د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شاګردپاله زده کړه

محمد روښان ښاد 14.04.2016 11:11

جمهور رئیس غني د نوي ښوونیز کال په مناسبت د ښوونځیو د زنګ د وهلو پرمهال جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال یادونه وکړه، چې افغان زده کوونکي فوق العاده وړتیاوې لري، خو د تدریس اوسني مېتود او د نصاب ستونزو د دوی د وړتیاو د غوړېدا مخه ډب کړې.
په رښتیا هم دا زموږ د زده کړې د اوسني بهیر مهمې ستونزې دي. داسې ستونزې چې له امله یې ښوونکي او زده کوونکي دواړه کړېږي. ښوونکي په دې کړېږي چې کرۍ ورځ لښته په لاس په ټولګي کې ولاړ وي، خو بیا هم زده کوونکي یا خوبولي وي، یا یې پام په بله وي او یا دا چې درس یې نه وي زده. دلیل یې دادی چې د تدریس مېتود غلط دی. زده کړه دوه اړخیز بهیر دی. په دې مانا چې ښوونکی او زده کوونکي دواړه باید په کې فعال او سهیم وي، خو زموږ د ناسم تدریس له امله یوازې ښوونکي فعال وي، مګر زده کوونکي لا هم غیر فعال دي.
تر هغو چې د زده کړې او تدریس اوسنی بهیر بدل نشي او پرځای یې نړیوال او منل شوي مېتودونه دود نشي، نو تر هغو به همدغه وضعیت روان وي، ښوونکي به مو ستړي وي، خو شاګرد به ټکی درس نه یوازې چې نه زده کوي، بلکې له درسي مېتوده به ستړي او ناراضه وي.
د دغه اوسني تدریسي مېتود ښه بدیل شاګردپاله زده کړې دي. ځکه شاګرد پاله زده کړې ګڼې ښېګڼې لري. دلیل یې دا دی چې زده کړه او درسي فعالیتونه په کې زده کوونکو ته د لوبو هومره خوندور وي، ځکه زده کوونکي د استاد مخې ته لکه بت په غټو سترګو دم ختلي او بې روحه نه وي ناست، بلکې په درسي فعالیتونو کې ونډه اخلي، ونډه څه چې هر څه دوی په خپله کوي. داسې چې ښوونکي درسي فعالیتونو پلانوي، بیا په انفرادي، جوړه یي او ګروپي شکل زده کوونکي د هغو فعالیتونو ترسره کولو ته ور بولي.
زده کوونکي هر څه په غور او دقت ترسره کوي، فکر یې په همغو فعالیتونو ور ټول وي او د ښه ترسره کولو لپاره یې ګټورې لارې او ګودرې لټوي، ځکه یې نو دغه درسي فعالیتونه په یاد پاتې کېږي. یانې په شاګرد پاله زده کړو کې ښوونکی یوازې د لارښود حیثیت لري، پاتې ټول فعالیتونه زده کوونکي په خپله ترسره کوي او ګټه یې داده چې زده کوونکي فعاله وي، درسي ساعت نه پرې غمېږي. دوی حتی هیڅ په دې هم نه پوهېږي چې درسي ساعت یې څنګه خلاص شو.
د شاګردپاله زده کړو بله ګټه داده چې په شاګردپاله زده کړه کې زده کوونکي یوازې معلومات نه زده کوي، بلکې له معلوماتو څخه د ګټه اخیستنې عملي مهارتونه هم زده کوي.یانې په دغه ډول زده کړه کې زده کوونکي هر څه حافظې ته نه سپاري او میخانیکي زده کړه نه کوي، بلکې څه شی چې زده کوي هغه په عملي او ورځني ژوند کې کارولی شي او یاد درس او مفاهیم یې تر پایه له ذهنه نه وځي.
شاګردپاله زده کړه له دې پلوه هم زده کوونکو ته خوندور وي چې په درسي فعالیتونو کې د ښوونکي پر ځای له خپلو ټولګیوالو او ملګرو سره بوخت وي، چې په خپلو کې ډېر انګر منګر نه سره لري، له کومې وېرې او بې زړه توب پرته یو له بل سره مرسته کوي او یو له بل مرسته غواړي، ځکه نو زده کوونکي له شاګردپالې زده کړې سره خوښ او راحته وي.
د ښوونې او روزنې مسوولینو او ښوونکو ته ښایي چې د هېواد د اولادونو د سمې روزنې په موخه د تدریس اوسني مېتودونه بدل کړي او پرځای یې له هغو مېتودونو ګټه واخلي چې هم ښوونکي ورسره راحته وي او هم زده کوونکو ته د ښې او باکیفیته زده کړې امکانات ډېر کړي.