سريزه
 ټولنه يا اجتماع
د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهر ( ژبه ، شعر ، متلونه ، قصې ، عنعنات )
د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې
تينجه

 دا پنځه شيان په ښه ډول د ملتو د عقليت او اخلاقو يعني روحياتو نمايندګي كولاى سي، ځكه چي دا شيان په ورو_ورو او په اوږدو_اوږدو زمانو كي د ملت له روحياتو څخه تراوش كوي، نو كه څوك وغواړي چي د يوه ملت روحيات وپلټي، ښايي چي د دغو شيانو له پلوه هم ورته وګوري، ولي چي په دغو شيانو كي د پسيكولوژي، مهم مواد پټ پراته دي، زه به د پښتنو د روحياتو د پلټني دپاره پر دې ټولو بېله_بېله څېړنه وكړم.
ژبــــــــــــــــه
ژبه د هر ملت پر عقليت له دې پلوه دلالت كوي، چي په هر عصر كي د عقلي مظاهرو يو مهم مظهر ژبه ده، ولي چي ژبه په يوه پلا نه ده پيدا سوې او نه دغسي بشپړه اخلافو ته له اسلافو څخه راغلي ده، لومړى پلا خلقو پر خپلو اړتياوو سم ځيني الفاظ جوړ كړه، چي نوي شيان ميندل كېدل، نوي كلمات هم ورته جوړېده، چي شيان وركېده، نو نومونه يې هم له منځه تله، نو په دې راز هره ژبه د يوه مستمر مرګ او ژوندون په مرحلو كي ځي، دغسي هم د ژمي اشتقاقات او تعبيرونه د هغه ملت د لوړتيا سره سم وده كوي، مثلاً كه د فرانسوي ژبي يو د سلو كالو د مخه د لغتو كتاب وكتل سي، نو به د راډيو او تلوېزيون نومونه نسي پكي پيدا، دا خبره نو پر دې دلالت كوي، چي فرانسويانو هغه وخت دا شيان نه پېژانده.
په دې ډول هره ژبه د هغه ملت پر عقليت ښه رڼا اچوي او د هر مملكت د طبيعت او محيط اثر پكي كيږي، پښتو ژبه هم د دغو ټولو عواملو تر اغېزې لاندي ده، پښتانه خو د غرو او دښتو خلق وه، دوى له بحره لېري پاته وه، ځكه نو بحري حيواناتو دپاره نومونه نه لري، بالعكس د دوى په ژوندون كي مالداري او پوندګي ډېره وه، حياتيې په غيلو او د پسو په محصولاتو كاوه، نو د پسونو دپاره ډېر نومونه لري، هر راز پسه په اختلاف د نوع او عمر نوم پكي لري.
اوښ د دوى د حمل او نقل عمومي ذريعه وه، نو د دې حيوان دپاره هم په اختلاف د عمر متختلف نومونه سته، دا خو يې د اجتماعي محيط اثرونه وه، د طبيعي محيط اثر هم پر ژبه خورا ډېر دى، مثلاً پښتانه ډېر ځله په غرو كي مېشت وه، نو د ډېرو نومونه د اقسامو او اوزانو په اختلاف خورا په پښتنو كي ډېر دي: د طبيعي او مادي شيانو دپاره ډېر مترادف نومونه لري، مګر د معنوياتو او عواطفو او احساساتو دپاره ډېر كلمات نسته، ځكه په دوى كي پټه خوا سپكه او يو طبيعي او سپېڅلى ژوندون يې درلود، د سرور او لهو لعب او رفاه او نعمتونو نومونه لږ دي، ځكه چي دا شيان په پښتنو كي نه دي جوړ شوي، مګر د وير او ناورين نومونه لري، د هجومي اقداماتو لپاره هم متعدد نومونه لري، ځكه چي پر دې ځمكو ډېرومتهاجمينو تعرضونه او تالاوي كړي دي.
له اخلاقي پلوه هم ډېر بد اخلاق په پښتنو كي نه وه، نو ځكه د هغو نومونه، هم نسته.
مثلاً: دله او ديوث په پښتنو كي نوم نه لري چي دا فعلونه نه وو، نو يې نومونه هم نسته د غرو د اقسامو بېل_بېل نومونه سته ولي چي د پښتنو ژوندون د غرو سره و.
د كږدۍ هر ديرك بېل_بېل نوم لري، ځكه چي په دې د پښتنو روزمره ژوندون و.
هغه كلمات چي قوت او قدرت پكي پروت دى،سته، لكه غښتلى، پياوړى، ګړندى، زغرده، اما د ضعيف دپاره موضوع كلمات لږ دي، يا نسته! ولي چي پښتنو ضعيف لږ ليدلي وو، ټوله غښتلي او توريالي وه.
