مقالې


قیام سوم حوت سال 1358، الگوی زنده برای جهاد و مبارزه علیه قاتلان مسلمانان در غزه

در ماه حوت سال 1399 نگاشته بودم که : ( این حکومت مزدور و شکل گرفته از جعل و تزویر و تقلب، اکنون دیگر تصلب شرایین گرفته که نتیجه حتمی آن سکته مغزی و یا سکته قلبی است و این رژیم با همچو سرنوشت حتما سردچار خواهد شد. اکنون دیگر، فاصله میان این رژیم مزدور و مردم مجاهد افغانستان را، دریای خون و خرمن های آتش تشکیل می دهد. دریای خون و خرمن های آتش که این سکولار های یاغی و این تکنوکرات های افسارگسیخته، هر روز در کابل و دیگر ولایات، راه می اندازند. این طرف یک مردم گرسنه

22.02.2024 عبدالخالق صارم

ملګری ملتونه باید دروغې جوړې فرهنګ ته مخه کړی

داسې ښکاری چې ملګری ملتونه غونډې نیسی خپلې انتر نیټی مقالې دکاغذ له مخې په شور او ځوګ لولی ولې دافغانستان دلانجې په تفاهم ، فرهنګ ،صورت حال ، بن بست او خشونت ، کمی او کیفی وضعیت لا نه پو هیږی . وایی غوټه چې په لاس خلاصیږی خولې ته ضرورت نشته! خو دلته دنړۍ ټولو نا بلد و ملکونو د بسوګۍ واده راپیل کړی. دملامت او ناملامت دالقاعده او بې قاعده ، دمسلمان او غیر مسلمان دراشی او مرتشی ، دجاسوس او نامخبر،دحق او باطل ترمنځ دوچ سیاست په نوم انډوخر جوړ دی. ملګری ملتونه هم دې اتڼ کې ورسره ملګرې شوی . نو ځکه

21.02.2024 ع.شریف زاد

د چیني ــ پښتو قاموس لیکلو لپاره درې لسېزې مبارزه

له درېو لسیزو او ډیرو نورو ورکو کلونو ورسته بالاخره چینایي ژبپوه د چیني ــ پښتو قاموس بشپړ ولیکلو. افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ پرمهال چینایي پوهاند ته د درنښت کولو له امله د سید جمال الدین افغان مډال د چیني ــ پښتو ژبې لومړنۍ قاموس لیکوال او زموږ مورنۍ ژبې ته د ستر تاریخي خدمت په لړ کې ورته ډالۍ کړ.ښاغلی چې هونګ څاي له دې امله ډير خوشاله و، چې د چین او افغانستان په کولتوري، سیاسي او ادبي اړیکو کې مهم رول لوبولي دی. اصلي خبره دا ده چې خلک د بهرني ژبې زده کړه د خپلو هیواد په ملي ګټ

21.02.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

زموږ یوه لویه ستونزه او حللاره

زموږ یوه لویه ستونزه او دهغې حل (میشتېدل اومیشت کولsettlement) څو ورځې مخکې یو ځل بیا د غره د ښوېیدو او د یو شمېر هیواوالو د وفات خبر نشر شو. دا څویم ځل دی چی بیلابیلو ځایونو کې یا دغرونو او غونډیود ښوېیدو یا د سیلاو له امله ناوړه پېښې رامنځته کیږي. له دې ډول ناوړه پېښو برعلاوه؛ د نفوسو د اسکان لپاره د حکومتی پالیسی دنشتوالي له امله له لاندې ستونزو سره مخ یاستو: • ځینو سیمو کې دنفوسو بیځآیه زیات تراکم، • د ډیرو ښو حاصل ورکوونوکو زمکو له لاسه وتل او زراعتی استعمال په رهایشي بدل

20.02.2024 پوهاند محمد بشیر دودیال

نیمچه سکولار های تاریخ بی خبر ما، بیماری روانی اسلام فوبیا، دارند.

