اورني حالات او زموږ کمزوری استخبارات
05.03.2014 12:02که د خپل هېواد تېر، په ځانګړي ډول د وروستیو لسیزو سترو او کوچنیو پېښو ته ځير شو په زغرده او روښانه توګه پوهېږو، چې د دغو ټولو پېښو ترشا د نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو، شبکو او کړیو پټ خو ډېر پیاوړي لاسونه په ښورېدو وو او دي.
نړۍ، په ځانګړي ډول لویدیځ اوس د خپلو نړیوالو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره استخباراتي فعالیتونه تر پوځي جګړو ډېر غوره ګڼي، ځکه په دې توګه تر پوځي جګړو اسانه، له لګښت او تلفاتو پرته یا په لږو تلفاتو او اقتصادي لګښتونو خپلو ټاکلو اهدافو ته رسېدای شي.
که په دې اړه له نړیوالو او خپل هېواد له تېرو تاریخي پېښو تېر شو او یوازې دوروستۍ دوو لسیزو هغو ته تم شو، نو په ډېره روښاته توګه لیدلی شو، چې په وروستۍ لسیزه کې استخباراتي کړیو او سازمانونو زموږ په هېواد کې بېلابېلې سترې او کوچنۍ لوبې او فعالیتونه ترسره کړي او لګیا دي ترسره کوي یې.
زموږ په هېواد کې د بېلابېلو سیاسي لوبو او امنیتي پېښو د تورو پردو ترشا د بېلابېلو استخباراتي سازمانونو او کړیو پټ لاسونه شته، خو متاسفانه موږ او زموږ استخبارات یې د لیدلو وړتیا او وس نه لري.
کله کله داسې هم کېږي، چې استخبارات ځينې پېښې او معاملې کشفوي، ګوري یې او د مخینوي لپاره یې په یو شمېر عملي اقداماتو هم لاس پورې کوي، خو دا چې ددغو پلانونو ترشا د ځينو نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو او کړیو لاس وي، نو په یوډول نه یوډول یې مخنیوی کېږي، چې د تبصرو، ګونګوسو او انګېرنو له مخې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح او کورنیو چارو وزارت وزیر حنیف اتمر استعفا ګانې هم له همدغو لاملونو سرچینه اخستې ده.
د سولې عالي شورا پر پخواني مشر استاد برهان الدین رباني، ملي امنیت پخواني رییس اسدالله خالد، د ارګ پر امنیتي پوستو وسله وال او ځانمرګي بریدونه او په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې پر ډېرو مهمو دولتي او نړیوالو پوځي او غیر پوځي اهدافو لسګونه ان سلګونه نورو ځانمرګو او ډله ییزو بریدونو ترشا بې له کوم شکه د استخباراتي سازمانونو او کړیو لاس دی.
د حکومت او دولت له ځينو ډېرو لوړو پستونو نیولې تر ټيټو هغو د استخباراتي شبکو نفوذ په اړه پټې او ښکاره خبرې بې علته نه دي، په نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتي سازمانونو او کړیو پورې د ډېرو سترو، حکومتي، دولتي او نادولتي اشخاصو، سازمانونو، ګوندونو، ټولنو او ... تړنه هسې بې ځایه خبرې او بې بنسټه ګونګوسې او تهمتونه نه دي، په ډېرو پوځي او غیر پوځي مهمو ادارو، قرارګاه ګانو او امنیتي پوستو کې په لوړه او ټیټه کچه د مخالفو وسله والو او نورو استخباراتي کړیو نفوذي اشخاصو شتون او د فعالیت له امله یې په کابل او هېواد نورو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د ډېرو تخریبي او پټو او ښکاره پلانونو عملي کول د هیچا له سترګو پټ نه دي.
داسې لسګونه او سلګونه نورې بېلګې شته، چې ترشا یې د بېلابېلو سترو او کوچنیو استخباراتي کړیو لاسونه پټ دي او دا هغه اسرار او پلانونه دي، چې عادي سترګې یې د لیدلو وس او وړتیا نه لري او نه یې لیدلی او کشفولای شي، بلکې ددغو مسایلو د لیدلو، کشفولو او شنډولو لپاره پیاوړو او پر اوسنیو استخباراتي غوښتنو او تاکتیکونو روزل شوو استخباراتو ته جدي اړیتا ده.له دې پرته به زموږ په هېواد کې د استخباراتي سازمانونو او کړیو د لوبو دا لړۍ د ټاکلو اهدافو د پلي کولو په موخه د کمزورتیا پرځای لا پسې زور او ځواک واخلي.