د طبيعي مناظرو او موجوداتو دپاره ښه_ښه نومونه لري، ځكه چي د قدرت د لاس ښكلي شيان د دوى تر سترګو لاندي وه، رڼا، وړانګه، پلوشه، ريڼه(ضياْ) مختلف ډولونه دي، د بارانو دپاره څو نومونه سته، ولي چي د دوى مځكي باراني وې، پسته، ووز، هېښمه، وسه او نور اقسام لري. په مملكت كي لوړي ژوري ډېري وي، نو دې دوو حالاتو ته ډېر الفاظ سته، لوړ، بر، پورته، هسك، پاس، اوچت، جګ(بلند)، كښته، كوز، شېوه، ځوړ، څوړ، لاندي(پائين).
پښتنو پخپل اجتماعي محيط كي ځانته د ژوندون ځيني اصول درلوده، دا اصول (د پښتنو ليار) بولي او د پښتنو په ليار كي، جرګه، ننواته، بسپن او نور دودونه داسي ټينګ دي، چي ټوله يې مني.
دا خو د پښتنو قانوني اجتماعي نظام دى، چي د دوى پر اصولي عقليت دلالت كوي او اقتصادي نظام يې بسپن تر قانوني كنترول لاندي راولي.
د پښتو د لغاتو او كلماتو مطالعه دا ښكاره كوي، چي پښتانه عقلاً او فكراً حقيقيون Realists يعني د خيالي او وهمي شيانو خوا ته يې لږ ميل و، د دوى ادبيات هم ساده او سپېگڅلي او طبيعي دي، خياليت Idealism لږ پكښي ځليږي، له ژبي څخه د پښتنو اخلاقي افكار هم څرګنديږي، مثلاً زهره هغه ستورى چي ماښام راخيږي، ځيني پښتانه يې (مېلمه سترګه) بولي، ځكه چي دوى به ماښام ضرور مېلمه ته منتظر وه او يوازي يې ډوډۍ نه خوړه، نو دا د ماښام سترګه دوى "مېلمه سترګه" وباله، يعني هغه سترګه چي دا راوخته، نو مېلمه هم راځي.
په دې ډول كه د پښتو لغتونه او كلمات له روحي پلوه تحليل سي، نو د پښتنو پسيكولوژي ښه ځني څرګنديږي، پخوانو پښتنو خو د حقيقت Realism خوا درلوده، خيالي نمونه يې نه وه ايښي، يعني هغه شيان چي د دوى د عقليت دايره هم تنګه نه وه، ځكه چي سرفي مشتقات دومره ډېر دي، چي پر اكثرو انساني حالاتو باندي ښه دلالت كوي، او د دوى عقلي ارتوالى ښه څرګنديږي.
د پښتو ژبي تذكير او تانيث چي پر افعالو او ضمايرو او كلماتو باندي جاري دى، دا راښيي، چي د پښتنو عقليت هر شي ته په داسي سترګه ګوري چي هغه فطرتاً ورسره ښايي، د رجوليت احساسات په دوى كي قوي وي، ځكه نو مذكر له مونثه سره نه ګډوي نر ته بېل نظر لري، ښځي ته بېل. دقت او ښه پرتله كول او د هر شي تقدير پر خپله اندازه استعمال يې پر خپله موقع، د ژبي له دې خاصيته ښه څرګنديږي او دا شيان، خو د عقليت په تكامل كي هم لو برخه لري. الفردفوييه(1838_1912ع) فرانسوى د روحياتو محقق ليكي، چي جرمنيان د احتياج پر وخت ضروري كلمات جوړوي، كانټ او هيګل ځانته د ضرورت له پلوه ژبه جوړه كړېده عربي ژبه هم له دې خوا ارته سوې ده، نولډكه Noldke الماني مستشرق وايي چي د عربو شعراوو ډېر لغات په خپلو اشعارو كي په كوم تقريب په ځيني معناوو راوړې وه، وروسته لغت ټولوونكو خلقو پر دغو كلماتو د موضوعو الفاظو ګمان وكى او پخپلو كتابو كي يې درج كړه، مثلاً هيضم او هراس، چي د زمري په معنا يې راوړي دي، حال دا چي دا كلمې بېلي معناوي لري دا خاصيت تر يو اندازې په پښتو كي موږ وينو، د پښتنو اجتماعي او جغرافي محيط ډېري داسي كلمې ميندلي دي، چي اوس موږ د پښتنو د روحياتو په پلټنه كي ښه كار ځني اخلو، د مثال په ډول لاندي تشرېح وګورئ:
پسله 616هـ كال پر اّسيا د پرديو تاړاكونه او يرغلونه پيل سوه، چنګېز او زامنو يې لومړى پلا پښتونخوا او د دې ځاى ودان ښارونه تالا كړه، وروسته ګوډ تيمور، د خپلو پلرو ياد تازه كى، وروسته بابر هم د پرديو ناورينونه نوي كړه، تر بابر وروسته د ډهلي د پرديو پاچهي د پښتنو سره سخت جنګونه وكړه، په وارو_وارو د ډهلي د شاهنشاهۍ عسكر راغله او غوښته يې چي د پښتنو اّزادي سلب كي، او دوى مريان كي، دا تاړاكونه پنځه سوه كلونه مسلسلاً پر پښتنو جاري وو، پښتنو پردي پاچهان خپل دښمنان ګڼل، ځكه چي پر دوى يې زيل_زيل ظلمونه كړي وه، نو وروسته د پردي كلمه داسي سوه، چي د ظالم سره مرادفه يادېده دا كلمه هر ځاى د غم او ناورين او ورانۍ او ظلم سره يو ځاى سوه.
