د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بدلېدونکې نړۍ او زموږ راکد فکرونه

احمدسیر کاکړ 27.03.2014 11:18

نړۍ او په هغه کې سیاسي معیارات، افکار، وسایل، ګټې هر څه په تیرو شلو کلونو کې چې موږ دور حجر ته ستانه شوي وو د بدلون له لازمو پړاوونو اوښتي دي، او اوسمهال ددې جوګه دي چې په ځان، خپل فکر، سیاسي خط مشي، او حتي خپلو ګټو کې د نړۍ له بدلیدونکو حالاتو په تناسب او تعقیب بدلونونه رامنځ ته کړي تر څو ملي بقا او ملي غرور يې خوندي وي او د سیالو ولسونو تر پښو لاندې نه شي. خو هغه یوه خبره بیا تکرارول غواړم چې موږ تل د تاریخ پر همغه یوه ګړنګ بیا بیا غورځېدلي یو او دا زموږ د راکد او جامد فکر له امله دی. داسې فکر چې نه خپله کوم تخلیق لري او نه د نړی د فکري بدلونونو سره ځان عیارولی شي تر څو له ضرره يې ځان، خپلې ګټې، خپله بقا او خپل غرور خوندي کړي. همدا نه بدلیدونکی فکر دی چې پر یو ګړنګ مو بیايي، پر همغه ګړنګ مو غورځوي، سر او پښې راته ماتوي، خو موږ بیا هم پر همغه لار د تلو تکل لرو!!
خپل تېر تاریخ ته که ځير شو تل د غرب (ناپلیون، انګریز، امریکه) او شرق (تزاري روسيې، شوروي اتحاد، او اوسنی روسیې ) تر منځ مو خپل هرڅه بایللي دي ، دومره کمزوري شوي یو چې کله ګورګین او کله هم نادر افشار نه یواځې راته بلوسیدلي دي بلکه زموږ په خاوره یې یرغل راوړي،تر یوه بریده کېدای شي زموږ دهیواد د موقعیت اغیز وي خو که فکر سالم وي نو دغه جیو پولیتیک موقعیت د بحران پر ځای په فرصت بدلولی شي، خو له بده مرغه چې لا تراوسه داسې فکري قشر نه دي ټوکیدلی.
دیرش کاله کیږي چې زه د خپلې ټولنې په طرز فکر کې هیڅ ډول بدلون نه ګورم، ټول فکري ځواک موله پلار او نیکه نه راپاتې تربورګلوۍ، وچ تعصب، مزخرفو دودونو او منفي رقابتونو ته وقف کړی دی، ایا خپل راتلونکي نسل ته يې ورانتقال کړو؟ ایا هغوی هم په خپل دې حالت کې لتاړ کړو؟ د هغو څه ګناه؟ هغوی خو اوس سپیڅلي ماشومان دي، همدا کرکې ورته په میراث پریښوول غواړو؟ که نه فکري بدلون به رامنځ ته کوو ؟؟
په هر حال که فکري بدلون رامنځ ته نه کړو نو دا یقیني ده چې د تاریخ ګړنګ ته بیا ورنزدې شوي يو، غرب زموږ په خاوره واکمن او د روسيې فدراتیف ورسره بیا د سیالۍ ډګر ته راوتې ده، د ګورګین ځای حسن روحاني نیولی او پنجابي رنجیت سنګ خپل ځای نواز شریف ته پریښی دی. ولې موږ څوک یو، همغه د اولسمې پیړۍ په راکدو او جامدو افکارو کې ښکېل ولس. چې د هر جهاد ټيکه راپه غاړه ده، هیواد مو د زبرځواکو هدیره ده، او د ننۍ معاصرې جګړې وسایل مو همغه زنګ وهلي تورې او د غرونو سوړې دي. پوښتنه داده چې تر کله؟
تر کله به دهر زبر ځواک د ماتولو ټیکه زما د ولس په برخه وي؟ تر کله به زما هیواد په دې ویاړمن وي چې د زبرځواکو هدیره ده؟ اخر یو زبرځواکه خو د بل چیرې هم ښخ شي ؟ تر کله به زه د غرب له استعماره جنوبی اسیا ازادوم او د شرق له استعماره به منځنی اسیا ته ازادي ورکوم، او بیا به ددې هیوادنو د سفارتونو مخته د ویزې لپاره له خپل ټول غرور سره ولاړ یم ،خو ویزه به نه شم اخستلای، اخر تر کله؟ تر کله به زما دجهاد په لمبو کې زما د ایمان او عقیدې عرب، ترک، پنجابي او ایراني وروڼه خپل نغري تودوي؟؟؟ زما د ولس فکر به کله په دې خبرې ورسیږي چې د عربو ، ترکانو، پنجابیانو، ایرانیانو او زموږ په اسلام کې د حرامو او حلالو توپیر ولې او د څه لپاره، او تر کومه؟؟؟ ولې په هر اسلامي هیواد کې بېل، بېل اسلام؟
هو ! موږ لوی افغانستان غواړو، خو په شته افغانستان کې مو حال داسې دی چې!
د وړو په بورۍ او پلاستیکي خلطې به لیکل شوي وو، از طرف اتحاد جماهیر شوروي به افغانستان، اوس هم د همغه فکر بله څپه ده، زما د ښوونځي د کتاب پر پښتی لیکل شوي، از طرف مردم امریکا، زما د ښوونځې پر کیږدۍ لیکل شوي UNHCR، زما د ښوونځي د ماشوم په لاس کې پر بیسکیټ لیکل شوي From the people of India ، زما د جومات پر لوحې لیکل شوي، Donated By PRT ،زما د ښار په ملي بس لیکل شوي ( پاک افغان دوستي زنده باد، څمونګ رورولی دوام لري)، زما د پوهنتون پر موټر لیکل شوي (من الجنته السعودیه العربیه) او په نهایت کې زموږ په بیت الخلاګانو لیکل شوي MADIRA/DACAAR خوافسوس چې دې یوې جملې هم زموږ راکد او جامد فکرونه نرم نه کړل، او ولې يې نرم کړي؟ موږ خو تربور سره سیالي لرو، ورور سره دښمني لرو که مو فکر کې بدلون راووست نو دا سیالي او دښمني به څوک پالي؟؟؟
زموږ د فکري انجماد یوه بله نادره داده چې په ټاکنیزو مبارزو کې د برنامو او پالیسیو د نقد پرځای مو خپل د مخالف نوماند د ښځو کارنامې راسپړو او بیا په نړۍ کې ځان ته داسې ارزښت قایل یو چې ګوندي موږ ښځو ته ډير درناوی لرو.
اوس څنګه کوئ؟، فکري مسیر مو بدولوئ ، که ګړنګ ته ورځې؟ ټاکنه ستاسوده ، پایلې یې ستاسو دي، خو یوه خبره چې د ټاکنې پر مهال د خپلو ګلالیو بچو معصومو سترګو ته یو ځل وګورئ.