د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رسنیو ولې اتمر پسې را اخیستې؟

محمد روښان ښاد 02.04.2016 15:35

ځینې تش په نوم ازادې رسنۍ نه یوازې له ښاغلي اتمر بلکې له هر ژمن، پوهه، ملي او خواخوږی افغان سره دښمني پالي، ځکه چې دغه رسنۍ د افغانستان د دښمنانو له لوري تمویلېږي او د بهرنیو استخباراتو، کورنۍ مافیا او نورو حلقو له لوري هر ځل دېته لمسول کېږي چې ښاغلی اتمر او د ده په څېر نور ملي شخصیتونه وښکنځي.
ښاغلی اتمر ځکه تل په نښه کېږي، چې هغه د شخصیت، وړتیا او موقف لپاره همدغومره مهم دی. دوی د ښاغلي اتمر له شخصیت او مدیریت څخه په وېره کې دي، ځکه  د افغانستان دښمنان وېرېږي چې که ښاغلی اتمر په همدغومره قوت لګیا وي د افغانستان د سوکالۍ او د اوسني نظام د پیاوړتیا لپاره همدغسې ژور او اساسي ګامونه اخلي، نو افغانستان به په لږ وخت کې د ارامي، هوساینې، سوکالۍ او ثبات خاوند شي، خو بهرني استخبارات، د افغانستان دښمنان، مافیایي ډلې ټپلې او د دوی لاسپوڅي په ټول قوت د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه نیسي، ځکه دوی په وران، ویجاړ، احتیاج، محتاج او کمزوري افغانستان کې خپلې ناوړه ګټې ویني.
دغه مغرضې، پردیپالې او افغان دښمنه رسنۍ تل د ښاغلي اتمر لپاره وړې وړې پلمې لټوي او کله چې کومه وړه پلمه په لاس ورشي، نو دوی لویه ډنډوره ترې جوړه کړي. لکه د افغانستان د کانونو او پټرولیم د وزیر ښاغلی داوودشاه صبا د استعفا مسله چې له ښاغلي اتمر سره هیڅ ډول تړاو نه لري، مګر رسنیو چې د ښاغلي اتمر د ښکنځلو لپاره په دې وروستیو کې بله پلمه نه لرله، نو دغه مسله یې له ښاغلي اتمر پورې وتړله.
ځینو رسنیو داسې لیکنې او اوازې خپرې کړې چې د داوودشاه صبا په استعفا کې د ښاغلي اتمر لاس دی او نوموړي هغه دېته اړ اېستلی دی چې باید له وزارته استعفا وکړي، مګر داوودشاه صبا په خپله نارې وهي او استدلال کوي چې د چا د فشار له امله یې استعفا نه ده کړې، بلکې په خپله یې د استعفا ورکولو تصمیم نیولی دی.
خو دغه تش په نوم افغانی او ازادې رسنۍ حقیقت او د ښاغلي صبا استدلال ته ځکه ارزښت نه ورکوي چې دوی نه د داوودشاه صبا د استعفا په کیسه کې دي او نه هم دا ورته ارزښت لري، چې اصل حقیقت څه شی دی، بلکې دوی ته یوازې دا مهمه ده چې څنګه د ښاغلي اتمر پر وړاندې د خلکو ذهنیتونه خراب کړي، د هغه په هکله شک، بې باوري او بدبیني ډېره کړي او هغه د خلکو په ذهنونو کې وټکوي، ځکه دوی ته خپلو بهرنیو بادرانو او داخلي مافیایي کړیو د یو څو پیسو او امتیازاتو په بدل کې همدا دنده ورکړې ده چې په دې برخه کې پرېمانه او بې اساسه تبلیغات وکړي.
خو دا چې ځینې رسنۍ او افراد او اشخاص ملي صبغه او افغاني برنامه نه لري، نو له دې امله د ټولنې په منځ کې هیڅ ډول محبوبیت او باور نه لري او نه یې هم څوک تبلیغاتو ته ارزښت ورکوي، ځکه افغان ولس اوس په دې ډېر ښه پوهېدلی او پوهېږي چې چاته ارزښت ورکړي؟ چاته غوږ ونیسي او څوک د دوی خواخوږي دي؟
لنډه دا چې ځینې افراد او اشخاص او یا رسنۍ له اتمر سره کومه شخصي دښمني او بدبیني نه لري، بلکې هغوی د خپلو بهرنیو بادرانو له لوري دېته استخدام شوي دي چې له ښاغلي اتمر سره باید دوی خپله دښمني وپالي، ځکه که داسې ونه کړي، نو دوی خپل امتیازات او نامشروع ګټې له لاسه ورکوي، دا چې دوی ته تل ملي ګټې، ملي شخصیتونه او ملي ارزښتونه بې مانا دي، نو ځکه دوی د نورو په خوله او لمسون له ښاغلي اتمر سره دښمني پالي.