بي منطقه استدلال
15.12.2015 10:14روانو حالاتو ته په کتو د حکومت په بېلابېلو چارو کې ګڼې ستونزې او مشکلات وجود لري او د حل په موخه یې هم د یو با توانه میکانیزم د موجودیت تشه احساسېږي.
له تېر لس کلن حکومت څخه را پاتې ادارې، اشخاص او سیستمونه په هغه ډول فاسد او مفسد دي چې د ګټې اخیستو پر ځای یې ستونزې او زیانونه زیات پېښېدای شي.
په حکومت کې اوس هم یو شمېر کړۍ شته چې مافیاوي ځانګړتیاوې لري او د تقویت ډاډمن فشارونه یې د لا دوام وسیله ګرځېدلې ده. کله ناکله داسې احساسېږي چې د همدې دولتي چارواکو له خوا ځینې ناسمې او له خیانت ډکې کړنې تر سره کېږي او په ګڼو اختلاسونو کې لاس لري؛ نه یوازې د ملي یوالي لپاره هغه عناصر چې د ملي یوالي حکومت پرې تکیه کوي، په لازم ډول پر ځای کولای نه شي؛ ورسره لا د کندو په جوړولو کې خورا اغېزمن رول لوبوي.
ښه بېلګه یې د ولسمشر د حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي پر واسطه او فشار د کابل بانګ د لوی داړونکي پېروزي لپاره د سمارټ ښارګوټي د جوړېدو قرار داد وو چې پر حکومت یې د باور فضا را تنګه کړه او دې ته ورته نورې.
د یو شمېر هغو اشخاصو موجودیت چې د ولسمشر پر وړاندې په مستقیم او غیری مستقیم ډول د تخریب هڅه کوي چې ښه بېلګه یې پر ولسمشر بېلابېلې نیوکې او د نیمکړتیاوو په نومونو بېلابېل ډول تورنه او د هغوی د لفظي تېروتنو جدي نیول او ورته نور... ټول هغه څه دي چې د ولسمشر تر زنې لاندې اشخاص او ډلې یې په ډېره بې صبرۍ پروپاګند کوي او د اذهانو د بدلون هڅه کوي. دوی یوازې هغه څه چې باید برملا شوي نه وای او پکار هم نه وه؛ را اخلي او د رسنیو مخته یې غورځوي، بېانو ځینې شناندي پرې تر هغې شوخند وهي چې ښه یې برملا او اوبه پرې خړې کړي.
که څه هم چې اداري فساد، امنیتي او اقتصادي ستونزې، د سولې د بهیر هڅې، له ګاونډیانو سره بېلابېل مشکلات او د ښو اړیکو نه شتون د ملي یوالي حکومت لپاره د حل په موخه په لومړي توب کې قرار لري او د یو منظم میکانیزم د نه شتون له کبله یې چارې په ټپه درېدلي دي، د نا منظمې ادارې موجودیت یې لوی لامل ګڼل کېږي. چې د یو او دوو کالو په اوږدو کې نه یوازې دغه چارې رنګ نشي راوړلای؛ بلګې یوازې د ادارې تنظیم که وشي لویه لاسته راوړه یې ګڼلی شو.
اوس چې ځینې شناند او کارپوهان په رسنیو کې د حکومت په بېلابېلو اړخونو نیوکې کوي او یا ولسمشر ګرم بولي، نیوکې یې تر یوه حده پر ځای دي او پکار هم ده؛ خو له بده مرغه چې یاد شناندي یوازې د ملي یوالي پر حکومت نیوکې کوي، هغه غندي او سپکوي یې، د ولسونو باور پرې کموي او پرته له دې چې په لالج یې اخته کوي؛ نور څه نه وايي. په داسې حال کې چې پکار وه، د نیوکو تر څنګ یې د هغوی په حل لارو فکر کړی وای، د شته ستونزو د حل په موخه یې د حکومت ملاتړ کړی وای، په هغه چا یې په زغرده نیوکه کړې وای او د هغوی له جیبونو یې تمه پرې کړې وای چې په دې ډول اداره یې ورته پرې ایښې ده او د دغسې حالاتو په راوستلو کې یې له هر ډول لارو چارو کار اخیستی دی.
دا چې اوس یو حکومت وجود لري او له دې پرته هیڅ بدیل نه لیدل کېږي؛ تر څو اقتصادي، امنیتي او ګڼې نورو ستونزې چې حکومت او ولسونه ورسره لاس او ګرېوان دي حل کړي او دوام ته یې د پای ټکی کېږي.
اوس نو پکار ده چې له هر څه سره سره بیا هم د شته حکومت نقد پر ځای او د هغوی د ښه کېدو په موخه فکر وکړو، ولسونو ته هغه ډول ذهنیت ورکړو چې په اوس وخت کې پکار دی او له شته لالج نه یې د تل لپاره خلاص کړو.
د اشرف غني پر مشرۍ شته حکومت سره له دې چې ستونزې او مشکلات به لري؛ تر هغوی یې ګټې زیاتې دي او اوږد مهال لپاره ښه پلانونه پلي کولای شي؛ خو که همدا پروپاګند پای و مومي او په لازم ډول یې ملاتړ وشي.