بالعكس، چي د پنځو سوو كلو دمخني پښتون ته پردي يا پرديواله كلمې ويلې واى، نو به ده د يوه ظالم، وحشي او ټولو انساني ښو صفاتو څخه عاري، يو سړى ګاڼه.
له دې څخه موږ ته څرګنديږي چي پښتانه پخپل خصوصي او ملي عقليت او اخلاقو كي په كومه درجه ټينګ او كلك وه او خپل مبادي او عقلي ساختمان يې خوښ او پر ګران و، نو دوى پوره اوګوئيست Egoists يعني پر خپلو ښېګړو مين دي.
سيد جمال الدين افغان وايي چي د پښتنو صوري هيكل او د تنديو كوتونه د دوى جسماني قوا او حماسي شوكت ښكاره كوي، دغسي هم د پښتو اّهنګ او لهجه او د دوى ږغونه او د ژبي دروندوالى او صلابت يې دا راښيي، چي د دې ملت مزاج خورا كلك او دروند او غښتلى دى.
نو د پښتو ژبي اّهنګ او فقه الصوف او ادبي ساختمان او وينايي جوړښت او د پښتو ويونكو خلكو لوړ روح او متين اخلاق راښيي او دا چي پښتو تر ظاهري ښكلو يا سره سمو كړو او پېيلو الفاظو ډېره معنا ته ګوري او د خبرو حقايق تر ظاهرو كلماتو دوى ته درانه او اهميت لرونكي دي، نو موږ د دوى ژور عقليت او حقيقت روزونكى فكر ځني معلومولاى سو له دې جهته هم پښتنو په خپلو ملي اشعارو كي د پردو ملتو مصنوعي وزن او تول نه دى ننه ايستلى.

شعــــــــــــر
د هر ملت اشعار د دى عقلي ژوندون ښه ښكاره كوي؛ اخلاق، دودونه، ديانت، عقليت او نور ټوله خصايص يې پكښي پراته وي، په شعر كي د ملتو اجتماعي نفس او روحي ساختمان او فكري بنيه داسي ښكاريږي، لكه هنداره.
د پښتو په اشعارو كي د پښتنوالي مختلف مزايا پټ پراته دي او د پښتنو د طبيعي محيط او اجتماعي چاپېر يو صحيح مظهر دى، لكه د مخه مو چي وويل د پښتنو شعر هم لكه ژبه د دوى د حقيقي Realist عقليت نماينده ګڼل كيږي او هغه شعري نارې او ټولني او بدلي چي د پښتنو له كومو څخه راوتلي دي، د دوى د روحياتو خارجي صحيح او روڼه مظاهر دي.
شعرا د ملت په افرادو او كورنيو او ټولنو كي ګډ وګړي دي، په هغه احساس چي نور وګړي متحس كيږي، يا هغه جذبات چي د ملت په زړه كي غورځنګ كوي، د شاعر روح هم كټ مټ د هغو تر اغېزې لاندي راځي، نو شاعران موږ د ملتو د افكارو او روحياتو او اخلاقو ښه ترجمانان او نمايندګان بللاى سو.
د پښتو ژبي اشعار خو دوه ډوله دي، يو هغه اشعار او بدلي دي چي موږ يې لغړ او سپېگڅلى ملي مال بولو او بل هغه شعرونه دي، چي پښتنو شاعرانو د عربو او دري پر ډول ويلي، د دوى ادبي او عروضي او قافيوي اغېزه لري او په افكارو كي هم څه نا څه پردو اشعارو ته نږدې دي.
