دلته اوس خلک له نېستۍ نه خپل بچيان خرڅوي
30.04.2014 11:19په هغه لوی او مالا مال افغانستان کې
چې دټولې نړۍ له هېوادونو ورته
ورځ په ورځ دنغدو او خوراکي توکو مرستې راروانې دي
له همغه افغانستان څخه
له همغه افغانستان څخه چې د امريکا په شمول
ډير نور هېوادونه يې دبيارغونې
او افغانانو ته دښه ژوند دزمينې برابرولو لپاره چېغې وهي
له هغه افغانستان نه چې هرڅوک يې ځان خواخوږی بولي
خو خواخوږی نه لري
له همغه افغانستان څخه
دنن ورځې يو خبر دی
چې وايي!!
په کندز ولايت کې
((يوې نېستمنې مور خپل بچيان پلورلي))
ای خدايه!!!
څومره له درد نه ډک خبر دی
څومره بده اغېزه لري
څه شول هغه کومکونه؟
څه شولې هغه مرستې؟
څه شو داشرف غني احمدزي
کندز ته دوه دټاکنيزو منډو ترړو سفرونه
دا ولې داسې کيږي؟
دا کورنۍ دحلالې رزوۍ لپاره کوم مېړه نه لري
کوم سرپرست يې نشته
مړه دي شهيدان دي
دايې هوس هم نه وو چې دخپل هوس په خاطر داسې وکړي
د ژوند له لومړيو مجبورتيونو او ضرورتونو د پوره کولو له امله يې
خپل خواږه بچيان وپلورل
دا کورنۍ دد ې هېواد دبچيو کورنۍ نه ده ؟
د دوی احساس چاسره نشته ؟
څوک تيار دي په تاسو کې چې خپل بچي وپلوري؟
دبچيانو له درده خبر يئ؟؟؟
الله مو په خپلوبچيو وزوروه
دا هغه افغانستان دی
چې ژوند په کې په ډير نا اشنا ډول روان دی
يو يې دخوشالۍ، ډير خوراکۍ، اومستۍ نه مري
خو بل يې بيا له غربته، لوږې او نېستۍ نه مري
ای زما د وطن بې وزله فقيره او بېچاره اولسه!!
خدای دې په تا ورحميږي
خدای دې په تا ورحميږی
ليکوال : مشفق حريتمل

