د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان کوچیان

زمردخان منګل 10.10.2016 11:52

د افغانستان کوچیان
زمردخان منګل
په افغانستان کې د کوچیانو شتون د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ سره تړلی دی کله ،چې د افغانستان نوم اخلو یا د افغان ملت نوم اخلو نو باید پوی شو ، چې ددې ستر ملت یو د پام وړ برخه د افغانستان بومي کوچیان دي، نو په افغانستان کې دکوچیان شتون د افغانستان د موجودیت سره تړلی دی ، په افغانستان کې کوچیان ،چې دافغان ولس دپام وړ برخه جوړوي دنور افغانستان داوسیدونکو سره نه بیلیدونکي تړاوونه لري ،که دملت تعریف ته پاملرنه وشي دیوې جغرافیې اوسیدنکي ،چې ګډ احساسات ، مشترک حاکمیت ،یو تابعیت لرونکي وي) ۱ ځینې نور عناصر هم دي ، چې بیلابیلو علماء پدې برخه کې وړاندې کړیدي کوچیانو د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې که هرډول ننګوني رامنځته شوې کوچي ولس یې په ډيره میړانه او خورا سرښندنه سره په وړاندې عمل کړی کله ، چې د هېواد څخه د دفاع موضوع راپيدا شوې نو په لومړی لیکه کې د هر یرغلګر او بلوسیدونکي ځواک په مقابل کې دریدلي ، په خپلو هغو ناچیزه وسایلو سره یې دهېواد پولوڅخه ساتنه کړیده له یوې خوایې ساتنه کړې له بلې خوایې دنورو ولسونو له پاره خپل د مالداری محصولات په ډير ښه کیفیت سره وړاندې کړيدي، هغه وخت ،چې دوی مالداري ډيره ښه وده کې وه څلورلسیزې وړاندې د افغانستان اقتصاد پنځه ویشت سلنه (۲۵٪) برابروله) اودافغانستان د اقتصادي جغرافیې د پام وړ توکي یا اقلام ، چې قره قل پوستکي او وړی وې ددوی په برکت او همت سره نورې نړۍ ته صادریدل کوچیان که ، څه دافغانستان په دننه کې تګ راتګ کوي او که څه نور دپلو(سرحدونو ) اوړي ،چې دکال په معلومو موسمونو کې دننه دهېواد او دهېواد څخه دباندې مینې او ایلبندونه لري ، ولې ددوی تاریخي تړاو د افغانستان سره ډير ژور عمق لري د، نورو افغانانو اوسیدونکو په څير دوی هم دهغه حقوقو او وجایبو څخه برخمن دي کوم ،چې د اساسي قانون دوهم څپرکي کې د اتباعو اساسي حقوق او وجایب تر سرلیک لاندې تسجیل شویدي کوچیانو دژوند څرنګوالی د افغانستان دنورې ټولنې سره خورا توپير پدې لري ، چې کوچیان د کال په معینو موسمونو کې د خپلو مالونوسره دلیږد په حالت کې دي، دافغانستان په څلورو خواو کې ختیځ ، لویدیځ ، شمال او جنوب کې دکوچیانو دمینو او استوګنې او ددوی دمالونو دپاره څړځایونه شته مثلآ د شمال په حوزه کې کوچیان د کندز د آب دان په دشته کې په خورا پراخ ډول سره راټولیږي دبیلابیلو ولایتونو څخه هلته راځي ، سره یوځای کیږي ، چې په شمال کې دکوچیانو ستره اجماع ورته ویلای شو ، دمزار شریف اړوند کوچیان په لیلي دښته ،کوه البرز کې سره راټولیږي . مرکزي برخه ده سبز ، بګرامي اوشکردره ، چهار آسیاب او پغمان کې ختیځ حوزه ګمبري دښته ، مهترلام دبابا دښته، جنوب ختیز مستربل ، پکتیا او غزني ناور کې . کندهار حوزه ، ژیړۍ اوبولدک کې دهرات په سیمو کې سره راټولیږي )کوچیان بعضې عبوري دي بعضې یې غیر عبوري دي . عبوري کوچیان دپام وړ برخه دپولو اړوي خیبر پښتونخوا او دپنجاب سیمو ته کوچیږي . ژوند یې په ساده محیطي وسایلو په کارولوسره دخوراک اوپوښاک لوښي تیاروي اکثرآ دپوښاک دپاره دلاسي صنایعو څخه ګټه اخلي دکوچیانو مشهور ګنډونه کمیسونه ، کیږدۍ . دڅارویو دپوښلو دپاره شیان جوړوي . کوچيان پخپل منځ کې خورا په زړه پورې دودونه لري دټولنې دنورو وګړو سره توپير لري دواده په برخه کې بیلا بیل دودونه لري . دټولنیزو ستونزو دهواري دپاره معلوم څلي او نرخونه لري ، چې ددوی ترمنځ دستونزو او شخړو دهواري په برخه کې غوره لارې او څلي لري کوچیان پخپل منځ کې دستونزو دهواری له پاره مشران لري، چې دغه مشران پخوا ملکانو په نو م یادیدل ،چې اوس هم یادیږي ولې په رسمیاتو کې دسرخیل په نوم سره یادیږي ، چې دسرخیل دټاکلو دپاره خوشبختانه دکوچیانو دحقوقي مشاوریت له لوری دسرخیل دټاکلو طرزالعمل رامنځته شوی ،چې تر پخوا یي پدې برخه کې چاری خورا اصولي شوې ، دسرخیلانو شورا هم لري په هر ولایت کې رامنځته جوړه شوې ،چي کړنلاره یې ترتیب شوي ده ،چې پدې اړوندبه دکتاب په اوږدو کې پوره معلومات وړاندې شي. سرخیلان او دقوم مخور سپین ګیري او مشران دکوچیانو ترمنځ دستونزو او شخړو دراپیداکیدو په وخت کې څو ډوله رولونه لوبوي .. حاکمیت دی واک اخلي دښکیلوخواو. مچلغه اخلي ، دریمګړي یا دریمان ، دپخلاینې نقش لوبوي) ،چې دغه طریقې پخپل ځای کې اغیزمنه تمامیدای شي، ولې کله کله اغیزمنه نه وی ،چې اصلآ رول پکې دهغو کسانو دی ،چې ددوی ترمنځ دشخړو او ستونزو دهواري دپاره ټاکل کیږي .. م