د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې روان بهیر

شاولی ارین 27.07.2015 11:15

ایا دسولی دپاره روانی خبری به دافغانانو دروانی غمیزی دپای ټکی وی
ټولو هیوادوالوته جوته ده چې دداکتر محمد اشرف غنی او ډاکتر عبدالله عبدالله دتحمیلی ملی یووالی حکومت دجوړیدو سره جوخت ددوی ترمنځ ددولت او حکومت پرسردویش دنه جوړیدو له امله جمهور رئیس په ټوله کې دسولی او تفاهم ته دلار میندودپاره بهرنیوهیوادوته چې دسولی په پروسه کې اغیزمن بریښیدل تګ راتګ وکړلکه،سعودی عربستان،چین،پاکستان، هندوستان اوامریکا چې موخه یې دطالبانوسره دسولی اوجوړجاړی دخبرودپاره دلاری خلاصول ترڅوپه هیواد کې دټولو بدبختیواوروانی غمیزی اساسی لامل چې جنګ او ورور وژنه ده،ورته دپای ټکی کیښوول شې.                                 دهمدی هلوځلوپه نتیجه کې دپاکستان حکومت دی ته اړایستل شوترڅودطالبانومشران دخبرواترومیز ته وهڅوی.دا لومړی ځل وچې طالبانوپه رسمی توګه دافغانستان دولت سره خبروته کیناستل ،چې په خبروکې د امریکا او چین استازوهم برخه  درلوده،چې دادی دخبرو دوهم پړاوبه په نږدی راتونکی کې بیا پیل شې.                                                   دافغانستان ددولت اوطالبانو ترمنځ درسمی خبرواوهمدا ډول دافغانستان په رابطه دپاکستان دهیواددسیاست او ستراتیژئ په هکله افغان اونړیوال شنونکی اوسیاستوال توپیریزغبرګونونه لری .یوشمیرخوراډیرهمدا اوس هم دپاکستان اوسنیوپالیسیواو ستراتیژیو ته دشک په سترګه ګوری اوددی دری متل پربنسټ چې(زیرکاسه نیم کاسه است)دروانوخبرو اترو بهیریواځی د پاکستان په ګټه دیوی نوی لوبی پیل اوعملی کوول بولی.ځکه چې پاکستان دخپل جوړیدو راوروسته بیا تر ننه پوری زموږ دهیوادپه هکله غیرعادلانه او ددسیسواودښمنیونه پرته بل چلند نه ده ترسره کړی.                                                سوله زمودهیواداوهیوادوالویوه بنسټیزه اړتیا ده،دی موخی ته درسیدودپاره بایدله ټولوامکاناتواولاروچاروکارواخیستل شې البته دهیواد دملی ګټو اوارزښتونه په نظرکې نیولو سره،زما له انده دسولی دروانی پروسی دمخه او یا همدا اوس هم وختی ده چې ددی بهیر دپیاوړتیا،استقلالیت،اعتماد او باورمندی دپاره لاندی مهموفکتورونو ته ددواړو لوروپام راواړوم.           ۱-دسولی پروسی او ضرورت ته باید دیو ملی ارمان په توګه وکتل شې نه دامتیازاخیستواوورکولوپه سترګه،دا یو مسلم حقیت دی چې دسولی دبهیردواړه خواوی په بهرنیو هیوادوپوری تړلی او خپلواک نه دی،خودهیواد دلوړو ګټوپه نظرکې نیولو سره چې جنګ دحل لارنه ده دڅلوروتیرو لسیزودترخوازموینوپه نظر کې نیولو سره دخپلونږدی متحیدینوسره د خپلو اومتحدینودګټوپه نظرکې نیولودخبرودمخه یوه جوړجاړی ته سره ورسیږی خو بیا هم تاکید پری کوم چې دهیواد ملی ګټی باید دواړو لورو ته دبل هرڅه نه لوړارزښت ولری.                                                                                 ۲-دسولی په خبروکې داستازوټاکل اوبرخه اخیستل یو بل مهم ټکی دی.تیروڅوارلس کلنوترخوازموینو وښوده چې دسولی په شورا کې درئیسانوپه ګډون استاد ربانی اوبیا وروسته په میراثی توګه ددغی څوکی بښل صلاح الدین ربانی ته چې دوی اوددوی ګونداسلامی جمیعیت دطالبانوسره دجنګ اصلی لوری اودامریکایانوداشغال دچاروکره عاملین اودروژی په مبارکه میاشت کې چې امریکایانو حتی نه غوښتل پرطالبانوبمونه واچوی مګرمرحوم ربانی صاحب فتوا ورکړه چې بمونه اچول پردوی روا دی،نوڅنګه کیدای شول چې بیا اوراو اوبه دی دواړه سره یو ځای دسولی خبرو ته کینی، دپورتنیوتیروتنو په نظرکې نیولوسره داوارباید دواړه اړخونه دسولی دبهیر دپاره با صلاحییته،پاک،په هیواد او خلکومین،ملی اوهیوادنیوګټو ته صادق،دینی عالمان،مدنی ټولنواو داولس داستازوپه ګډون داسی استازی وټاکی چې داوسنیو شرائطوپه نظرکې نیولوسره د هیواد او هیوادوالو غوښتنواو اړتیاووته ژمن وی اوصادقانه ګامونه په دی لار کې پورته کړی.                                 ۳-بل مهم اوبنسټیزاصل په هیواد کې دملی یووالی حکومت دمشرانواوټیمونودغړو ترمنځ دسولی دبهیرپه هکله واحد دریځ دنظریووالی دهیواد دیواړینی اړتیا په توګه ددی اصل نه په نظراوعمل کې ملاتړ،چې په ډیره خواشنی سره په دواړه لورو کې دغه تشه لیدل کیږی چې دښاغلی محقق وروستی خبری د طلوع دتلویزون سره یې ښکاره بیلګه کیدای شې،چې دطلوع تلویزون هم وار وار دغه غیرمسؤلانه خبری خپری کړی.                                                                         ۴–دسولی دپروسی په خبرو کې پاک،روښانه اوبی پری دریځ اودخبروهغه لانجمنی ستونزی چې د پروسی د پرمختګ مخه ډب کوی دهیوادوالو،مدنی ټولنو،بین المللی سوله ایزو نهادونواسلامی هیوادونو او ملل متحد سره په چټکی شریکول اودحل لار ورته میندل.هیڅ داسی یو څه چې پروسه زیانمه وی باید دهیوادوالو نه پټه نه شې.او عامه نظر غوښتنو ته واچول شې،باوری یم چې اوسنی ولس هغه پرونی نه دی.دخپل هیواد دلوړو ګټو په هکله ښه فکر کولای شې.               ۵-دهیواد درسنیورول اوصادقانه برخه دسولی دپروسی په هکله.دا یوحقیقت دی چې په هیواد کې ۹۵سلنه رسنی خپلواکی نه دی اونه به وی،چې دبهرنیوهیوادوکورنیومافیایې کړیوپه مالی لګښت اوداستخباراتی چینلونوله لاری کنترول اوپروګرام ورکول کیږی ،نوځکه کیدای شې دخپلونارواګټودعملی کولوپه لارکې دهیوادوالوذهنیتونه ګواښمن کړی،دولت په دی هکله په خاص ډول دکلتوراوفرهنګ وزارت باید خپلی څیړنی اوکنترول ګړندی کړی اود طلوع دتلویزون شانته تبلیغاتواووران  کاریومخه ونیسی.                                                                                                                       ۶-دسولی په پروسه کې دافغانستان دبین المللی متحدینو او په خاص ډول دامریکا اساسی رول، نیت او اراده.                دا باید دیومسلم حقیقت په توګه ومنوچې دافغانستان د روان جنګ یوعمده ، اساسی اوټاکونکی لوری امریکا ده او وی به.  زه باور لرم چې امریکایانو په تیرو۱۴کلونو کې ونه غوښتل چې هیواد کې سوله راشی اونه همدا اوس هم غواړی،چې دا په خپله دسولی دپروسی دپاره یوستر ګواښ دی.باید وویل شې چې په دی رابطه دهیواد دچارواکوپټه خوله پاتی کیدل، دیو کره اوبربنډی داسی ستراتیژی چې ددواړو هیوادودګټوتضمین او ګرنټی په کې شتون و لرلی نه موجودیت،اداری فساد اود هیواد دچارواکودکورنی او بهرنی سیاست ناکامه دریځ اودبین المللی ټولو امکاناتو نه دهیواد اوخلکو په ګټه نه استفاده کول چورچپاول،دتنظیمی اومافیایې ډلوپیاوړتیااونورسلګونه منفی پدیدوبین المللی ټولنه اوامریکا په افغان ولس بی باوره کړی اودیوښه متحد اوسترتیژیک ملګری په توګه پری اعتماد او باور نه شې کولای،نوځکه افغان چارواکو ته اړینه ده چې ددی تشې دډکولودپاره دیوی نوی هراړخیزی ستراتیژئ لاری ولټوی اوعملی یې کړی ترڅودبین المللی ټولنی اوامریکا باورتر لاسه کولای وشې اوهمزمان دسولی په روان بهیرکې امریکایانوته قناعت ورکړشې چې دوی دافغانستان دایمی دوستان او ستراتیژیک ملګری پاتی کیدای شې البته دسولی دراتګ نه وروسته هم.زه یووار بیا تاکید کوم ترڅوچې دافغانستان دولت او سیاسیون دافغانستان او امریکی ،دافغانستان او پاکستان دګډو ګټو،روښانه ستراتیژی اومشخص تعریف ونه لری او همدا ډول په هیواد اوسیمه کې دامریکایانودموجودیت دموخوښکاره تعریف اوڅرنګوالی روښانه نه شې دسولی پروسه به دګواښ سره مخ وی.زه باورلرم که چیری امریکا وغواړی اوپه عملی او حقیقی ډول په پاکستان فشار راولی ډیر ژرروانه غمیزه پای ته رسیدی شې،نو ځکه ویلی شم چې دسولی او خبرو اساسی لوری او اړخ باید په سر کې امریکا او پاکستان وی نه طالبان.طالبان یو وسیله ده چې په سیمه ایزه برخه کې تری پاکستان او بین امللی کچه کې تری امریکایان ګټه پورته کوی. په ټولیزه توګه دا باید هم هیرنه کړواوډیر ناهیلی نه شو چې پاکستان هم اوس دډیرو ستونزو سره لاس اوګریوان دی او هغه اورچې دوی بل کړی ددوی دسوزیدوعامل ګرزیدلی او روان دی،له بله پلوه چین، روسان اوهند هم نه غواړی په سیمه کې نور جنګ دوام ومومی،داروپایانواقتصادی ستونزی اودقاچاقو او مخدره موادو زوراو اغیزو بین المللی ټولنه اوګاونډی هیوادونه دی ته اړباسی چې سولی ته لومړیتوب ورکړی نسبت جنګ ته،بیا هم که چیری دپورتنیوفکتورونود اړتیاووارزښتونوپه نظر کې نیولو سره دسولی دپروسی اړخونه سم ګامونه واخلی یو څه هیلی شته چې وروروژنه پای ومومی . 

ومن الله توفیق