افغانستان او اړین بدلون!
05.03.2014 12:00خلک بدلون غواړي، دولت بدلون غواړي، وسله وال بدلون غواړي، نوماندان بدلون غواړي او په ټوله کې افغانان بدلون غواړي.
بدلون د افغانستان اړتیا ده؛ خو په کوم ډول بدلون؟ د بدلون طریقې خورا ډېرې دي، د هېواد د بڼې بدلون چې د تېرو درې لسیزو په اوږدو کې یې د پخوا په پرتله منفي او مثبت بدلون کړی. منفي بدلون دا چې جنګ جګړې د دې سبب شوي چې د هېواد هر ګوټ ته بدلون ور کړي، ښکلا یې په یوه سپېره او خړ رنګ بدله کړي، ځینې ډګرونو خو حتی د وینو په رنګ هم بدلون پیدا کړی و.
د منفي بدلون ډېرې بېلګې شته چې یو له بله جلا او ځان ته یو بدلون دی، د سیمه یز، ژبني، نژادي او مصحبي تعصباتو پیدا کېدل او به بر کې یې د خلکو په ژوند ډول ډول اغېزې خپله یو بدلون و، چې ډېرې هېواد والو ته یې د بېلابیلو رنګونو وړانګې وښودې. څوک په جنګ جګړو کې ښکېل شول، چا د چا سره دښمني پیدا کړه، له خپلو کورونو ووتل او تر ننه یې د مرګ او ژوند څرګ نه ښکاري. د همدې بدلون په پایله کې ډېرې ناخوالې او مصیبتونه له نورو هېوادونو نه دلته را پیچکاري شول.
په ورته وخت کې بهرنیانو هم د بدلون یوه خوا ونیوله او په دې هېواد کې یې د یو غره نه د بل غره په نښه کېدل رواج کړل، په سیمو او کورونو کې یې خپل منځي شخړې رامنځته کړې او تر اوسه یې د اور خوږلن ساتلو هڅې کوي.
لنډه دا چې د هېواد په هر ګوټ کې د پام وړ بدلون راغلی چې بېلګې یې څرګندې او روښانه دي.
خو که د مثبت بدلون خبره کوو، نو د تېرې لس کلنې دورې په اوږدو کې یو څه بدلون شته چې تر ډېره پرې د ډاډ تکیه نه شي کېدای. په مثبت بدلون کې د هېواد والو د سواد او زده کړې کچه یو څه لوړه شوه، تر خپل توان پیاوړي او قوي ځواکونه مو پیدا کړل، د پاخه سړګونو، ښارونو او ښارګوټو، روغتونونو، ښوونځیو، پارکونو او له نورو په زړه پورې رغنیزو پروژو برخمن شو.
په سولیزه بڼه د واک سپارل له یو ولسمشر نه بل ولسمشر ته دا خپله د یو ښه او مثبت بدلون نښه ده چې په داسې یو جنګ څپلي هېواد کې تر سره کېږي.
سره له داسې مثبتو بدلونونو بیا هم خلک ولس او ټول افغانان د بدلون غوښتونکي دي؛ نوماندان خو به د دې لپاره د بدلون چیغې وهي چې د ولس په لاس کې شته با اهمیته رایه د ځان په ګټه وکاروي او د واک په ګدۍ کېښني؛ نو دا چې ولسونه اوس هر ډول قربانۍ ورکولو ته تیار دي او له دې وروسته په هېواد کې بدلون راوستل غواړي، د دوی غوښتنه یوازې د هغه سالم بدلون غوښتنه ده چې په هېواد کې د سولې او ثبات له راوستلو سره سره د لوړ اقتصاد او ژور عدالت په نوم یاد شي.
دلته ځینې نورې کړۍ هم شته چې د بدلون لپاره یې مټې رانغاړلي او دا ځل که یو څه بر لاسي شي؛ نو بدلون به د بیل او ګلنګ پر ځای د پلډوزر په واسطه په مخ یوسي. د داسې بدلون غوښتونکي همدا زموږ ګاونډیان دي چې هر یو د خپلو موخو لپاره ځینې اشخاص د واک رانیولو لپاره وړاندې کړي، د دوی پلویان هم شته او تر ډېره یې واعدو ته هم ژمن دي؛ ځینو خو ان سر له اوسه د بدلون ګانې پیل کړي، چې د کونړ او اروزګان پېښې یې ښکاره دلایل دي. دا بدلون هم د ولس په لاس کې دی؛ خو له داسې بدلونه مو دې خدای وساتي. که غواړئ! هغه ډول بدلون چې غمیزو ته مو د پای ټکی کېږدي او ولسونه مو له هر ډول تعاصباتو پاک کړي ورته ژور فکر وکړئ، ونه غولېږئ او له خپل حق نه دفاع وکړئ.
افغان ولسه! همدا ستاسې د خوښې بدلون هغه بدلون دی چې سالم بدلون دی، ریښتنی بدلون دی او افغانستان ته اړین بدلون دی.

