیده چې دا کار مشکل دی. نو هغوی د څلور اړخیزو غونډو پیشنهاد وکړ چې باید په ګډه څلور واړه هیوادونه پاکستان، افغانستان، چین او امریکا طالبان وهڅوی ترڅو خبرو ته کښیني. دا یوازې د پاکستان مسئولیت نه دی. دوی غوښتل مسئولیت په ټولو تقسیم کړی او له ځان څخه فشار کم کړي. له همدې امله څلور اړخیزې غونډې رامینځته شوی.
د څلور اخیزو غونډو ناکامي:
د پاکستان د هڅو سره سره، طالبانو په څلور اړخیزو کې د نه ګډون په هکله اعلامیه خپره کړه. طالبانو په خپله اعلامیه کې واضحه کړه چې: ( له یوې خوا امریکایان افغانستان ته نوی تازه دمه ځواکونه رالیږي، هوايي بمبارد ته دوام ورکوي، له بلې خوا د کابل ادارې په مختلفو ولایتو کې جګړې پراخې کړی نو دغه دوه متضاد حرکتونه جریان ته لویدلی ....... ترڅو د افغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تور لیستونه نه وي ختم شوی او مظلوم بندیان نه وي آزاد شوی، بې مفهومه او تیر ایستونکي مذاکرات به هیڅ نتیجه ور نه کړي). له هغه وروسته د څلور اړخیزو غونډو اهمیت او قوت ختم شو. له بلې خوا طالبانو د ایران سره اړیکې نورې هم ټینګې کړی. په تیره بیا دغه ابتکار د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په لاس کې واخیست. نوموړی باور درلود یوازې یوه هیواد سره اړیکې درلودل دا معنی لري چې تل به د هغه هیواد محتاج یې نو ځکه یې د ایران او نورو سیمه ایزو هیوادونو سره د اړیکو جوړولو هڅه وکړه. پدې کې بریالی هم شو. اوس طالبان د اروپايی هیوادونو علاوه د چین او روسیې سره هم اړیکې لري.
د سیمه ایزو هیوادونو د کامیابي څومره امکان دی؟
دغه غونډې د څلور اړخیزو غونډو ته ورته یو بدیل چوکاټ دی چې په هغه کې به د سیمې د ټولو هیوادونو ګټې په نظر کې نیول کیږي. که د افغانستان ګاونډي او سیمه ایز هیوادونه مخلصانه هڅې وکړي، دا غونډې افغانستان ته سوله راوستلی شي. کیدای شي چین او روسیه د مذاکراتو د پریکړو د تضمین کوونکو په توګه ښه رول ولوبوی خو سیمه ایز هیوادونه باید امریکې ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې د امریکا نظامي شتون یو خنډ دی او باید پای ته یې ورسوي. که طالبان د دفتر په خلاصولو او د تورلیست څخه د هغوی د نومونو په ایستلو اصرار کوی، دا یوه ناشونې غوښتنه نه ده چې ټوله پروسه ددې غوښتنې له امله یرغمل شي او یا وځنډول شي. هره ورځ افغانان د جګړو قرباني کیږي. باید د سولې پروسه چټکه شي. د بون په څیر یو بل کنفرانس ته اړتیا ده په هغه کې امریکا په افغانستان کې د عسکرو د انخلا او د ملکي مرستو د دوام اعلان وکړي، هم به سولې ته لاره هواره شي او هم به افغانستان سره د امریکې اړیکې دوام وکړي. افغانان د لویې جرګې او یا بل میکانیزم له لارې د خپلو اسلامي او افغاني اصولو مطابق د نظام جوړولو هڅه وکړي.
د سولې د پروسې د کامیابۍ لپاره څه باید وشي؟
د افغانستان سوله د مصالحې په اساس راتلی شي. نه دې د تسلیمي په اساس چې وسله کښیږده او په کور کښینه. یو لوری دې د بل لوري غوښتنې واوري او ګډ حل ته دې ورسیږي. خو تر ټولو د مخه باید د خبرو لپاره فضا جوړه شي. طالبان هم باید د سولې لپاره خپله ستراتیژي واضح اعلان کړي. د قطر دفتر ته د خبرو پرمخبیولو مکمل واک ورکړي ترڅو د سولې پروسه کې خنډ او ځند رانشي.
همداراز طالبان او د کابل حکومت پخپلو کې د اعتماد فضا رامینځ ته کړي، ترڅو په یوه او بل باور وکړي چې سوله د دوی لپاره یوازې شعار او پروژه نه ده بلکې واقعأ ورته ژمن دی. شپني بریدونه او د اوسیدنې په سیمو بمباری بندې شي ځکه دا فاصله نوره هم زیاتوي. طالبانو ته هم په کار دی چې په تاریخ کې د خپلواکی غوښتونکي اسلامي ځواک په توګه یاد شي نه د قدرت غوښتونکي ځواک په توګه. لومړی خپل هدف تعین کړي. یعني آیا هدف یې د اسلامي نظام راوستل او د هیواد خپلواکي ده که قدرت ته رسیدل؟ که د هیواد خپلواکي او اسلامي نظام راوستل وي نو د افغانانو په ټولو قشرونو کې به ملاتړ کوونکي پیدا کړي او د اسلام او هیواد راتلونکی تاریخ به یې هم په ویاړ سره یادوي.