له دې هم سترګې نشي پټېدای، چې زموږ په هېواد کې د دومره سترو او پیاوړو نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتي شبکو او سازمانونو سره مبارزه کول او د هغوی د لوړو او پېچلو استخباراتي پلانونو کشفول او شنډول هم څه اسانه کار نه دی، له دې حقیقته هم باید انکار ونه شي، چې زموږ استخبارات په دغو برخو کې څه ناڅه لاسته راوړنې هم درلودې، ځکه نو موږ ددغو سترو مسایلو د مخنیوي په اړه د خپل هېواد استخبارات ډېر نه ګرموو، ځکه کافي امکانات په لاس نه لري، خو هغه مسئله چې د بحث او تآمل وړ ده هغه داده، چې ولې زموږ د هېواد استخبارات په وروستیو لسیزو کې د کافي استخباراتي تجربو له ترلاسه کولو سره بیا هم د هېواد په بېلابېلو دولتي ادارو کې د پراخ او بې ساري فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی؟
که د دولت د مخالفینو، سیمه ییزو او نړیوالو استخبارات د لوړو استخباراتي پلانونو کشفول او شنډول لوړو استخباراتي تشکیلاتو او امکاناتو ته اړتیا لري، ددولت او حکومت په ادارو کې د فساد مخنیوی خو سل په سلو کې په همدغو امکاناتو او تشکیلاتو شونی دی، چې همدا اوس یې زموږ استخبارات په لاس کې لري او هره ورځ په همدغو موخو ملیونونونه افغانۍ لګوي.
ډېر لرې هم نه ځو، همدا تېره ورځ په کندهار کې یوه داسې پېښه رامنځته شوه، چې نه مخنیوی یې د دومره امکاناتو له لرلو سره زموږ د استخباراتو لپاره د شرم ځای دی.
د نوو ترلاسه شوو راپورونو له مخې تېره ورځ د کندهار له لوی زندان څخه د یو شمېر قانوني خوشې کېدونکو بندیانو په ډله کې لس تنه هغه زندانیان هم د جعلي اسنادو له مخې په غيرقانوني ډول خوشې شوي، چې د بند ډېره موده یې لا پاتې وه او د چارواکو په وینا، ټول سیاسي بندیان وو.
ددوی په وینا، یاد لس تنه سياسي زندانيان هغه مهال خوشې شوي، چې د ملي امنيت د څارنوالۍ له لوري د کندهار لوی زندان ته د هغو اتلسو تنو د خوشې کېدو مکتوب لېږل شوی و، چې د بند موده يې بشپړه شوې وه، خو په همدې مکتوب کې د ناڅرګندو کسانو له لوري لاس وهل شوی او د اتلسو پر ځای دېرش تنه خوشې شوي، چې د زندان د ادارې تر خبرېدو وروسته دوه تنه بېرته نیول شوي او زنداني شوي او لس تنه نور په خپله مخه تللي دي .
په همدې حال کې په دې اړه تازه رپوټونه وايي، چې په دې قضیه کې د زندان د امنیتي پولیسو لاس و او دا کار د بډو په بدل کې شوی دی. ویل شوي، چې د یاد زندان د امنیت امر هم په دې پروګرام کې شریک و، چې اوسمهال لاردرکه دی. سیمه ییز چارواکي وايي، تر هغه مهاله چې د نوموړي درک معلوم نه شي، ددې قضیې په اړه به ډېری مسایل او انګېرنې د حدس او ګومان تر بریده وي.
دا په داسې حال کې دی، چې د کندهار لوی زندان درې ځله نور هم مات شوی او سلګونه سياسي زندانيان ترې په تېښته بريالي شوي دي .
اوس نو راځئ قضاوت وکړو، چې ایا ددغه کار مخنیوی هم د استخباراتو په وس کې نه و؟ که داسې وي نو بیا خو پر دې استخباراتو باندې باید نور بې ځایه لګښتونه ونشي، ښه به وي چې زموږ له هېواده اصلآ د استخباراتو جنازه پورته شي او ددې پرځای د یوه پیاوړي پولیس او پوځ د جوړېدو لپاره لګښت وشي او یا خو داسې پیاوړی استخبارات جوړ شي، چې د ټولو کورنیو او بهرنیو استخباراتي پلانونو، فساد، غدر، خیانت او هر ډول تخریبي او ناقانونه کړنو د مخنیوي وس او امکانات ولري، له دې پرته به زموږ هېواد تر دې له ډېرو بدو پېښو او قضایاوو سره مخ شي، چې ټول فشار او درد به یې زموږ بېوزله ولسونه ګالي.

