پښتون په کې برباد شو!
28.05.2014 17:23مونږ پښتانه هم عجيب خلک يو.
که رښتيا ووايو نو بايد ومنو چې ډېر مجبور خلک يو.
ډېر مونږ يو او واکمن نور دي،
په خپل وطن کې په وېره او ډار ژوند کوو،
په خپل وطن کې د نورو تر فشار لاندې يو،
په خپل وطن کې په خپله ژبه خبرې نه شو کولی،
په خپل وطن کې په خپله ژبه د زده کړو او لوړو زده کړو لپاره مبارزې کوو،
په خپل وطن کې د دفتر او ديوان پښتو کولو لپاره خواستونه کوو،
د وطن اصلي استوګن مونږ ځان ګڼو، ش په نامه مشرتوب زمونږ وي خو اصلي واک د نورو وي،
عادي وګړی، مامور او کارګر خو يې پرېږده حتی چارواکي، پاچايان او ولسمشران موهم د مجبوريت شپې تېروي. او حتی په خپله ژبه غږيدی نه شي چې اخر ترې وېره هم شي.
دا ځکه چې مونږ افراطيان يو!
مونږ شعوري کمزوري يو!
او د افغانستان لږکيان چالاک او بازاريان دي!
دوی تل د (همپالنې او همديګر پذيرۍ) چغې وهي خو دوی هيڅکله هم مونږ نه شي زغملی.
که د دوی مخکې چا په پښتو خبرې وکړې نو سمدستي ورته فاشست او ځان تر نورو لوړ ګڼونکی وايي.
که د سپين غره په لوړه څوکه کې د دوی يو (سادو) په خيرات پسې لکړه په لاس راشي هم ځان مجبور نه ګڼي چې خيرات په پښتو وغواړي، بلکې پښتون خان مجبور دی چې په خپل کور کې هم له يو خيراتمار سره د هغه په ژبه وغږېږي.
همدا راز د دوی يو وزير او د ولسمشر مرستيال مجبور نه دی چې ځان ملي وګڼي او له ورغلو پښتنو سره پښتو خبرې وکړي خو زمونږ هر چارواکی مجبور دی چې له پښتو تېر شي!
ولې داسې هم نه ده چې دوی مونږ په زور مجبور کړي يو، بلکې دوی چالاکي کوي او مونږ له خپل حق نه په تېرېدو کې د ليونتوب تر کچې افراط کوو!
دا ځکه چې مونږ د خپل حق تر پښو لاندې کولو کې افراطيان يو او شعوري کمزوري يو!
مونږ ته دا مليتوب ښکاري چې خپل حقونه، ملي شعاير او ملي ګټې تر پښو لاندې کړو او لږکيو ته ترجيح ورکړو. ځکه چې فاشست راته ونه وايي.
دې بازارتېزانو او چالاکانو هر وخت زمونږ له همدې کمزورتيا (افراطيت) څخه ناوړه ګټه اخيستې ده.
لنډ مثال به يې په افغانستان کې انتخابات در واخلو!
که ټول هزاره د يو قوم په توګه د محقق له ټولو جرمونو او جناياتو سره سره يوازې محقق ته رايه ورکوي نو کومه بده خبره نه ده!
که ټول تاجيک يوازې عبدالله ته رايه ورکوي هم کومه بده خبره نه ده.
همداسې دا نور هم در واخله
خو چې د پښتون خبره شي نو ټولو خولې وازې کړې وي چې : ( بايد ټاکنې قومي نه شي) !
نو تاسو خپله فکر وکړئ چې ایا دوی چالاکان نه دي؟
ايا پښتون ورته ډېر ساده نه ښکاري؟
مونږ خو د همغه عبدالله صالح څو احساساتي خبرو ته دومره چکچکې وکړې چې لاسونه مو تڼاکي شوه خو دا فکر مو نه ؤ کړی چې دی کله د امنيت رئيس ؤ ايا د دوی د ولسوالۍ ډوله ولايت پرته بل څوک هم چېرته د امنيت لوړ پوړی چارواکی ؤ؟
زه خو وايم راځئ نور
غټ غټ ونه غږېږو،
غټې غټې دعوې ونه کړو،
سترې سترې خبرې پرېږدو،
له تېرو تېر شو
او
پر ځای يې
رښتونی ملي فکر وکړو
هغه دا چې وطن (نوي يمو) کلونو ته له بېرته ورستنيدو وژغورو،
وطن د جنګي جنايتکارانو په واک کې ورنه کړو،
ملا هم پوه کړو چې د پښتون جومات له ممبره د پښتون د سپکاوي او ورکاوي اعلانونه ونه کړي!
د لنډه غر او بلډوزر مخه هم ونيسو چې په پښتنو ملنډې ونه وهي او پښتنې قبيلې د ګډو او وزو غوندې په هر چا پسې لښکر نه کړي!
تجار او سوداګر هم پوه کړو چې په نورو پسې اودريدل ستا د بانکونو غلاوې او غصبونه نه شي خوندي کولی.
په پرديو استخباراتي کړيو پورې تړلي هم وګواښو چې ځان وپېژني
او همدا راز عوام هم پوه کړو چې قبيلويت پرېږدي په ريښتوني معنی ملي شي او وطن غني کړي.
او
که له افراطيته مو لاس وانه خيست،
شعوري نه شوو
په ولسواک ټاکنيز بهير کې مو خپل اکثريت ثابت نه کړ،
او په هر للو او پنجو پسې لښکر شوو نو
بيا به هيڅ دا ګيلې نه کوو چې:
د پښتنو د ورکيدلو دسيسې پلې کېږي،
د پښتون بچي ته د ښوونځي دروازې تړلې دي،
پښتانه له سياست او حکومته شړل شوې دي،
پښتون ته د دې وطن د يو وګړي حقوق نه ورکول کېږي،
د پښتو ټکی په لوحه نه پرېښودل کېږي،
بيا به نو ګناه د هيچا هم نه وي بلکې زمونږ د شعوري کمزورتيا نتيجه به دا وي چې:
بې کاره بې تعليمه راته پاتي خپل اولاد شو
پښتون غریب برباد شو نه

