د طالبانو د دفتر پرانستلو ګونګوسې او انګېرنې
19.02.2014 19:02په دې وروستیو کې ځينو رسنیو یوځل بیا د وسله والو طالبانو د دفتر پرانستلو خبره رابرسېره کړې ده، تېره اوونۍ د فرانسې راډیو خبر خپور کړی، چې د ترکیې هېواد په هڅو د افغانستان او پاکستان مشرانو د افغانستان، پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه اتمه سرمشریزه غونډه کې، چې تېره اوونۍ په انقره کې جوړه شوه، دې هوکړې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې د سولې خبرو اترو په موخه دې په سعودي کې طالبانو ته دفتر پرانستل شي.
که څه هم د درې واړو هېوادونو ترمنځ دغه سرمشریزه غونډه او په ترڅ کې یې د نورو خبرو او هوکړو ترڅنګ په سعودي اماراتو کې د وسله والو طالبانو لپاره د دفتر پرانستلو موضوع د ډېریو نړیوالو رسنیو له خوا نه ده خپره شوې، خو د فرانسې راډیو او یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو له خوا ددغې مسئلې په اړه د نوو څرګندونو پر بنسټ دا مسئله د بحث او شننې وړ ده.
له بل لوري د ترلاسه شوو رپوټونو له مخې د افغانستان د سولې عالي شورا مسوولینو ویلي، په دې وروستیو کې د افغان طالبانو د تحریک پخوانیو یوشمېر غړیو په متحده عربي امارتو کې د افغانستان د جګړې د ختمولو او په هېواد کې د سولې په راوستلوکې په خپلو کې خبرې کړې دي.
له بل لوري په تازه رپوټونو کې د افغان چارواکو له خولې ویل شوي، چې د سولې عالي شورا یو پلاوی له طالب مشرانو سره د خبرو په موخه اماراتو ته تللی دی.
ویل شوي، چې د سولې د عالي شورا دې هییت ځکه دوبۍ ته سفر کړی، چې یو شمېر طالب مشرانو داسې نښې نښانې ښودلې، چې ګوندې د افغانستان د حکومت له استازو سره لیدنې ته چمتو دي.
که څه هم په اماراتو کې د دواړو لوریو د خبرو د جزئیاتو په اړه کومې سرچینې معلومات نه دي ورکړي، خو که چیرې د سولې د عالي شورا هییت په دوبۍ کې د طالب مشرانو سره په خبرو کولو بریالی شي، دا به د حامد کرزي د حکومت د هغې اوږدې مودې هڅو په لړ کې یو د یاد وړ پرمختګ وي، چې له تیرو څو پرلپسې کلونو راهیسې یې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره کوي.
خو له بله پلوه د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو مشرتابه، چې باور کیږي پاکستان کې دي، له کلونو راهیسې د حامد کرزي له حکومت سره مستقیمې خبرې اترې رد کړې دي او افغان حکومت لاسپوڅی حکومت بولي.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې په دوبۍ کې راټول شوي طالب مشران په پاکستان کې د مېشتو طالب مشرانو په استازیتوب د افغانستان د روانې جګړې د سیاسي حل په برخه کې یوه نوې لاره پرانیستلی شي او کنه.
د افغانستان د سولې دعالي شورا ویاند شهزاده شاهد هم د یکشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو د پخوانیو رهبرانو د دې اقدام هرکلی کوي او هغه د افغانستان د سولې د پروسې په ګټه بولي.
د طالبانو د پخوانیو رهبرانو له خوا هم په دې وروستیو کې په انټرنټ کې داسې پیغامونه خپاره شوي، چې ګواکې دوی په هېواد کې د جنګ جګړې د ختمولو لپاره خبرو ته چمتو دي.
په دغو پیغامونو کې د کوټه د شورا د یوه غړي معتصم اغا جان له خوا ویل شوي، چې د افغانانو او مسلمانانو ترمنځ جګړه مذهبي او قانوني صبغه نه لري او طالبانو تصمیم نیولی چې، له دې وروسته مسلمان او افغان د بل افغان په واسطه ونه وژل شي.
همداراز د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف هم د انقرې په غونډه کې ژمنه کړې ده، چې په افغانستان کې د سولې راوستو او ټینګښت په اړه به رښتینې هڅې وکړي.
له بل لوري د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د بېلابېلو لاملونو پربنسټ په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي دفتر سره کلک مخالفت وښود او د همدغه مخالفت له امله دغه دفتر ډېر ژر بېرته وتړل شو، که څه هم د امریکا متحده ایالتونو د دغه دفتر د نه تړل کېدو په اړه ډېرې هڅې وکړې او ان پر طالبانو یې د بېرغ د کوزولو په ګډون د افغانستان حکومت ځينې شرطونه ومنل، خو بیا هم د وسله والو طالبانو کلک دریځ او د افغان دولت جدي مخالفت ددې لامل شو، چې دغه دفتر دې وتړل شي.