یکی از نیمچه سکولار های محلی و وطنی جهل زده و تاریخ بی خبر ما، می گفت که شما از عرب های پیروی می کنید که در جنگ بسوس، بخاطر یک شتر، هزاران انسان را کشتند. اکنون من این جناب عالی را به یاد میلیون ها انسان که باداران غربی اش قتل عام نموده و همچنین به یاد هزاران کودک و زن و مرد و پیر و جوان مردم غزه که باداران صلیبی و صهیونیستی اش، این مردم بی دفاع را با مدرنترین چاقو و چماق ‌که دموکراسی آدم کش برای قتل و نابودی انسان مسلمان تدارک دیده است، نسل کشی می کنند نمی اندازم، زیرا کسانیکه طعم شی

19.02.2024 عبدالخالق صارم

مینه ناکو؛ د حوض کوثر خوب چا لیدلې؟

آیا مینه د زړه درد دی، که د عاطفې سیلۍ؟ د شعور ناره ده، که د فطرت کړیکه؟ د احساساتو شور دی، که د ضمیر سکون؟ د عذاب کړکۍ ده، که د ثواب دروازه؟ د طبیعت رنګ دی که د هوس زنګ؟ د وصال او فراق ترمنځ پل صراط دی، که د رواجونو په ځنځیر تړل شوې خیالي نړۍ؟ آیا مینه شوق دی، اراده ده، لیوالتیا ده که د عزم انتهاء ؟ آیا مینه انعام دې، انتقام دی که د پشکال خړ سیلاب؟ د ساز آغاز دی که د کړاو انجام؟ د الهام سرچینه ده؛ که د تلقین زاره چاودې هڅه؟ آیا مینه تلوسه ده او هیجان دی، که حسرت دی، جرئت دی، برائت دی، یا جنو

14.02.2024 ولي الله ملکزی

په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې

حميدالله بسيا د نړۍ په معاصر تاريخ کې سږ ۲۰۲۴ هغه کال دی چې په زياتره هېوادونو کې انتخابات کېږي او دا د نړۍ په تاريخ کې یو ريکارډ دی. له شپېتو څخه تر شپږاويا هېوادونه به په ۲۰۲۴ کې انتخابات لري چې د نړۍ د نفوس شاوخوا ۴ زره ميليونه نفوس کېږي. د اسيا له لرې ختيځ او د نړۍ له شمالي منجمد بحر څخه نيولې بيا د لاتينې امريکا تر سواحلو پورې په بېلابېلو هېوادونو کې د شمېرو له مخې شاوخوا ۴ ميليارده د نړۍ نفوس په ۲۰۲۴ کال کې د رايو ورکولو لپاره خپل ولسمشران او رهبران وټآکي، چې د امريکا متحده

14.02.2024 حميدالله بسیا

دافغانستان تاریخي نومان

ترمخ تردې چي دافغانستا تاریخي نومانو ته راسوپریوڅوسکالو(موضوعګانو) باندي رڼااچوو. زموږ په نننۍ نړۍ کي دهېوادونوسیاسي جغرافیه یي نومان پر درې ډوله وېشیلي دي. لکه: جغرافیه يي نوم یاني په دغه څلور ابعادوکي پروت هېواد دغه نوم لري. بل ئې ژبنیز نوم دی. کوم هېوادچي په یوه ژبه خبري کوي په هغه ژبه سره هم هغه ملک یاديږي. درېم ئې نژادي نوم دهېواد دی. دساري په توګه «کانادا» جغرافیه يي نوم لري یاني په دغه څلورابعادو کي پروت ملک «کانادا» نومیږي او خلک ئې «کانادایان» دي؛ خوژبه ئې انګلیسي اوفرانسوي ده. د

12.02.2024 محمدسرور وکیلي

پر ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ټولنیزو رسنیو اغیزې!

ټولنیز رسنۍ زموږ د ژوند یوه نه جلاکیدونکې  برخه ګرځیدلې ده او کارول یې  په انټرنیټ کې تر ټولو مشهور فعالیت دی. نږدې هرڅوک په فسبوک، ټویټر،  انسټاګرام او یا کومه بله کې یوه شمیره لري.   دا یو حقیقت دی چې نږدې هرڅوک او د هر عمر لرونکي په ټولنیزو رسنیو کې فعال  دي. همدارنګه د دی رسنیو منفي اغیزې یوازې پر ځوانانو هم نه دي، لویان هم اغیزمنولای شي. خو ځوانان او تنکي ځوانان چې د رسنیو سرلیکونه یې د سترګو په وړاندی اوړي را اوړي او یا یې غوږونو ته اوازونه ور رسیږي ، نو د ځان په هکله تصور کوي یا خپ