هغه اشعار چي د وزن او قافيې او نورو خصوصياتو له رويه بشپړ پښتو دي، هغه خو ټوله د پښتني عقليت او تفكر نتيجه ده، مګر هغه اشعار چي عروضي دي او د پردو پر اشعارو سم ويلي سوي دي، په داسي شعرونو كي هم د پښتنوالي عقليت اغېزه كړې او تر خپل ملي اثر لاندي يې راوستلي دي، دلته زه د خوشحال خان د كليات له مقدمې څخه څو كرښي ليكم، چي په 1317هـ ش كال كي مي ليكلي دي:
د پښتو شعر كه څه هم په ډېرو شيانو او خواصو كي د دري او عربي اشعارو سره نږدېوالى او قربت لري، مګر بيا هم ځكه چي د محيط او قوم ذهني او روحي خواص پر ادب اثر لري، نو د خوشحال خان په كلام كي د پښتنوالي ډېر مزايا ليدل كيږي، د عشق دنيا او د ميني نړۍ يوه بېله دنيا ده د عاشق قلبي واردات او د ده تاثرات پر بل چا نه قياسيږي، مګر ملي خواص او اولسي مميزات هر كله په دغه دنيا كي هم اوڅاريږي او لكه ادب چي د روحي تجلياتو هنداره ده، دغسي ټوله ملي ښېګړي هم پكښي برېښي.
پښتانه خو په فطرت كي ملي غرور او د روح لوړتيا لري، پښتون هيڅكله په هيڅ ډول داسي خضوع نه كوي، چي د ده ملي غرور ته صدمه ورسيږي، شبلي نعماني په شعرالعجم كي ليكي، چي نسبت و پارسي شعر ته په عربي شعر كي هر ځاى د نفس عزت او غرور ساتلى كيږي، مين كه څه هم و خپل محبوب ته اړ وي او وصال يې غواړي، مګر دى د ګدا په څېر نه دى، البته جانباز دى، مګر غلام نه دى، د ميني مصيبت ته تيار دى، مګر ذليل نه دى، مثلاً يو عرب شاعر خپلي ميني ته داسي خطاب كوي:
فلا تحـــسبي اني تخشعت بعدكم
ولا انستي بالمشي في القيد اخرق
يعني: "دا ګومان مه كوه چي زه په تا پسې خاشع سوم او نه په بند سره زه له يونه پاتېږم "
بل ځاى عاشق خپلي ميني ته داسي وايي چي ضمناً د خپل قوم مېړانه او تورياليتوب هم ورښكاره كوي:
اذا اسود جنح الليل فلتات ولتـكن
خطـــاك خفاقا فان حراسنا اسدو
(عمر ابن ابى ربيعه)
يعني: "چي ماښام د شپې وزر توري شي نو راسه مګر ټپونه ورو_ورو ږده چي زموږ ساتونكي زمري دي"
مګر په پارسي شعر كي عاشق د ميني په دنيا كي ځان دومره بايلي او بې خونده كيږي او د معشوق په مخ كي ځان دومره كښته كوي، چي ځان سپى هم بولي:
ســــحر امــــــدم بكويت بشكار رفته بودي
تو كه سګ نبرده بودي به چه كار رفته بودي
د پښتو شعر (مطلب وروستني عروضي اشعار دي) كه څه هم له يوې خوا شديداً د پارسي تر اثر لاندي شوى دى، مگګر بيا هم د پښتنوالي د روح لوړتيا پكښي ښكاره كيږي او پښتون عاشق هيڅكله ځان نه سپكوي او خپل غرور او د نفس مناعت نه بايلي په هغو ځايو كي چي د نورو په تقليد څه ويل شوي دي، داسي اشعار بېل دي.
د خوشحال خان په كلام كي د پښتنوالي لوړ او ژوندى روح ښه ځليږي، مثلاً په دې بيت كي د ځان لوړتيا په څه ښه ژبه محبوب ته ښيي:
مـــــــــــــــرګ لره يې واړه د ډهلي لښكر راغلى
ته لا د خوشحال په مرګ ځان روغ نه ګڼې ننګ كړې
سربازي او تورياليتوب په عشق كي هم د ده سره ملګري دي او كورټ ذلت او د تحقير كار نه مني.
