ولس مشره نورې ملنډې وهل بس کړه
05.12.2014 10:22کله چې په افغانستان کې نوې ټاکنې پیل شوې زما په شان ډیرو نورو ځوانان هم د ولس مشرغني په څنګه کې ودریدو تر څو مو دا وران هېواد یو ځل بیا د ګاونډیانو سیال شي، ماشومان یی تعلیم وکړي، مشران او چارواکي یی داسې کسان شي چې هېواد او خاورې ته وفادار وي او په حکومت کې بنسټیز تغیرات راشي، تقریبا ډیرو خویندو، وړونو، میندو او پلرونو د یو آباد افغانستان له پاره رایه ورکړه تر څو یی ماشومان نور له دې جنګونو بهر شي او په یوه سوله ییزه فضا کې ژوند وکړي، لومړي ټاکنې چې تیرې شوې او پنځوس جمع یو رایه د ټاکنو د خرڅ شوي کمیسیون په وینا پوره نشوه بیا یی دوهم ځل ټاکنې پیل کړي او په دې ځل له لومړي ځل څخه ډیرو کسانو د اشرف غني ملاتړ وکړ او په داسې نا امنو سیمو یې د اشرف غني په ګټه خپله رایه وکاروله چې هر قدم یی له مرګ سره تړلی و خو بیا یی هم دا ولس شرم یوازي پرینښود او رایه یی ورکړه،خو دې خاین زموږ د رایو سره څه وکړل؟
د ټولو رایه یې خرڅه کړه او هغه کسان یې ټول ناهیلي کړل چې ته یی په سختو امنیتی حالاتو کې رایه ورکړه، د خپل هغه ژمنه له ملت سره ماته کړه چی ویل به یې سهامي شرکت نه جوړم،
زه دې ولس شرم ته وایم چې کله دې دا سهامي شرکت جوړولو او بیا دې هغه غله او پروني مسفد خلک په حکومت کې درسره شریکول د دوهم ځل ټاکنو اړتیا څه وه؟ ولي دي دومره د وفادارۍ چیغې وهلې؟
خلک وايي چې ته هم نه یی ملامت ځکه په تا هم فشارونه ډیر و؛ خو که تا رښتیا غوښتل چې هغه خلک چی تا ته یی رایه درکړي خرڅ نکړی؛ نو داسی اعلان به دې کړی و چی آی خلکو: تاسو ما ته رایه راکړه او زه مو د خپل مشر په توګه وټاکلم اوس می ځینې خرڅ شوي کسان نه پریږدي چې حکومت وکړم نور تاسو پوه شي او د خپلې رایه دفاع مو. ولي دي بیا د پټو دروازو شاته حکومت وویشلو؟ ولي دی خپل طرفداران خرڅ کړل؟ تاسو خو نه ستاسو خپل وضعي قانون (دیموکراسی) ته احترام وکړ او نه مو اسلامي قانون ته، ستا د دې خیانت پایله دا شوه چی اوس په هر رسمي لینده کي ته او عبدالله دواړه یو ځای داسې ګرځی که بنې چې په تیرو ورځو ستاسو په کنفرانس ټول افغانان وشرمیدل او دې نورو هیوادونو به هم فکر کړی وی چی یو هیواد او دوه ولسمشران!
ستا له دې ظلمونو به را تیر شو چی هر څه دی وکړل تیر شول خو اوس دې بیا په افغانستان پسی راختسې ده او غواړي چې زموږ هویت خرڅ کړې او یو بل لوی خیانت له دې ملت سره وکړي، اول دې زموږ رایه خرڅه کړه بیا دې زموږ هېواد په امریکا چې د مرستي په نوم یی ټول افغانان ووژل خرڅ کړ، اوس غواړي زموږ هویت خرڅ کړي او لیري به نه وی چې سبا به د دریوند سند لاسلیک کړي او بل سبا به نیم نور هېواد په ایران او تاجکستان خرڅ کړي.
نور په دې مظلوم ملت ملندې وهل بند کړئ داسې نه چې دا ویده ملت یو ځل را ویښ شي او تاسو چارواکي یو ځل بیا دې ته مجبور کړئ چې په ګاونډیو هیوادونو کې د سړکونو په سر جوس او نور توکي خرڅ کړئ،
موږ سوداګرو ته اجازه نه ورکوو چې له ملي هویت سره مو لوبې وکړي، له بریښنایې پیژندپانو د افغان کلمه ایستل له افغانستان او افغانانو سره لوی خیانت دی او نه څوک دومره واک تاسو ته درکوي چې دا قانون توشیع کړئ.
موږ ستاسو د جوړ شوي اساسي د څلورمې مادې مطابق د افغان هویت لرونکې پیژندپاڼې غواړو او بس !!!