08.02.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

ورزش د نړيوال سياست په لومه کې

کله چې په ورزش او لوبو په مسلکي او له نړيوال انده غږېږو، نو لومړۍ پوښتنې مو چې ذهن ته راځي هغه دادي چې: ايا رښتيا هم لوبې له سياست څخه بېلې دي ؟ ايا رښتيا هم سياست له ورزش، او ورزش له سياست څخه نه قرباني کېږي؟ او ايا رښتيا هم نړۍ د دواړو تر منځ په جلاوالي قايله ده اوکه نه؟ لومړی به په دې اړه د ورزش څخه د سياسي استفادې په تاريخ غږېږو، په لومړي ځل په نړيوال ورزش کې د نړۍ د مشهورو او تر ټولو جذابو لوبو (اولمپيک) لوبې چې د نړۍ تقريبا ټول هېوادونه یې ګډونوال دي او هر څلور کاله وروسته په ډېر شو

07.02.2024 محمد سليم سليمان

اوبه

اوبه د الله ج له سترو نعمتونو څخه دي، د هر ژوندي موجود ژوند په اوبو ولاړ دی، که ووایو اوبه ژوند دی بهتره به وي، ځکه د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو، حشراتو… لپاره خوراکي توکي هم اوبه برابروي، نو ځکه وایو، چې اوبه د ژوند سرچېنه ده، که چېرې اوبه نه وي ژوند نشته. زموږ هېواد د ډېرو نورو هېوادو په پرتله ډېرې خوږي او د څښلو اوبه لري، چې دا پر موږ د خدای ج لویه لوروینه ده، نو موږ هم باید شکر ادا کړو او په مصرف کې بې پروايي و نه کړو. دا چې زموږ زیاتره خوږې اوبه د غرو له چېنو، د

29.01.2024 نیاز محمد فیضي

(د افغانستان ستره ملي اجماع) یعنې څه؟

لنډه یادونه: د روان کال د جنوري د میاشتې په ۱۹- سمه نېټه مې د هیواد د ملي ستونځو د حل له پاره د ټولو افغاني ملي ځواکونو د اتحاد او ګډ عمل ته د رابللو په منظور یوه لیکنه د سوسیال ميډیا او انټرنيټي پاڼو له لوري نشر ته وسپارله چې د ډیرو سیاسي فعالینو لخوا د ښه استقبال تر څنګ ځینې نورو په دې اړه پوښتنې طرحه کړې دي. هیله من یم چې د دوستانو د ارزښتمنو پوښتنو په اړه به په فرصت سره د خبرو موقع ومومو. یوه فیسبوکي ملګري مې د فیسبوک په تبصرو او د سوالونو په سر کې نیغ په نیغه راته لیکلی چې د افغا

29.01.2024 نور محمد غفوري

رډې سترګې (لنډه کیسه)

 په دره کې توره لړه خوره وه، لېرې څه نه مالومېدل، اسمان وریځ و، ځمکه لنده وه، یو یو څاڅکي د سیند په غاړه وړې وړې څپې جوړولې، د اوبو تاوونه په دره کې ورکېدل، سپینو وړو مرغیو په لویو تېږو لکۍ ښورولې، د الوتونکو او سیند شور د درې چوپتیا ماتوله، د کورونو له بامونو لوږي پورته کېدل.یو سپی، چې ژبه یې راباسلې وه، د کلي له ماشومانو یې منډې وهلې، د لویې برجورې کلا دروازه وټکېده،  هلک دروازه خلاصه کړه او سړي ته یې لاس ورکړه، له خبرو وروسته، د یوې لویې کوټې په لور روان شول، د کوټې له دروازې ګڼ سپین ږ

25.01.2024 نیاز محمد فیضي

ولې امريکا او برتانيا پر يمن حمله پیل کړې؟

له هرڅه لومړی به يو څو کرښې د يمن په اړه وغږېږو : يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی  چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري ، د دواړو دولتونو نومونه د يمن جمهوري دولت دی او د دواړو بيرغ هم يو ډول دی، د صنعا دولت حوثيانو په لاس کې دی چې ددې هېواد شمالي برخې په واک کې لري، او عدن چې د هېواد جنوب کې دی د حوثيانو د مخالفينو  په لاس کې دی چې د ملګرو ملتونو لخوا هم په رسميت پېژندل شوی دی. د دواړو دولتونو  جګړه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره

