واک چا ته وسپارو؟
04.05.2014 19:55د جومات ممبر ته مخامخ ناست وم، د ګوتو بندونه مې ښکلول او ذکر مې کاوه، په عباد کې ټوب تللی وم یوازې د لوی ذات ستاینه مې کوله د دنیا له حاله وتلی وم په ښه او بدو یې نه خبرېدم پنځه یا لس دقیقې به کېدې چې حال مې د نور وخت په پرتله ګرځېدلی و.
په جومات کې نور څوک نه ښکارېدل خو تر ما شاته یو سپین ږېرې چې اوږدې تسپې یې په لاس وې ولاړ و، پر ما یې غږ کړ، وراره ما ته خو ډېر ښه سړی ښکارې، بیا هم که له عبادته دې ونه باسم نو یوه پوښتنه مې کوله همدا که راته جواب را کړې نو بیا د کار مزاحمت نه کوم.
د کاکا خبرو مې تمرکز را خراب کړ ما هم د دعا لپاره لاسونه پورته کړل، ځان، مور، پلار او ټولو مسلمانانو ته مې دعا وکړه، لاسونه مې په مخ را کش کړل او را پورته شوم. کاکا د جومات دېوال ته تکېه کړې وهلې وه، زه هم ورنېږدې شوم کاکا ته مخامخ کېښناستم، سم د لاسه مې وپوښته: کاکا څه دې ویل؟
کاکا رانېغ شو لومړی یې څادر له ولو ښکته کړ او بیا یې سترګې ماته ونیولې: هو بجی خبر شوی یم چې ته په کمپاین کې کار کوې دا دی انتخابات یې ویل وېل او تر سره شول؛ خو دا راته ووایه چې پاچا مو څوک شول؟.
ههه کاکا پاچا له تراوسه معالوم شوی نه دی خو...
کاکا مې په خبرو کې را ولوېد او یه په زړه پورې کیسه یې راته شروع کړه، ما یې هم خبره ماته نه کړه او تر پایه ورته غوږ شوم خو ښکارېده چې کاکا له هر څه نه خبر دی او یوازې زما لپاره د سوژې برابرول یې هدف وو، له جواب اورېدو دمخه یې وویل: په کلي له پخوا غلا کېده غل معالوم نه وو خو د کلي خلک په یو چا شکمن ول، بلاخره ورته معالومه شوه چې په کلي کې همدا غل دی ورپسې شول او غل یې ونیاوه، په وهلو وهلو یې د کلي ملک ته یوړ ملک ولیدل چې غل هم د همدې کلي سړی دی ښايي له پخوا به یې وروسره جوړه وه، او یا به یې غوښتل چې په را تلونکي کې له داسې یو چټک او ماهر غله سره خپلې ګټې شریکې کړي. د کلي خلکو ته یې مخ را واوړاوه چې تاسې خپله هڅه کړې کور مو ودان چې غل مو نیولی، زه په تاسو او تاسې په ما له پخوا نه باوري یاست اوس نو ما خپلې پرېکړې ته پرېږدی چې زه څه کوم؟
غل او ملک داواړه په خپلو کې سره په یو څه سلاح شول او را تلونکې ګټې یې شریکې و ګڼلې.
دا وخت نو داسې یو څوک ملک کره راغی چې له پخوا یې یو بل ښه پېژندل د ملک به ترې سترګه سوځېده د هغې پوهې مهارت او لوړ استعدات یې د ملک په زړه کې وېره ځای کړې وه چې ګوندې ملکي ترې وا نه خلي، خلکو د ملک له بې پروا یې او بې باکانه خاصیتونو شکایتونه کول همدا سړی یې غوره ګڼلی و چې باید ملک یې وټاکي، خو ملک ولیدل چې ملکي یې له لاسه په وتلو ده، دا چې اوس یې ګټې له یو چا سره شریکې شوي باید له دې وروسته د ملک ځای ناستی همدا وي؛ خو دا داسې یو څوک دی چې د کلي خلکو په خپلو لاسو نیولی او د غلا تورونه یې پرې ثبوت کړي دي، ملک غوښتل د کلیوالو په سترګو کې خاورې واچي او له دې لارې یو ځل بیا د کلي د ملک په شان واک ولري، غل یې را مخ ته کړ او ویل یې چې له تېرو کړو یې توبه کړې او بیا به داسې نه کوي. ښایي دا زما خبرو پرې اثر کړی وي او له دې وروسته کلیوالو ته کوم زیان ونه رسوي. هغه ویل که بد کار سړی په ښو کارو را شي له هغې ښه نه پېدا کېږي، نو راځی د ښې را تلونکي لپاره مو همدا د ملک په توګه ومنﺉ؛ خو خلک هم په خپله ګټه او تاوان پوهېدلي ول غوښتل یې چې وړ کس د کلي ملک وټاکي، تش په نامه ملک چې اوس یې واکې له لاسه په وتو وې او زغم یې نه درلود دا یې غوره وګڼله چې له راتلونکي ملک سره ښې اړیکې ولري. په همدې اړه یې هڅې پیل کړې. که څه هم چې پوه سړی ملک شو خو بیا هم د دوی غوا پکې لنګه وه.
کاکا ویل چې ماته د پاچا د ټاکلو دا کیسه هم همدې ته ورته کانه ښکاري الله دې خر را پېښ کړي.
ورته و مې ویل: کاکا چانه هر څه دې په خپله خلاصه کړل له دې وروسته زما خبرو ته هیڅ ضرورت نشته جواب یې هم لرې خو ما درنه ډېر څه زده کړل.
ما همدومره چې د کاکا خبرې مې تایید کړې په فکر کې ډوب شوم، کاکا دروازې ته ګړب ور کړ او ووت.
اوس مې سر خلاص شو چې باید څه کول پکار دي.