د افغانستان ولسمشر او د سولې عالي شورا له هماغه مهاله په دې هڅه کې وو، چې د قطر پرځای دې دغه دفتر یا په ریاض یا هم ترکیه کې پرانستل شي، د ځينو کارپوهانو په اند په دې خبره کې د ښاغلي کرزي هدف دا و، چې له یو لوري له طالبانو سره د سولې خبرې د لویدیز په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو د اغېز له سیوري وباسي او له بل لوري هڅه وکړي، دغه خبرې د هېواد او سیمې په کچه ترسره شي، نه د نورو نړیوالو په ځانګړي ډول امریکا متحده ایالتونو تر نظر، ځکه حامد کرزي په وار وار ویلي، چې امریکا نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي، هغه تل ټينګار کړی او کوي، چې که امریکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې ژر سوله ټینګېدای شي.
له دغو ټولو خبرو دا څرګندېږي، چې د هغه عام متل پر بنسټ، «چې باد نه وي نو پاڼې نه ښورېږي» ضرور ددغو خبرو ترشا د یو عملي خوځښت او اقدام امکان شته.
خو پوښتنه داده، چې که دا دفتر رښتیا پرانستل شي، څه به وشي؟
تجربو ښودلې، چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکي ایښودل او د سولې ټینګښت، د وسله والو طالبانو له ګډون او یا له هغوی سره یوې هوکړې ته له رسېدو پرته امکان نه لري، خو په قطر کې د وسله والو طالبانو د دفتر له تړل کېدو وروسته د سولې خبرو لپاره د هغوی ادرس معلوم نه و، چې په سعودي کې د افغان وسله والو طالبانو د دفتر پر پرانستل کېدو به له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو ادرس پیدا شي او افغان دولت به وکولای شي په دغه دفتر کې د افغان وسله والو طالبانو له مشرانو سره د خبرو له لارې په هېواد کې د سولې رامنځته کېدو او ټینګښت لپاره اړینې کړنې ترلاس لاندې ونیسي.
خو زما په اند په سعودي اماراتو کې د افغان وسله والو طالبانو دفتر پرانستل به له یو لړ خنډونو او ننګونو سره هم مخ شي، ځکه په لومړي سر کې دا معلومه نه ده، چې ایا پخپله افغان وسله وال طالبان ټول د دغه دفتر په پرانستلو کې سره همغږي دي، که نه په دې اړه د هغوی د مشرانو ترمنځ مخالفتونه او د نظرونو اختلاف شتون لري، چې دا به د دفتر له پرانستلو وروسته څرګند شي .
بله خبره په دې اړه د پاکستان حکومت دریځ دی، چې ایا پاکستان حکومت رښتیا غواړي په افغانستان کې سوله راشي که نه.
تر ټولو مهمه مسئله ددغه دفتر د پرانستلو او له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرو په اړه د امریکا متحده ایالتونو دریځ دی. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو پربنسټ امریکا له افغان وسله والو طالبانو سره پټې اړیکې لري او غواړي د هغوی په واسطه په افغانستان کې د جګړې د غځولو له لارې په افغانستان او سیمه کې خپلو ځانګړو اهدافو ته ورسېږي، نو په دې توګه د تجربو له مخې به امریکا په افغانستان کې د جګړو د دوام لپاره هیڅکله هم ونه غواړي، چې افغان دولت او وسله وال طالبان دې د سولې په اړه تفاهم او هوکړې ته ورسېږي. دلته یوازې یو امکان شته، چې که افغان وسله وال طالبان، څرنګه چې له وروستیو تمایلاتو یې ښکاري، په رښتیا په افغانستان کې سولې ته ژمن وي، نو کېدای شي د امریکا له دریځ سره هم مخالفت وښيي او سولې ته چمتو شي.
اوس نو د افغانستان حکومت او سولې عالي شورا پورې اړه لري، چې د دغو سترو او ځواکمنو ننګونو او خنډونو سره سره څرنګه کولای شي د خپلې واکمنۍ په وروستیو ورځو شپو کې له دې طلايي فرصت او چانس څخه کار واخلي او له وسله والو طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره یو عملي پایلې ته ورسېږي، پرته له دې به دا مسئله د پخوا په څېر د افغانستان راتلونکي حکومت ته د یو بد او دوامداره سرخوږي او کړاو په توګه پاتې شي.