په درست جهان به نه وي يو د ما غوندي رسوا بل
ورځم توره وكــــــښلې چي مين واورم په تا بل
د پښتنو عشق هم ښكاره او سپېڅلى دى، پټ پټانه نه لري، په نره توره مينه كوي، د عشق په دنيا كي خو مين او معشوق ډېر د راز ساتنه او پټول خوښ لري، او نه غواړي چي څوك پر خبري سي:
ز شـوق ميروم و تو ننګرم در بزم
براى اّنكه فتد غير در ګمان دګر
عاشق د اغيارو او رقيبانو له بېري د خپل محبوب حال هم په ښكاره نه پوښتي:
بهر مجلس كه جا سازم حديث نيكوان برسم
كه حـــرف اّن مه نامهربان را در ميان سازم
مګر د پښتنوالي په دنيا كي دا پټ پټانى نه سته، د پښتنو روح خو غلي اقدامات يا حيلې نه مني د پښتون مينه او ميرڅى رډ بډه ده، خوشحال خان هم وايي:
زه خوشحال كمزورى نه يم چي به ډار كړم
په ښــــكاره نارې وهم چي خوله يې راكړه
د پښتنو په روح او عقليت كي پر ځان ويسا self-help په لوړه درجه سته، د دوى ځانوالى خورا قوي دى، د پښتون پسيكولوژي هم دومره ټينګه او كلكه ده، اساس او ولۍ يې پر "ځانوالۍ" ولاړ دى او خوشحال خان د پښتنوالي دا عالي روح په دې ډول ښيي:
د مـــــزريو مــــړنتوب په لښكر نه وي
مټ يې هر كله يوازي پر خپل ځان وي
پښتانه د هر راز مشكلاتو په مخ كي ځان نه بايلي، په ثابت عزم خپل كار پر مخ بيايي، دا ثبات او استقامت د پښتنوالي عنصر دى، پښتانه نوي مبادي، په اّساني نه مني، چي ويي منل نو يې بيا كورټ نه پرېږدي، خوشحال خان د پښتنوالي دا لوړ همت او ثابت عزم داسي راښيي:
كه اّسمان دي د مزري په خوله كي وركي
د مـــــزري په خوله كي مه پرېږده همت
لگنډه يې دا چي د پښتنو شعر د دوى طبيعي ژوند او سپېڅلى خيال او حقيقت ته نږدې عقليت او درانه او ثابت اخلاق اوڅاروي تر معنوي او وجداني خواوو حياتي او ظاهري پلوونه رڼوي.

مــــــــــتلونه
زما دا عقيده ده، چي د متل كلمه سوچه پښتو ده، اما ځيني خلك وايي، چي دا له عربي مثل څخه مفغنه سوې ده، كه دا دوهم قول ومنل سي، نو په مفغناتو كي د عربي "ث" په "ت" اليشه سوې ده، مثلاً ميراث چي مفغن يې ميرات دى، د مثل كلمه به هم متل سوې وي، د عربي لغاتو پوهان وايي چي مثل يعني مثل(مانند) او نظير وروسته دا كلمه په ټولو حكمتو كي مستعمله سوه، ځيني وايي دا كلمه له عبري مثل څخه جوړه سوې او پر ټولو حكمتو او لنډو قصو او اساطيرو اطلاقيږي په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډكي وي، په متلو كي ډېر ځله د ملتو د روحياتو خورا ښې_ښې نكتې پرتې وي، بلكي ځيني پوهان وايي چي تر شعر لا متلونه د ملتو پر عقليت ښه دلالت كوي، ولي چي اشعار د داسي خلقو له كومو راوځي، چي فكر او ذهن او عقليت يې تر عوامو لوړ وي، اما متلونه د عوامو له عقليته حكايت كوي او د متلو الفاظ لكه اشعار مصنوعي او معقول نه وي او د عوامو په ژبه وي.
نو متلونه د عوامو وګړو ږغ وګڼل سي او دلالت يې پر روحياتو تر شعر، ټينګ او د ويسا وړ وي، متلونه د ملتو د اجتماعي ژوندون او د دوى د عقلي هويت ښكاره كوونكي دي، په مختلفو اوضاعو كي د تجربې او ازميښتو نتيجې دي، چي په لنډو كلماتو كي ځاى سوي وي. پښتنو متل كړى دى چي "پردۍ ښې نيمه خوا دي" يا "پردى كټ تر نيمو شپو دى" له دغو څخه موږ د پښتنو بېل او ځانته درانه او مستقل افكار او روحيات استنباط كولاى سو او لكه د مخه چي مو هم وويل، دوى هر كله ځان لوړ او پردي يې كښته بلل د پردو دودونه يې نيمه خوا ګڼل او پر خپل مليت او پښتنواله يې داسي ويسا درلوده، چي د هر ظفر او بري دپاره يې خپل ځان كافي ګاڼه.
پښتانه متل كوي: "جنګ په وسله كيږي او ننګ په غله" له دې متله موږ لاندي خبري استخراجوو:
د پښتنو اجتماعي ژوندون پر جنګ او ننګ ولاړ و، د دوى عسكري احساسات په خصمانه حركاتو كي او د ننګ جذبات په خپلوۍ او روغه كي د ژوندون مدار وه "وسله" په دوى كي مهمه او هم د اړتيا شى وه.
