د همپالنې ملي "همغږي کوونکي" بنسټ ته اړتیا ده
11.05.2014 11:20د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د طبیعي ناوړو پېښو او انساني ناورینونو پرمهال له قربانیانو، زیانمنو شوو او د هغوی له کورنیو سره اړینې انساني مرستې، د ډېرو ملي او نړیوالو سازمانونو، ادارو، موسسو او بنسټونو بنسټیزه دنده ده، خو تېرو تجربو ښودلې ده، چې له دغو یادو شوو هغو سربېره ځینې داسې نادولتي خصوصي بنسټونه، ټولنې او اشخاص هم شته، چې پرداسې مهال د پېښو زیانمنو شوو ته د انساني مرستو رسولو لېوالتیا لري، دغه ازادې ټولنې، بنسټونه او اشخاص ډېری وخت د بېلابېلو تجربو او لاملونو پربنسټ پر یادو شوو اړوندو ملي او نړیوالو مرسته رسوونکو سازمانونو او ادارو باور نه کوي او غواړي دداسې یو بنسټ له خوا یې مرستې د طبیعي پېښو له امله اړو زیانمنو شوو ته ورسېږي، چې هغوی ته د ډاډ وړ وي او بشپړ باور ولري، چې مرستې یې په بشپړه امانتدارۍ او رښتینولۍ زیانمنو شوو ته رسېږي.
که ډېر لرې هم ولاړ نه شو، په نږدې وروستیو کلونو کې زموږ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واورې ښویېدنې، سېلابونو، غرونو ښویېدلو او نورو بېلابېلو طبیعي پېښو له امله زرګونه هېوادوال د مرګ کومي ته ولاړل او د زرګونه کورنیو کورونه په بشپړه توګه ویجاړ او دوی په وچ میدان کې پاتې شول.
تجربو وښودله چې پر ډېریو نړیوالو او ملي اړوندو سازمانونو او ادارو سربېره ځينو نړیوالو او ملي نادولتي ټولنو، بنسټونو او افرادو غوښتل په دغو پېښو کې له زیانمنو شوو کورنیو سره مرسته وکړي، خو زموږ په هېواد کې د پراخ فساد له امله یې پر اړوندو ادارو د نه باور له امله له دې انساني فعالیت څخه ډډه کړې ده. که څه هم ځينو خصوصي بنسټونو او اشخاصو په یوډول نه یوډول خپلې مرستې په خپلو لاسونو دغو زیانمنو شوو ته رسولې دي، خو بیا هم ډېری بنسټونو او اشخاصو د نه باور له امله اړوندو ملي ادارو ته خپلې مرستې نه دې ورسپارلې.
زموږ هېواد والو که په سیاسي ډګر کې د یوبل وینې تویې کړي، یوبل ته یې بېلابېل مصیبتونه جوړ کړي، خو برخلاف د طبیعي پېښو او انساني ناورینونو پرمهال یې له ټولو سیاسي او نورو تعصبونو او مخالفتونو په نه پام کې نیولو له خپلو مصیبت ځپلو هېوادوالو سره انساني همدري ښودلې ده او عملي مرستې ته یې وردانګلي دي.
په پروان، جوزجان، سرپل، بدخشان او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو، واورې ښویېدنې، زلزلو، غرونو ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو پرمهال تجربو ثابته کړه، چې پرنړیوالو او ملي اړوندو سازمانونو او ادارو سربېره په هېواد او له هېواده بهر زموږ ډېریو هېوادوالواو خصوصي بېلابېلو بنسټونو او اشخاصو د قومي، ژبنیو، مذهبي، سیمه ییزو او نورو تعصبونو پرته، چې په دې وروستیو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله ورته پراخ لمن وهل شوې او وهل کېږي، له مصیبت ځپلو سره د مجازي نړۍ په ګډون، له بېلابېلو لارو خپل ژور خفګان او همدردي وښودله او د عملي مرستو اراده یې وکړه. ډېری ځوانان په هرات، هلمند او کندهار کې د بدخشان پېښې ځپلو سره د مرستې په موخه را ټول شول، له خلکو یې مرسته وغوښته، آن تر دې چې د کندهار ځوانانو د بدخشان د پېښې لپاره ۵۰ لکه افغانۍ راټولې کړې او همداراز پر فیسبوک ځوانانو لکونه افغانۍ را غونډې او دبدخشان د غره ښویېدنې پېښې ځپلو ته یې ورسولې.