25.01.2024 محمدسليم سليمان

نشست کشورهای روسیه وچین ودرعین زمان ایران وپاکستان برای چه؟

بن بست عدم شناسایی حکومت سرپرست امارت اسلامی در افغانستان ګره های داخلی است که خود طالبان انرا مسایل داخلی می پندارند وبه دیګران حق مداخله در امور کشور نمیدهند . اګر اېن مساېل حل نګردد وبا امروز وفردا وپس فردا به تعویق افتد عوااقب ان چهار بحران بزرک را برای افغانستان رقم خواهد زد که عبارت است از: رکود اقتصادی بحران حقوق بشری کاهش روابط سیاسی وعدم احترام دولت د رسطح ملې وفرا ملی بنابران میتوان ګفت کشور های منطقه وبخصوص پاکستان وروسیه ازش استفاده اعظمیی خواهد کرد .. کشور های

24.01.2024 ع.شریف زاد

اوغان/ افغان او پښتون

پدې وروستیو وختو کي د اوغان/ افغان او پښتون په هکله هم د پښتنو په منځ کي د اندونو بېلوالی ډېر سویدی او هم د پښتنو او غیر پښتني قومونو تر منځ حساسیتونه او د نظر اختلافات را پارېدلي دي. یعني ځیني تاریخ لیکونکي اوغان، افغان او پښتون سره جلا کوي خو ځيني ئې یو بولي، دغه یوالي ځیني غیر پښتانه وروڼه دومره خښمولي دي ان چي خپل ځانونه له افغانیته باسي او وایې چي موږ افغانان نه یوو. پدې خاطر چي دغه سؤتفاهم له منځه ولاړ سي او د افغانستان د وروڼو قومونو تر منځ فولادي ملي وحدت ټینګ پاته سي نو زه اړ سوم چي

21.01.2024 انجنیر داؤد اڅک

معلوماتي خونديتوب (اېنفارمېشن سيکورټي) 

معلوماتي خونديتوب يا اطلاعاتي خوندیتوب (Information security) چې دInfoS   په لنډ نوم هم يادېږي  په انټرنېټي پلېټ فارم او يا فزيکي چوکاټ کې د اطلاعاتو د تخريب،غلا کېدلو، مختل کېدلو او نورو... ګواښونو حد اقل ته د راکمولو لپاره د اطلاعاتو د ساتنې لارو چارو ته ویل کېږي.  يانې د اطلاعاتو په مقابل کې د ګواښونو د مقابلې هغه څانګه  ده چې د معلوماتو د غیرمجاز، نامناسبې لاسوهنې، غیرقانوني استفادې، افشاکولو، مختل کولو، له منځه وړلو، فساد، اصلاح، څېړنې، ثبت یا د هغو د ارزښت له راکمولو څخه مخنیوی

20.01.2024 حميدالله بسيا

بي پښتو پښتانه هېڅ، ورک او سپک دي

ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهیدلو وسیله ده، بلکه ژبه د قومونو، ملتونو، امتونو، تمدنونو، اقتصادي قطبونو، سیاسي بلاکونو او امنیتي نظمونو د تعریف، وجود او رامنځته کېدلو بنسټیز ماهیت ده. د ژبې دومره پراخ، هراړخیزه او څو اړخیزه ارزښت ته په پام سره او داچې افغانستان د تیر تاریخ تر دا نږدي پرون پورې د بهرنیو یرغلونو، تاړاکونو او نږدي درې پیړۍ مخامخ استخباراتي ټکرونو پر ویرجن او تراژیدیک انارشیزم کې د ماتېدو پر دریځ درولي وو، د ټولو ناخوالو او نادودو سره سره د افغانستان د فرهنګي بنسټونو د تحری

20.01.2024 قاضي نجیب الله جامع

راځئ چې ټول په واحد چتر کې راټول شو!

دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي.    زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد- ګران افغانستان، د تاریخ په اوږ

20.01.2024 نور محمد غفوری

ولې سویلي افریقا د نړیوال عدالت محکمه کې اسرائیل په نسل وژنه تورن کړ ؟

 په اسرائیلو تر ټولو تورونو دروند تور:د نړیوالې ټولنې تر ټولو لوړه عالي ستره محکمه یا د نړیوال عدالت محکمه کې دا ډول تورونه راپورته کول، چې تقریبآ د انسان ټول د تصور وړ خیالونه لمنځه وړي. د لومړی ځل لپاره اسرائیل د فلسطین په وړاندې د خپلو ناوړو ظالمانه جګړیزو سیاستونو په اړه د نړیوال عدالت محکمې کې د ځواب ویلو لپاره حاضر شو. دا کومه تصادفی پېښه هم نه ده، چې د فلسطین حقوقي قضیه په نړیوال عدالت کې د سویلي افریقا له لورې سر راپورته کړ. تور

17.01.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more