په کندهار کې د پولیسو د جبر چاړه هډوکي ته رسیږي
14.05.2014 09:37دهماغې تورې دورې څخه دوه لسیزې وروسته دغه ښار یوځل بیا دهماغسې وحشیانو په منګولو کې ښکیل دی، چې کړنې ، جرمونه او جنایات یي کټ مټ هغه دي، یوازې یي عاملین بدل دي.
له پرون راهیسې دکندهار دامنیه قومندانۍ مخې ته یو سپین ږیری پلار او یوتنکی ځوان د یوه غرغره شوي ځوان له جسد سره ولاړ دي او دعدالت چیغې وهي،دکندهار ښار دکارته معلمین اوسیدونکی عبدالغني وایي چې ۲۶ کلن زوی یي حضرت علي له پولیسو سره تر لفظي شخړې وروسته نیول شوی پولیسو په پوسته کې سخت شکنجه کړی او وروسته یي په غاړه کې پړی وراچولی او تر هغو یي راځوړند کړی چې ساه یي ختلې ده.
د کندهار اوسیدونکي چې د وژنې دې وروستۍ پیښې سخت غوسه کړي دي، وایي چې دا یوازینۍ پیښه نه ده بلکې په کندهار کې په وروستیو څو کلونو کې په مسلسل شکل دا ډول پیښې رامنځته شوي دي، دوی دکندهار پولیس، ملي امنیت او سرحدي عسکر دهیواد په سطحه وحشي ترین وسلوال بولي، چې په منظمه توګه عام خلک د مخالفینو په نامه نیسي ،شکنجه کوي او وژني.
دکندهار ښاریان وایي چې ددې ښار پولیس ځانګړی ظالمانه قانون لري او هغه داچې د جرم په شک نیول شوی کس قضایي اورګانو ته نه لیږل کیږي،بلکې دامنیه قومندان جنرال رازق په امر په پټه وژل کیږي، چې تراوسه په داسې ډول سلګونه بې ګناه انسانان وژل شوي چې رسنیو هم پرې خوله پټه ساتلې، دکندهار ښاریان وایي که په کوم کور باندې د پولیسو شک شي چې له طالبانو سره همکاري لري، پولیس ورځي پرته له تفتیش څخه دکور سامان ته اور اچوي ،کور په بمونو الوزوي او اوسیدونکي یي زندان ته اچوي.
د کندهار سراېله پولیس نه یوازې دخلکو په ژوند او ملکیتونو بریدونه کوي بلکې دخلکو عزت او ناموس هم ترې په امن نه دی، ددې ښار داتمې حوزې قومندان چې په جاجو شهرت لري یوه میاشت وړاندې د اپریل میاشتې په اتمه نیټه دشپې په دوولس نیمې بجې دیوې پښتنې شاعرې مینه انتظار په کور ورواوښت، په داسې حال کې چې په کور کې نارینه نه وو، هڅه یي وکړه چې ددې کور ښځې خپلې پوستې ته بوزي، مګر کله چې دښځو لخوا ورسره مقاومت وشو نو یو طلایي امیل او ۲۲ زره افغانۍ یې غلا کړې او بیرته دپوستې په خوا لاړ.
دا پیښه چې د مسلمان دکورني حریم د نقض جدي پیښه وه ، په کندهار ښار کې یې دخلکو سخت احساسات راوپارول، خو رسنیو، د بشري حقوقو ادارو او بې شرمو چارواکو ورباندې خوله پټه کړه، د دې کور ښځینه تراوسه د عدالت چیغې وهي، خو په ظالم رژیم کې دومره وجدان نشته چې ددې ظلم پوښتنه وکړي.
په کندهار کې د دولتي عسکرو لخوا د ظلم کیسه نوې نه ده، بلکې په تیرو څو کلونو کې په دې ښار کې په سلګونو بې ګناه افغانان دپولیسو، استخباراتو، اربکیانو او سرحدي عسکرو لخوا په شخصي زندانونو کې شکنجه شوي اوبیا په ډیر قساوت وژل شوي دي.
