د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایزمونه

ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی 12.11.2016 22:38

       دادنیا هم خدای عجیبه پیدا کړې++++ له آدم نه مخکې دلته دیو،جِن ییزم
       ملايکه ېې وو له نوره پیدا کړي++++ خو آدم حوا په منځ کښې اِبلسیزم
      له جنته چې و ارض ته راګذار شلل++++ قابیل قتل کړو هابيل له نفسانیزم
     بیا آدم اولاد جوړ لمړنی کُمون کړ++++ وروسته ېې وخوړل یو بل پر فیوډالیزم
    غلامۍ او برده ګۍ په ځنځیرو کړل++++ فلسفې او تمدن تر یونانیزم
    د الله په نزد یو دين دی د اسلام++++  له آدم تر محمد "ص" پان اِسلامیزم
    هندوچین کې شول پیدا بُت او ارواه++++ په قدس کې موسايزم،عیسايزم
    چې جګړې،لښکر کشۍ او استعمار سو+++ خزانې او ثمرې د امپریالیزم
    علم،کار،تخنیک کسبونه پر مخ لاړل++++ هنرونه، کلتورونه رونسانسیزم
    پر یو ملک ېې پاچاهۍ بسنه نکړه++++ لوی بانکونه، فابريکې کاپیټالیزم
    ډیرۍ هیوادونو بیل کړل دین او دنیا!!++++پرمختیا غواړي په فورم د سیکیولریزم
    کار،زحمت د بزګرانو او کارګرانو++++ انقلاب راووست نړۍ ته سوسیالیزم
    دیوه فرد، یو ملت استبداد ،دیکتا ++++ نړیوال جنګونه پیل کړل له فاشیزم
    روسان نه شول سوسیالیست ساړه جنګو کې++++ چینایان دي اوس سوسیال چشوونیزم
    عربان دي سرګردانه په صحراوو++++افغانان هم؛؛ ګټې وکړې یهوادیزم
    د الله حمیده صبر کړه زړه ور شه++++ خدای به دین او دنیا درکړي اِنسانیزم!