ټاکنې باید د دوهم ځل لپاره تر سره شي!
03.05.2014 20:24په تېرو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د سپېڅلو رایو استعمال د خلکو په زړو نو کې د ښه راتلونکې وږمې پاشلې؛ خو له بده مرغه چې دا وږمې د پراخ ناولیتوب له کبله په زهرو بدلې شوې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د نهه نوماندانو لپاره د خلکو د استعمال شوو رایو سلنه په ټاکه کړه چې په خبره یې د رایو په شمارلو کې یې پاکې او نا پاکې رایې بېلې کړي؛ خو یو نوماند هم په دې نه دی توانېدلی چې پنځوس سلنه جمه یو رایه پوره کړي. په همدې اساس دغه کمېسیون اټکل کړی چې ټاکنې به دوهم پړاو ته ولېږدول شي.
دا خبره لا ګونګه ده چې په تر سره شوو ټاکنو کې دې د افغانستان لپاره نوی ولسمشر وټاکل شي.
ځکه چې له یوې خوا ټاکل شوې رایې نه دي تر لاسه شوي او له بلې خوا په شمارل شوو رایو کې د تورن شوو رایو شمېر هم زیات وو چې دا د ټاکنو په شفافیت کې د روڼ والي خاصیت له منځه وړي.
ټول هېوادوال غواړي چی باید ټاکنې دوهم پړاو ته پاتې شي او له سره دې رایه استعمال شي تر څو د هېواد لپاره سالم کس په سالمو او پاکو رایو وټاکل شي.
که تر اوسه د ټاکنو په ترسره کېدو کې هغه ډول رایه کارول شوی وای چې د درغلی تور پرې نه وای شوی ښایي چې د وړ نوماند اکثریت رایې تر لاسه کړې وای او د ولسمشر په توکه ټاکل شوای وای؛ نو اوس چې په درغلیو او ناوليتوب ککړې رایې کارول شوي او ولس یې بې باوري کړی دی. پکار ده چې د دوهم ځل لپاره هم رایه و کارول شي.
دا په ډاګه ده، هغه نوماندان چې د ولس په رایو باور لري او له درغلیو پاک دي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون هره پرېکړه مني، که ټاکنې د بیا ځل لپاره ترسره کېږي دوی یې هر کلی کوي او تیار دي چې د خلکو د پاکو رایو کارول او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ډاډ او باوره ډکه پرېکړه ومني؛ خو یو شمېر هغه نوماندان چې په تېرو ټاکنو کې یې رایې په درغلیو او ناپاکوالي تورنې شوې وې، په ولس یې باور کم دی او ډاډ نه لري چې ګوندې په بیا ځل ټاکنو کې دې په پراخ ډول رایې تر لاسه کړي، سر له اوسه د کمېسیون په پرېکړو نیوکې کوي او د بیا ځل ټاکنو کېدو ته زړه نه ښه کوي.
په تېرو ټاکنو کې که له شفافیت او روڼوالي نه کار اخیستل شوی وای او د نوماندانو رایې تورنې شوې او باطلې شوې نه وای کېدای شوه چې د هېواد والو د خوښې نوماند ولسمشر ټاکل شوی وای او د بیا ځل ټاکنو تر سره کېدو ته هېڅ اړتیا نه وای.
په دې اساس اړینه ده چې باید د ولسونو له خوا پاکې رایی استعمال شي او وړ کس چې ټولو ته د منلو وي د هېواد ولسمشر و ټاکل شي.

