معلومات
تمهيد
کره کتنه
فرهنګي خبرونه
شعرونه
افغان ادبي بهير
مرکې او مقالې
ټوکې ټکالې
خاطرې
اړيــــــــــــــکي
د ژباړې په اړه یو مقدماتي بحث
د ژباړپوهنې څومره نظريې چې اوسه پورې معرفي شوې دي، د ټولو اساس تعادل دی. ګاونډي هېوادونه به پرېږدو، یوازې په هېواد کې دننه په لسګونو ژبې او په هره ژبه کې په لسګونو لهجې لرو. د ټولنیز ژوند ژواک او اړیکیو له کبله دغو ژبو او لهجو یوې پر بلې اغېز لرلی. ژباړن ته په کار دي چې د ژباړې پر مهال دغه وړ اغېزو ته په جدي توګه پام وکړي- د ژبې د سوچه کولو په نامه دې د ژبې بېخ نه باسي.
٢٧ / ١ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-04-15 07:55:09 م
|
مرکې او مقالې
|
آزادي واقعا څه ته وايي؟
آرويل په سياست کې د بې معنا کلمو د کارولو په اړه مسلما په حقه وو. که غوښتي مو وي چې آزد پاتې شو، نو په کار دي چې له ابهام څخه ډډه وکړو او هغو کلمو ته چې سياستوال يې زموږ د جارباسلو له پاره کاروي، مشخصې معناګانې ورکړو. موږ بايد د دې خبرې دفاع وکړو چې په امريکا کې جمهوريت دی- نه ډيموکراسي. او بايد په ياد مو وي چې ....
١١ / ١١ / ١٣٨٦ هـ ل | 2008-01-31 07:21:40 م
|
مرکې او مقالې
|
ران پال/ ژباړه
د سرشمېرنې پروفايل، ستونزې او سپارښتنې
داسې تشکيلات چې يوه علمي، بې پرې، او کره سرشمېرنه دې وکړي، نه د هېواد په مرکز کې شته او نه هم په ولايتونو کې. د سرشمېرنې د مرکزي دفتر په ولايتي څانګو کې يوازې دوه يا درې تنه کار کوي چې د دغه وړ لويو عملياتو هېڅ تجربه او توان نه لري. پر دې سربېره، د ځينو په وينا، د سر شمېرنې د مرکزي ادارې د مشرتابه ځانګړي سياسي او قومي تمايلات هم د سر شمېرنې پر پايلو ناوړه اغېز کولی شي.
١٩ / ٦ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-09-10 10:58:54 م
|
مرکې او مقالې
|
زه پخوا داسې نه وم!
کله کله خپل همزولي هم وينم چې په خوبونو کې مې راځي- ماشومان وي او لوبې راسره کوي. ما ته هم ځان ماشوم ښکاره شي او ....
٣٠ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-21 10:36:13 م
|
شعرونه
|
پښتو ولسي او شفاهي ادبيات
ټپه د پښتنو، په تېره بيا د ښځو د ذات د روماني او عاطفي کيفيت بشپړه نماينده ګي کوي؛ متل د پښتون قوم اخلاقي عظمت او حکيمانه بصارت راښيي؛ کيسه د پښتنو اجتماعي تفاهم او تعامل ډېر ښه څرګندوي او د ماشومانو غږونه او سندرې خو تر دا ټولو ورپورته مهمې دي. ځکه چې همدغه زموږ د مقامي او آفاقي معرفت لومړنۍ کرښې دي؛ له همدغه ځايه زموږ فزيکي، ذهني او روحي وده او پرمختيا پيلېږي.
١١ / ٥ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-08-02 10:13:16 م
|
مرکې او مقالې
|
آصف ننګ يوازې يو ليکوال دی او بس!
عجبه خبره ده؛ مقاله يې د ايراني ليکوال او ژباړونکي پويا جعفري خپره کړې او تور ورباندې د پاکستان له آی ايس آی سره د اړيکيو لرلو لګېدلی دی!
١٣ / ٤ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-07-04 13:46:51 م
|
مرکې او مقالې
|
درځئ چې ماشوم ته نور کوچنى، کمکى، ووړ يا حيوان ونه وايو!
موږ په اصل کې د ماشوم پېژندنې دقيقه هڅه نه ده کړې. کره او ځانګړی نوم پر يوه شي يا يوې پدېدې هغه مهال ايښودلى شو چې په درست کم او کيف يې وپوهېږو او پېدا يې کړو. د يوه شي يا يوې پدېدې کره او ځانګړی نوم هغه دى چې له اخيستو سره يې له واره د چا په زړه، ذهن او روح کې د هغه شي يا پدېدې انځور جوړ شي؛ مثلا: ډوډۍ، پنډوسکه، سپوږمۍ او نور.
٣ / ٣ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-05-24 09:55:07 م
|
مرکې او مقالې
|
د استاد شپون د بري راز په څه کې دی؟!
((وو نه وو يو شپون وو)) تازه له چاپه راوتى او تر لاسه کړى مې وو. يو سخت دريځه ملا، محترم شيخ الحديث عبدالله محمدي چې يو وخت د ښاغلي حکمتيار په حزب کې د ننګرهار ولايتي آمر وو، په مخه راغى. سلام کلام مو سره وکړ. د استاد د خاطراتو دغه کتاب يې راسره ولېد؛ ويې ويل چې ډېر ښه کتاب مې پېدا کړى– او تأکيد يې وکړ چې خامخا يې ولولم. هغه ويل چې دغه کتاب يې وړمه ورځ درست لوستى او ډېر زيات يې خوښ شوى دى. تر دې وخته ما فکر کاوه چې د استاد آثار به يوازې زما غوندې گناگاران لولي. خو مولانا محمدي مې دا عقيده بېخي باطله کړه.
١ / ٣ / ١٣٨٦ هـ ل | 2007-05-22 13:59:08 م
|
مرکې او مقالې
|
د تېرو نژدې درې لسيزو ناخوالو په موږ کې د بل د اورېدلو کلچر ډېر بد ځپلی دی
د تېرو نژدې درې لسيزو شخړو اوجګړو خو را کې پر نورو ګڼو ناخوالو سربېره د بل د اورېدلو كلچر ډېر بد ځپلى دى. دغه راز، د سواد د شرحې يا سطحې كموالى، او تر دا ټولو ور ها خوا زموږ قومي او قبيلوي باورونه چې زياتره پر ډيكټيشن اډانه شوي، د بيان آزادۍ ته تر ټولو لوى ګواښونه دي!
٢٢ / ١٢ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-03-13 10:09:28 م
|
مرکې او مقالې
|
شعر که نثر؟
مشهور مستشرق مارګيستيرن ويلي: پښتانه چې لنډۍ او خوشحال لري نو د خپلې ژبې او ادب د ميراتېدا وېره دې نه کوي. په دې حساب د شعر نهايي هدف تر لاسه شوی- خوشحال بابا او لندۍ کافي شافي دي او تر خوشحال بابا راوروسته دغه ټول شاعران فالتو!
١٧ / ١٢ / ١٣٨٥ هـ ل | 2007-03-08 09:51:44 م
|
مرکې او مقالې
|
www.tolafghan.com