د مسواک ګرځول به اړین او قیمت به یې ګران شي
11.05.2014 11:19له دې وروسته به خاماخا مسواک وهي چې نعوذ باالله سنت واجبو ته اوښتي دي.
مسواک وهل سنت دي؛ هغه سنت دي چې زموږ ستر لارښود حضرت محمد (ص) یې په استعمال ډېر تاکید کړی او هغه یې د هر مومن د روغتیا لپاره مهم ګڼلی دی.
د اسلامي اصلو له مخې که د کوم لمانځه لپاره په اوداسه کې مسواک ووهل شي د نورو لمنځونو په پرلته به یې ثواب زیات وي، همدا رنګه که مسواک له اوداسه پرته په بل هر وخت کې د خولې د پاکولو لپاره وکارول شي په عظیم عبادت کې شمارل کېږي.
ټول مسلمانان په دې عقیده دي، د همدې لپاره خو یې له ځانه سره په جیبونو کې ساتي او وخت، ناوخته پرې خپل غاښونه ښکلي کوي.
که د روغتیا له نظره ورته وکتل شي ریښتیا هم چې مسواک د انسان لپاره خورا زیاتې ګټې لري. د خولې بوی، د غاښونو درد، ماتېدل، تورېدل او حتی د کږېدو تر څنګ د یو شمېر نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره خورا مهم رکن دی.
ټولو ته به تجربه شوي وي، چې د مسواک له استعمال وروسته مو خوله پاکه او خبرې مو خوندورې درته ښکاري، په زیات استعمال مو د ډېرو خلکو مینه پیدا کړي وي، همېشه مو غاښونه سالم پاتې وي او رنګ یې خورا زړه راښکوونکی برېښي.
خو هغه څوک چې له مسواک څخه ګټه نه اخلي تر ډېره یې خوله بد بوی کوي، کنډاس شوی وي او غاښونه یې تک تور اوښتي وي، څوک یې ملګرتیا ته زړه نه ښه کوي، تل ورڅخه د لرې والي هڅه کوي، چې د خلکو کرکه او نفرت یې په زړه کې د کینې احساس را پیدا کوي او ژوند یې ستړی ستومان ګرځي.
مسواک خولې، غاښونو او وریو ته کوم زیان نه رسوي بلکې عادتي استعمال یې زیاته ګټه لري.
دا دی په دې ورستیو کې د مسواک په ګټو کې لا زیات والی راغلی او خلک یې له دې وروسته استعمال اړین ګڼي.
په رسنیو کې هم په دې بحث وشو چې باید د چارواکو د نوم له اخیستو مخکې مسواک استعمال شي او بیا د محترم چارواکي نوم واخیستل شي.
په طلوع تلویزیون کې د ټاکنو په یوه ګردي مېز کې د داسې یوه چارواکي چې د نوم اخیستلو لپاره د مسواک په وهلو تاکید وشو چې تر ډېره یې خلک د نوم په اخیستلو شرمېږي.
ولسمشرۍ ته د نوماند عبدالله عبدالله او د چنګسالار، د ایران او پاکستان د ناوړه مفکورو ښکارشوي په ګټو کې یې شریک چارواکي عطا محمد نور پلوي چې په یاد تلویزیون کې د ټاکنو لپاره په ځانګړې شوې خپرونه کې وویل چې باید د عطا محمد نور د نوم له اخیستو مخکې خوله په مسواک پاکه شي او بیا دې د هغه ښاغلي نوم واخلي.
که دوی موږ ته د خولې په وینځلو امر کوي؛ نو بیا خو د دوی په شرک او خپلو مشرانو ته د سجدې په کولو کې هم شک نشته.
افغان ولس چې مسلمان ولس دی او تل د خدای تعالی د امورو په ځای کولو په خاطر حتی خپل سرونه قرباني کوی، داسې کم عقله خلک چې د مجاهدینو دعوا کوي او بیا د مسواک په استعمال نه پوهېږي، هېڅ کله خپل مشر نه ټاکي.
نه یوازې دا چې واک ته په رسېدو کې به یې مخه ونیسي لا به ورسره د دین او اسلام په خاطر مبارزه وکړي.
نو دا په یاد ولرئ که داسې خلکو ته مو رایه ورکړه او واک ته مو ورساوه؛ مجبور به شئ چې د نوم اخیستلو لپاره یې هر وخت مسواک په جیب کې وګرځوی څو یې له لوړې جریمه ځانونه خلاص کړئ.

