د افغانستان د کرکټ بورډ د پاملرنې وړ!
02.03.2014 11:04• ډيری وخت تبصره کوونکي د افغان پر ځای د افغانستاني یا افغاني له اصطلاحاتو کار اخلي چې افغانستاني الحمدالله زموږ په هیواد کې نشته او افغاني زموږ کرنسي ده او افغان زموږ ملي هویت دی. نو دي ټکي ته باید تبصره کوونکي ځير کړل شي.
• د افغانستان او پاکستان د لوبو پر مهال مې له یو تبصره کوونکي واوریدل چې ویل یې ( په افغانستان کې ډيری خلک په دري خبرې کوي زه نه پوهیږم د افغاني کرکټ لوبدلې غړي ولې په پښتو خبرې کوي) ، دوی باید په دې پوه کړل شي چې پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده او دا چې ډيری خلک په دري ولې خبرې کوي ددې ستونزې سپیناوي هم ښايي ورته وشي. او که په دې برخه کې معمولي غفلت وشي نو لکه د ارګ او دولت غوندې زموږ د ټولو هڅو سره سره به په کرکټ کې هم تورې لالا وهي او مړی به عبدالله وهي ، او د خوارې ژبې برخه به نوره هم خواره شي
• دریمه ستونزه دا ده چې کله په کمنټري باکس کې پاکستاني تبصره کوونکي ناست وي نو ډيری وخت خپل د دولت د پالیسي غوندې دلته هم خپله څيره په ډيرې مکاری سره راڅرګندوي د بېلګې په ډول کله چې افغان لوبډله ښه وځلیږي نو دوي بیا داسې یو جمله له خولې باسي چې دا خو زموږ شاګردان دي، دوي ته موږ روزنه ورکړې ده، دوي د مهاجرینو په کمپونو کې زموږ له برکته په کرکټ پوه شول، او یا دې ته ورته نور البته تر هغه بریده چې حقیقت لري موږ یې هم ورسره منو خو دا جوته خبره ده چې د کرکټ په حیرانوونکي بریاوو کې زموږ ولس ، لوبغاړي او کرکټ بورډ تر هر چا ډيرې هڅې کړي، او که کله هم افغان لوبډله په لوبه کې لږ کمزوری شي بیا ورته د نو وارد، بی تجربي اوداسې نورې کلمي کاروي. تبصره کوونکي ته ښايي یواځې د لوبې پر تخنیکي اړخ تمرکز وکړي او خپله بی طرفي په هر حال کې وساتي.
• دا ځل مو په لوبو کې ولیدل چې افغان پیغلو د خپلو اتلانو د هڅولو په موخه هلته وې او د ګران هیواد ویاړلی بیرغ یې رپاوه ، دلته هم یوه غوښتنه لرم چې که دغه پیغلې د افغانستان په ملي جامه ملبسې وي ډيره به ښه وي، ځکه چې کرکټ اوس الحمدالله داسې پړاو ته داخل شوي چې نړۍ ته د افغانستان رښتني څیره ورپیژني نو ښايي په دې برخه ستاسو په ګډون موږ ټول خپل مسولیت ادا کړو.
پورته سپارښتنې مې د خپل ملي رسالت د تر سره کولو په موخه کړي او هیله من یم چې په دې برخه کې هم افغان کرکټ بورډ بریالی وځلیږي او د خپلو لاسته راوړنو محصول په سمه توګه تر لاسه کړي.