په لومړي ځل د ۲۰۱۰ م کال دمارچ په ۲۷ نیټه اینډیپنډینټ ، ټایمز او سي بي سي نیوز نړیوالو رسنیو د کناډایي چارواکو په استناد راپور ورکړ چې په دې ولایت کې زیاتره دطالبانو په شک نیول کیدونکي افغانان په ډیره بي رحمۍ وژل کیږي، هغه مهال یوې کاناډایۍ افسرې چې په کندهار کې یي دنده اجراء کړې وه سي بي سي نیوز ته وویل چې ددوی لخوا نیول شوي افغانان چې دکندهار چارواکو ته سپارل شوي زیاتره یي په پټه په ډیره ظالمانه توګه وژل شوي دي .
د نړیوالو رسنیو له قوله په کندهار کې دجنګي جنایاتو ډیرې قضیې ددې ولایت امنیه قومندان جنرال رازق ته منسوبې دي او په حقیقت کې د نوموړي ظالمانه کرکټر دی چې په دې ښار کې یي پولیسي مجرمانه کلتور دود کړی او خلک یي د ظلم او قساوت له بوږنوونکي حالت سره مخامخ کړي دي.
د نوموړي په اړه راپورونه وایي چې په بولدک، معروف ، ارغسان او ښوراوک ولسوالیو کې يې په سلګونو خلک پرته له محاکمې تر تیغ تیر کړي دي، په ۲۰۱۱ م کال کې دنوموړي دکړنو په اړه په یوه خپاره شوي مستند راپور کې د نوموړي ځیني جنایاتو ته داسې اشاره شوې ده .
۱ په بولدک کې رازق دعسکرو له لوري څو تنه عبدالحکیم دکندهار اوسیدونکي په قوم پوپلزي، رحمت الله دنظر محمد زوي دبولدک اوسیدونکي او عبدالباري دتور زوي شهیدان کړل شول وروسته یې جسدونو ته سپي ورپرېښودل او دهغوي دبدن غړي یې وخوړل دبولدک ددې اوسیدونکو له جملې یو وایی زه خپله دهمدې شهید په جنازه کي وم چی کله مو دنوموړي جسد وکتی دشهید زړه او دبدن نور غړي یې ترې خوړلی وو .
۲ ددوی په وینا دغه راز دوه تنه چې له طالبانوسره دهمکارۍ شک پرې کیده (حافظ عصمت الله او عطالله دګل خان زوي ) په بولد ک کې له قومندان عبدالرازق سره بندیان و وروسته هغوي نادرکه شول او هیڅ معلومات یې نه کیده بیاموږ دمنطقې سپین ږیرې عبدالرازق ته ورغلو عبدالرازق له ډیرو ناندریو وروسته په یوه پوسته باندي لیک راکړ چې کیدای شي دهغې پوستي عسکر مالومات درکړي کله چې موږ دسرکار ویالې دمحمد پوستې ته ورغلو هغوي راته وویل چې لږ بیرته شاته وګرځي په پلانکی شېله کې یې جسدونه پراته دي ،کله چې موږ هلته ولاړو دشهیدانو جسدونه په ازاده فضا په دښته او شېله کې لاس تړلي پراته وو بیا مو خپلې منطقې ته انتقال کړل.
۳ دبولدک داوسیدونکو په وینا په یوه بله پیښه کې دعبدالرازق سرحدي عسکرد بولدک درباط سپیره غونډۍ سیمه کې دحاجي وزیر کورته دشپې له مخې په ډیر وحشت ورغلل دحاجي وزیر ځوان زوی نعمت الله او میرمن یې په خواږه خوب ویده وو عسکرو دغه ځوان په خپله بستره کې په ډزو وویشت اوشهیدیې کړ.
