د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تنده

سیدمنتظرشاه 20.01.2015 10:04

که په ړنګ ګودر
راغللې،
د مات منګي په شنه غړۍ کې
دروی پیغلې دي  
ویې وپوښته
له سرو لپو یې اوبه څاڅي
راشه
تنده پرې ماته کړه
هسې نه چې هیرې دې شي
او
له شهید ګودره
تږی ولاړ شی
۱۳۷۸/۸/۱۵
بوډیالۍ- ننګرهار