دې اجتماعي اړتوب دوى زراعت او كرني ته پاڅول، نو يې په اخلاقو كي زراعتي روح او د كرني قدر كول داخل سوه، دا روح كه څه هم د زړو اّريانانو دى او ستا د دوى زراعتي حالت ښه څرګندوي، مګر په پښتنواله كي خو دغه زوړ روح تطور وكړ او د پښتنو روحياتو سره سم د ننګ دپاره يوه وسيله سوه، له دغه موږ ته اوڅاريږي، چي د پښتنو عقليت بې نتيجې حركت نه مانه، او د علت او معلول، او سبب او مسبب په سلسله كي بې برخي نه وه.
د اجتماعي ژوندون اساس ننګ و، نو د ننګ دپاره غله او كښت ضرور و، دې كيفيت د پښتونخوا وګړي اكثر كرونكي او زراعت پېشه كړه. "پر پچه وخوت كشمير يې وليد" دا متل موږ ته ښيي، چي پښتنو په عين ملي غرور او د ځان په ويسا كي ځان نه وركاوه، يعني په لږ څه له هوله نه وتل او نه يې ځايه تكبر درلود، د دوى عقليت ظرفيت او د نفوسو لوړتوب له دې متله ښكاره دى.
"د ډېرو لرګى د يوه غوزى" د پښتنو د اجتماعي تعاون روح څرګندوي، چي د مخه يې موږ په "بسپنه" كي بيان وكئ.
كله_كله په پښتو متلو كي د فلسفې ګراني_ګراني خبري هم راغلي او دا راښيي، چي د پښتنو عقليت سوچه بدوي او غرنى نه و، د دوى په عقليت كي ژورتوب و، مګر طبيعي رنګ يې درلود. د صنعي او موضوعي علومو نه و وهلى.
هغه فلسفي قوانين او څلى چي منشا يې فطرت دى، يعني هغه الهى سنن چي پر موجوداتو په مطرد او عمومي ډول جاري دي او قراّن عظيم يي په (لن تجد لسنه الله تبديلا) سره راښيي، د پښتنو په روڼ او رسا دماغ كي دغه مسلم اصول منلي سوي وه، او لكه يو فلسوف او پوه سړى چي د علم او فلسفې له پلوه تعبير په كوي، پښتنو پخپلو سپېڅلو متلو كي هغه فلسفيانه افكار او خيالات ښه ځاى او فلسفې له پلوه تعبير په كوي، پښتنو پخپلو سپېڅلو متلو كي هغه فلسفيانه افكار او خيالات ښه ځاى كړي دي، مثلاً دا فكر چي جهان زموږ د اعمالو د نتيجو د انعكاس ځاى دى او هر سړي ته خپل عمل
او د خپلو چارو جزا او مكافات رسيږي، په فلسفه كي ډېر زوړ دى، مولانا جلال الدين بلخي وايي:
اين جهان كوه است وفعل ما صدا
اين صدا هــــا باز ګردد سوى ما
پښتانه دا قانون په اجتماعياتو كي تطبيق كوي، او د بدي جزا تر هغه سخته وركوي مثلاً خوشحال خان وايي:
كه په توره يې جـــواب وركړې مردي ده
كه وجود دې څوك اّزار كاندي په چوب
دا متقابل نتايج او متقابل حركات د پښتنو د ننګي او اجتماعي ژوندون جوهر دى، د ښو ښه نه هيريږي؛ د بدو بدتره جزا وركوي هغه چي له نورو غواړي، له ځانه يې هم غواړي، حميد د ناموس او ننګ په ساتنه كي لومړى د بل دا ستايي، چي خپل دا هم وساتلاى سي:
چـي د بل ننګ و ناموس ساتلاى نه سي
و به نه ساتي څوك خپل ننګ و ناموس
د پښتنو دا روح يا د اجتماعي فلسفې مسئله په دغه يوه متل كي ښه څرګنده سوې ده، چي:
"مه كوه په ما، و به سي په تا". په دې ډول پښتو متلونه د پښتنو د روحياتو او عقليت هنداري دي كه موږ وغواړو چي پر نورو متلو بحث وكړو، نو به مضمون ډېر اوږد سي، اوس مو فقط څو متله د مثال په ډول راوړه.

قصـــــــــــــې
د پښتنو ملي قصې او روايات، لكه شعر او متلونه د دوى د پسيكولوژي خواصو څخه ډكي دي، د روغي ژوندون، د جنګ دودونه او اّداب د عشق او ميني حالات او روحي جذبات د دوى ذهنيت او افكار د ملګرۍ او رفاقت لاري او حالونه شاعرانه حيات، شرافت، د ننګي سره علاقه مندي، تورياليتوب، دفاعي او هجومي احساسات، حتى د ښځو شريفانه اخلاق او ناموسداري او ننګياليتوب، لنډه يې دا چي پښتني قصې ټوله د پښتنوالي خواص او مزايا لري او ښكاره كوي يې.