په نړۍ او زموږ په هېواد کې پر خصوصي مرستندویو بنسټونو او اشخاصو سربېره، نړیوالو مسوولو اړوندو سازمانونو هم زموږ د هېواد په اړوندو دولتي مرستندویو ادارو کې د پراخ اداري فساد له امله پر اړوندو مصیبت ځپلو د خپلو مرستو د وېشلو باور نه دی کړی او پخپله یې بیا د دغو مرستو د وېشلو امکانات نه درلودل، چې دا هم زموږ مصیبت ځبلو هېوادوالو ته د مرستو رسولو پرمخ یو بل ستر خنډ او ننګونه ده.
څه باید وشي ؟
ددې لپاره چې د طبیعي پېښو قربانیانو او زیانمنو شوو ته له نړیوالو او ملي مرستندویو او مرسته رسوونکو سازمانونو، ادارو، موسسو او بنسټونو سربېره د نورو نادولتي بنسټونو او اشخاصو مرستې په سمه توګه راټولې او زیانمنو شوو ته پر وخت ورسېږي، نو ددغو مرستو د رسولو د چارو د تنظیم او ترسره کولو لپاره په هېواد کې داسې یوه ملي بنسټ ته اړتیا ده، چې د ټولو ملي او نړیوالو مرستندویو نهادونو د بشپړ باور او ډاډ وړ وي.
دغه بنسټ باید د هېواد د ټولو ولایتونو له منتخبو، د باور وړ شخصیتونو په ګډون جوړ شي او دنده به یې دا وي، چې په دوامداره توګه مخکې له مخکې په ځانګړي ډول د پېښو پرمهال زیانمنو شوو لپاره مرستې راټولې کړي، ترڅو وکولای شي د پېښو پرمهال یې ژر ترژره زیانمنو شوو ته ورسوي.
د بدخشان د ارګو ولسوالۍ په باریک آب کلي کې د ځمکې د ښویېدنې خواشینونکې پېښه او له هغه نه د راوروسته راپېښ شوي وضعیت له مخې، د همداسې یوه مرکز ایجاد ته اړتیا محسوسېږي.
د هېواد دننه او بهر سلګونه منابع، نهادونه، خیرخواه خلک او... موجود دي، چې ددې پېښې زیانمنو شوو ته مرسته وکړي، خو د یو واحد مرکز نه شتون او داسې باور چې وکولای شي دا ټول شته امکانات همغږي کړي او موخې ته تر رسېدو یې لارښوونه وکړي، د پېښې بې کوره شوو ته یې د مرستو د رسولو اړوند خواشینې کوونکې روحیه په برخه کړې ده. رپوټونه ښیي، چې له یوې خواد مرستندویو منابعو تعدد او له مستحقینو څخه د همدې منابعو بې خبري، او له بلې خوا په دستګاه کې د فساد شتون، خویشخورۍ، خپلولۍ... د پېښې ځپلو ته د مرستو رسول له خنډ سره مخ کړي دي.
داسې بېلګې شته چې، ددې پېښې اصلي ځپل شوي او هغه کسان چې د مرستو په وړاندې لمړیتوب لري، د مرستو د لاسته راوړلو په موخه سرګردانه ګرځي او مرستې غیر مستحقو خلک او یا دریمه درجه، څلورمه درجه مستحقیونو ته رسیږي.
ددې مسئلې بل اړخ دادی چې د بدخشان د پېښې ګرمې اوضاع، په نورو ولایتونو کې هغه سېلاب ځپلې، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، له یاده ایستي دي. ددې سېلاب ځپلو ډېری کورنۍ اوس هم شته چې مرستو ته شدیده اړتیا لري.
که یو داسې ملي او مرکزي ټیم شتون درلود چې د ځانګړو پروګرامونو د ترسره کولو دنده یې په غاړه درلوده، له شک پرته چې نن په ټولنیزه کچه مونږ ددې تمبلیو او بې نظمیو سره مخ نه وو او یا به حالات لږترلږه کابو شوي وای.
که همداسې یو مرکز شتون درلود، له یوه لوري ملي او نړیوال نادولتي بنسټونه او اشخاص په بشپړ باور او ډاډ پر اړمنو خلکو د باوري او ډاډمن وېش په موخه خپلې انساني مرستې دغه بنسټ ته ور سپارلې وای، له بل لوري به زموږ د هېواد بېلابېلو قومونو او بېلابېلو ژبو ویونکو ترمنځ د باور، ملتیا، همکارۍ، همپالنې او همدردۍ روحیې پرپیاوړې کېدو زموږ زیانمن شوی ملي یووالی لا پسې ټینګ او پیاوړی شوای وای او له بل لوري به د طبیعي پېښو زیانمنو شوو او بشري ناورینونو قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د ملي او نړیوالو نادولتي بنسټونواو اشخاصو د مرستو راجلبولو او د پېښو پرمهال د هغوی سمه او معیاري وېشنې چارې پیاوړې او په سمه راڼه او ډاډمنه توګه ترسره شوې وای.

