د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیا هم د افغان تحرُک ساب د توجه وړ بحث

ډاکټر حمیدالله زړهءور صاپی 27.07.2016 12:55

لومړی خپل تاوده سلامونه دټول افغان وزین وبثایټ چلوونکو؛ محترم ډاکټر ساب لمر، ښاغلی سید عبدالله "ولیزی"، که ژوندی وي "واله" ساب؛ او ګران محترم افغان تحرک صاحب ته په ښو دقایقو کې رسوم.
زه غواړم چې لیکنې ډیرې تکراري او اوږدې نشي؛ نو د ټولو دوستانو په اجازه یو څو لڼډې او مختصرې جملې لیکم.:
۰ دا چې افغان تحرک ساب زما په تېرې لیکنې - او + تبصرې کړی دې ،مڼنه او دزړه له کومې تشکر کوم چې زه ېې (چې اصلاََ د طب ډاکټر یم او په تاریخ او ټولنیزو پوهنو کې هومره لاسرسی نلرم، بیا هم د چا خبره اوس هر افغان آن که ماشوم هم وي سیاستمدار دی!، او لکه په همدې کالم کې د غربت دیار کې ځينې لیکنې او شعرونه هم لیکم ،په هر صورت) ځینو ټکو ته متوجه کړلم.
۰ دا چې د پښتو کیبورډ باندې سهواََ داود په ۲ واو لیکل سوی ؛ یا نظام په ضاد ؟ <> عاقلان پی نقط نروند.!؛ که پخپله افغان تحرک ساب خپلې لیکنې ولولي ، ډیرې انشاېي،ګرامري غلطئ به د ګرانې پښتو په لیکلو کې وګوري او یا ېې زیار ساب،وکيلي ساب باندې اصلاح کړي.؛ ا.د.ن.= مخفف یا لڼډ شکل د او داسې نور دی لکه د انګليش اِتسټرا!
۰ ما مخکې ځلې د افغانستان در ۵۰ سال اخیر پ.ډ.ف.  یو عمومي عبور وکړو او ۱-۲ فصله مې لږ مطالعه کړل؛ اوس مې بیا د ډ. ساب لمر سریزه تکرار ولوسته او دا چې ده پخپله د خپلې ؟ ځوابونه یو څه ورکړي ول، او بیا افغان تحرک ساب هم له خپله اړخه شاربلی و؛ مهمه د ډ.لمر دا آخري پایله وه:" په ځوانانو کې د اتفاق ولولې،د پر مختګ فکر او د هوساینې نظر بې له آیدیالوژیک، ديني، قومي، ژبنیز شکار کیدو!" تزریق کول دي.

۰ما د جنت او جهنم (دوزخ) د اصطلاحاتو سره د < بِلا تشبیه > ګړه چې ډیره مروجه ده او ملا سایبان ېې هم پکاروي ، راوړې وه.
بل دا چې زما د زوکړې کال ۱۳۳۵ ه.ش. دی ، کیدای شي زما ارواء د ماشومتوب په بهشت کې سیر کړی وي!کومه مبالغه مقصدنه وه

۰ما چې د امان الله خان نوم او کړنو یادونه کړې ، یو د ۱۳۴۷ کال څخه ۵۰ کاله پخوا (۱۲۹۷) او راوروسته کې لس کلنه د اماني دورې په بر کی نیسي او هم ما فکر وکړ یو ځل بیا هم وایم آل یحیا خان د خاندان د ختمیدو علت د هغوی غدر د امان الله خان سره و. او د قدرت ساتنې لپاره ېې د مشروطه خواهانو وژل او تر ۱۳۵۲ پورې سلطنت ته دوام ورکول و.په دې برخه کې به افغان تحرک ساب په ټول افغانستان وزین وبثایټ کې د ډیرو درندو پوهانو،تاریخ څیړونکو اوشنونکو لکه کاندید اکاډیمسین سیستاني ساب؛ خواتي ساب. ډاکټر عبد الرحمان زماني ساب، ا.د.ن. لیکنو ته متوجه کوم، او ما هم ډیرئ معلومات د همدو انټر نیټی سایټونو له لارې زده کړي. او تاسو اوس هم له ولس نه د هاشم خان او وروڼو له مظالمو ېې استفسار کولی شئ.( د ۱۳۲۴ د ساپیانو پاڅون...)..
۰په دریمه شمیره کې ما کلمات فیر میر کړی نه ول!
ما لیکلي و چې د بیطرفو ممالکو شمیر زیات شو، لکه هند، چین، ویتنام، مصر، سوریه، عراق، یمن، لیبیا، جزایر، یوګندا، کانګو،د منځنۍ آسیا لکه ترکمنستان،ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان ... د تزارانو او تش په نامه کمونستانو! له شره ډیرئ افغانستان ته پناه راوړله ،چې اوس په ۱۹۹۰ کې ېې استقلالات واخستل.
دلته کومه شعري وزن او قافیه مد نظر نه وه ، لطفاََ زما ځېنې نظمونه په همدې ټول افغان وزین سایټ کې تعقیبولی سئ.!

۰ویښ نخبه ګان یا د فرمانونو په صبور؟ کاغذ باندې تطبیق ته خانانو، ملکانو، د منطقې ارتجاع ، امپریالیزم ( سوسیال او امریکن)، د پخواني پاچا بقایاوو ا.د.ن. پرېنښودل ؛ که نه ارواښاد نور م. تره کي  او ملګرو ېې هر وخت دا ویلې چې د ثور انقلاب یو ملي او ډیموکراتیک د خپله افغان قوتونو په مټو سر ته رسیدلی و چې شرق او غرب په یو وخت ترې خبر شول.!. که بزګران هم ول ، چین کې انقلاب چا وکړ؟؟ ؛ ترکيې کې به مترقیانو شعار ورکاوه؛ : (کارګر+بزګر+ زده کوونکي لاس په لاس د حق په جبهه کښې!).

۰افغانیت، افغاني کلتور، افغاني فلسفې!؟، او افغاني قانون ته مو سلام دی او د زړهء په ستنو مو منلي دي.

۰کرماني په نوم ما څوک ندی ښودلی
۰
دلته د تحرک ساب یوه جالبه جمله:"مرحوم ظاهر خان او مرحوم داود خان د پنځه لس اوه لس افغانان لپاره امنیت، ثبات، رفاه نیت درلود.د دوی کم او د افغان ملت کرم!مګر شه او بد افراد...؛ ...د اود خان متملقین، مشوقین، قدرت طلب افراد، ملي خاینین او د پخوان شوروي توسعه طلبي..." د ریفورمونو مانع شول!!

۰زما د ښپږمې؟ شمارې ځواب ، افغان تهرک ساب داسې لطف کړی"" صادق او آګاه افغانان"".صحيح.

۰ په پای کې غواړم یادونه وکړم، زما او د افغان تحرک ساب بحث به همدومره کافي وي؛
یو خو ما مخکې هم ؟ کړې وه چې دوی خپل شنګ مالوم کړي آیا مستعار نوم دی که کوم ګوند؟ ؛ نر دی که شځه؟.
او زه تاکید کوم چې زه به البته ځینو ایډیالونو ته خوښبینئ لرم، مګر الحمد لله رب العالمین له اووه پښته مسلمان یم او کوښښ کوم با تقوی مسلمان+افغان + ښهء انسان اوسم.
بیا هم هاغه دعا تکراروم چې افغان تحرک صاحب ورته آمین ویلی وء.
په درناوۍ.