د پښتو قصې او نقلونه چي د ځيني ملي پهلوانانو Heroes پر سيرت او حيات مشتملي دي، شاعرانه سپېڅلي خواوي هم لري، موږ د مخه وويل چي د پښتو پر عروضي شعر د پردو اغېزي ډېري خيري پرتې دي، مګر دا د نقلونو اشعار او نارې سپيني سپېڅلي دي او خاص د پښتنو په ژوند او روحياتو اړه لري، نو ځكه موږ تر عروضي اشعارو داسي بوبي او سچه پښتو نارې او بدلي د پښتنو د روحياتو په پلټنه كي مهمي ګڼو.
دوكتور ګوستاولوبون وايي:
"قصې ډېر ځله تر تاريخ صحيحي وي او د ملت حقيقي مشاعر څرګندوي، قصې هغه حوادث دي، چي د حكايت كوونكې عاقله په متاثره شوې وي"
نو د پښتو قصې هم داسي دى، چي د دوى ملي روح ښه اوڅاروي، كه مضمون نه اوږدېدلاى، نو ما به دا خبري ښي پستې شنلي او پلټلي واى، مګر اوس فقط مثالاً څو اشارې ورته كوم، د "فتح خان بړېڅ او رابيا" په نقل كي دا دواړه مينان پر ټولو واقعو سره ملګري دي پښتني ښځي په جنګ كي پخپله شامليږي او توريالۍ دي، هغه وخت چي له شپېتو تنو ملګرو څخه يوازي فتح خان او د ده پښتنه مينه پاته سوه، نو سهار رابيا فتح خان ته د جنګ تشويق داسي وركوي:
سر د سره پالنګه هسك كړه فتح خانه
رابيا ګلي پونده ورته كړه سپريږي
چي فتح خان لا له ځايه نه و راپورته سوى، رابيا د جنګ پر اّس سپره وه، د غليم مقابلې ته تله، نو يې په خپل مين داسي ناره وكړه:
سر د سره پالنګه هسك كړه فتح خانه
رابيا ګلي پونده ورته كړه سپره سوه
فتح خان په داسي حماسي ږغ ځواب وركئ:
"كه تتي د ګواريو څانګي تتي، يا مي خور يې يا مي مور يې، څو يې نكړم، پر دا سپينه سينه پڅي".
په پاى كي فتح خان يوازي د جنګ پر ميدان پاتيږي، نو وايي:
"يو كه بوټى هندوستان مي بوټى_بوټى=په سپيتانه كي خلاص نه سو، اوس راواړوه د سپينو چړو موټى".
له دغو نارو څخه به د پښتنو جنګي احساسات او د دوى د ښگځو روحي او معنوي غښتلوالى او لوړ مقام تاسي ته ښكاره سي، چي د پښتني عقل او اجتماعي مزاج او فكري ساختمان هم تر پښتون كښته او ضعيف نه و.
د پښتنو پاك او سپېڅلى ژوند او د عفت او ناموس دارۍ حيات د پښتني اخلاقو څخه دى، يعني د پښتنوالي روح، دوى په عفت او پاك لمنۍ كي ساتلى دى، د ښادۍ او بيبو نقل زموږ په قصو كي خورا شهرت لري، عاشقانه احساسات په خورا تېز او تر هر څه اثرناك او اغېزه لرونكي دي، هم د پښتنوالي روح نسي مغلوب كولاى، ښادي خو پر بيبو مين و، او بيبو هم د ده په مينه كي لېونۍ وه، مګر د دوى عشق هم د عفت تر سيوري لاندي و او د بيبو ته تر واده د مخه معاشقه لوى پېغور او ناوړه وه، ځكه نو چي يو وخت ښادي له بيبو څخه خوله غواړي، بيبو دا خواست نه مني او ناره پر كوي :
"چي دا ښادي هلك و ما يې تل اودې څړۍ=اوس چي دا ښادي را لوى سو نو د ما غواړي خولګۍ".
په پاى كي ښادي چي پښتون ځلمى و، د دې خپل بې ځايه خواهش په پښېمانۍ او د دې دپاره چي ځان د دې اقدام له پېغوره وباسي، له وطنه وركيږي او كلى كور ټوله پرېږدي.
ښادي ولاړ ورك سو، ټبر، كهول يې پرېښود، بيبو خو د ده په مينه كي سوځي، يوه ورځ چي د بكوا پر دښت كاروان تېريږي، نو د دې خپل مين ور په ياديږي، وګورئ په څه اّرمان ناره پر كوي:
"كاروانونه د بكوا پر دښت تيريږي=كاروانونه د بكوا پر دښت تېريږي، ښادي ورسره نسته، په دا نور كاروان مي مينه نه ماتيږي، زما اّرمان ښادي مي بايلو".