۴ دبولدک دغو اوسیدونکو زیاته کړه چې درازق له زندانه یوه راخلاص شوی بندي راته کیسه کوله چې له موږ سره یو ملګري وو ډیر ښایسته ځوان وو اوږدې تورې څڼې یې درلودي یوه ورځ ملګرو ورته وویل چې داڅڼې کوچنۍ کړه داظالمان دي پرې په عذابه وي نوموړي وویل چې په څڼو کې څه ګناه ده ، په څڼو خو څه بندیز نه ده لګول شوی بندي وایي چې څو ورځې نه وي وتلي چې نوموړي ښایسته ځوان دشپې لخوا عسکرو له زندانه ویوست او هغه مخه یې شوه بیا چا نه دي لیدلی او شهید یې کړ.
۵ دبولدک دناوې په سیمه کې یو موټروان درازق عسکرو په دې نامه چې له طالبانو سره همکاري کوي له کوره یووړ ، ددوی په وینا دموټروان سپین سرې مور له شا ورپسې لوڅې پښې ځغلیده او په عاجزي یې ورپسي ناري وهلی چی زوي مي بې ګناه دي راپرې یږدئ خو درازق عسکرو دنوموړي مور پسې واخیسته اوڅو ورځې وروسته دهغه ډرایور مړی وموندل شو .
۶ دغه راز دوی وویل چې رازق په دې وروستیو کې دبولدک دتجارانو اوسوداګرو ژوند هم خورا ورتریخ کړی دی ، نوموړي یوشخصي زندان جوړ کړی دی اوچې هر چا ته یي په بده پام شي نو نیسي یې او خپل زندان ته یې اچوي ، ددوی په وینا دبولدک یوشمیر خورا دنامه څښتنان قومي مخور او تجاران له ډیره وخته راهیسې درازق په بند کې پراته دي ، دغه راز رازق ګڼ هغه کسان هم زندان ته اچولي چې خپلوان یې په طالبانو کې وه .
دبولدک دې اوسیدونکو ویل چې رازق په تیرو څو کلونو کې ګڼ قتلونه کړي دي ، ځیني کسان یې په وړو غلاګانو له نیولو وروسته وژلي او په ځینو یې چې دطالبانو دهمکارۍ شک راغلی نو په پټه یې وژلي دي ، دوی وایي چې دبولدک دښار په څنګ کې یوپخوانی څاه دی ، چې رازق خپل مخالفین تروژلو وروسته همالته غورځوي ، دوی وایي چې په بولدک کې څوک نادرکه شي نو خپلوان یې هماغه څاه ته ورځی ترڅو یې مړی په لاس ورشي .
که پخوا یوازې دکندهار په بولدک ولسوالۍ کې دظلم او زیاتي دغه حال روان وو همدا اوس په کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو کې په منظمه کچه دولتي ترهګري روانه ده چې داولس ژوند یي له سخت ګواښ سره مخامخ کړی دی، دولتي چارواکي چې ددې همدې ظلم لومړۍ درجه مسؤلین دي ددې لپاره چې د افشاء ګرۍ مخه یي نیولي وي خبریالان او بشري حقوقو ادارې هم یي تر فشار لاندې ساتلي دي، نوځکه دغه ډول جرمي پیښې تر ډیره پټې پاته کیږي، ځکه خبریالان که غواړي په دې اړه راپور ورکړي خپله یي ژوند له ګواښ سره مخ کیږي .
تجربو ثابته کړې ده چې ظلم پایښت نلري او نه په ظلم باندې څوک په خلکو خپل حکومت منلی شي، که دکندهار په خلکو دظلم روان بهیر همداسې جاري پاته شي لرې نه ده چې د ولسي اعتراض په توګه انفجار وکړي چې بیا به یي ګنډل د محلي جنایت کارانو او ددوی دملاتړو دوس خبره نه وي او شاید دا ښار یوځل بیا د اوسنیو جنایت کارانو د مجازات داسې صحنې وګوري لکه پخوا یي چې دمنصور او نورو جنایات کارانو د اعدام عبرتناکې صحنې لیدلې وې .