په دې ډول د پښتو ملي قصې، لكه اّدم خان او درخانۍ، مومن خان او شېرينۍ، جلات خان او شمايله، موسى خان او ګلمكۍ توردلى او شاهوګله او نوري_نوري د پښتنو د پسيكولوژي روڼي هنداري دي .

عنعــــــــــــــنات
عنعنه يعني له نيكونو او تېرو پښتنو څخه، خوله پر خوله او پښت پر پښت رانقل سوي شيان او دودونه هم، لكه ژبه او شعر او قصص د ملي روح ښكاره كوونكي او څرګندونكي دي، پښتانه ډېري عنعنې لري، خورا ډېر دودونه او رسوم سته، چي له زړو پښتنو څخه معنعن تر موږ پوري راغلي دي، په پسيكولوژي تحقيقاتو كي دې خوا ته په غور كتل كيږي او دا عنعنات د فوكلور اساسي ټكي دي، زه دلته فقط څو عنعنو ته اشاره كوم:
پښتانه وايي، چي د مېړاني باد راوالوت، نو د ځينو پښتنو پر لمن ونښت، داسي پښتانه په اجتماعي ژوندون كي "لولمن" لري، دوى د رياست او مشرتوب وړ دي، د ځينو پښتنو پر مټ ونښت، دا قومونه توريالي او ننګيالي دي، يعني حربي استعداد يې تر ټولو غالب دى، دغه باد د ځينو قومو پر ژبه ونښت، نو د دې پښتنو مركه او نطاقي او د علم او پوهني خواص نصيب سوه، له دې عنعنې څخه د پښتنو د عقلي مزاج او روحياتو دا درې اساسي تيږي ښكاري:
1. د رياست او اداري مشرتوب قوه.
2. حربي استعداد او جنګي روح.
3. علم او پوهنه او وينا او علمي تلقينات.
پښتانه ښځو ته په مخصوص نظر ګوري او په پښتنواله كي د احترام مقام لري، ډېر ځله نارينه د وريندارګانو د ناموس د ساتني دپاره سرونه بايلي، حتى د پردو ملتو ښځو ته هم كټ مټ په دغسي سترګه ګوري.
د پښتنو په عنعناتو كي "د پلو روى" خورا اهميت لري، پښتون د خورلڼي پلو محترم ګڼي او تر ډېرو ګټو يا انتقامي اقداماتو تيريږي، په جنګ كي چي د مېرمن پلو منځ ته راسي، كلى مقاطعه او متاركه وسي، پښتون چي هر څومره په قهر وي، خو د پښتنې خور پلو ته ګوري او كورټ يې تش نه پرېږدي.

ننـــــــــــواتې
ننواتي د پښتنو يو عنعنوي د عذر غوښتلو ډول دى او د كلو_كلو دښمنۍ او عداوتونه په ننواتو له منځه وځي او داسي وي، چي د يوه خورا لوى كار يا لوى خصومت د غذر او بخښني دپاره مغلوب يا مجرم سړى د خپل كلي يا كام سپين ږيري او ستانه خپل مقابل ته ورلېږي، كله_كله چي امر ډېر مهم او د بخښلو قابل نه وي، نو خپلي ښځي په ننواتي ورلېږي.
دا ننواتى دومره اهميت لري، چي پښتون مري، خو ننواتې نه كوي، مګر كې وكړه، نو د ده مقابل پښتون هم ضرور دغه مني او دى بخښي.
د پښتنو له صفاتو څخه ده، چي ننواته به نه كوي او كې وكړه، ها مقابل يې هم ضرور مني، په دې ډول نور ډېر د پښتنوالي عنعنات سته، چي ځيني يې"خادم" او "الفت" زموږ پښتنو ليكوالو ليكلي دي. له دغو ټولو څخه دا ښكاره كيږي، چي پښتانه اخلاقاً په هجومي روح كي خورا زغرد او تند او بيا په بخښنه او عفو كي هم مړني دي.
كې انتقامي جذبات تاوده دي، عفو او بخښنه او د عذر غوښتلو منښت يې هم سته.
دا وه د پسيكولوژي ځيني اساسي څلي چي موږ لنډ_لنډ څرګند او په دې لار كي مو استفاده ځني وكړه، ځكه چي مضمون اوږديږي، او د پښتنوالي د ښېګړو احتوا هم موږ ته اوس ممكنه نه ده، نو به دا بحث لنډ كوو او فقط د پښتنوالي او پښتو ځيني تاريخي نتايج به وښيو، چي پخوا د دې پښتنوالي لمر پر نړۍ څه تجليات درلوده، او پښتانه د دغو روحياتو او سپېڅلو اخلاقو په اغېزو څومره لوړ سوي وه؟ او په تاريخ كي د پښتو او پښتنوالي څه نخښي سته؟ دا تاريخي كتنه به هم لنډه وي.