د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژونددژوندلپاره ‏

الحاج انجنیرسیدرقیب شاه هاشمی 28.12.2013 20:54

آي دتودواوسړوزمانې،آي بې رحمې اوقهرجنې زمانې؛
‏ څنګه اوکله به دجهان مخ ته بل رنګ ورکوي اوکله به ستادقهراوغضب تندي ‏ورین وګرزي کله به ستاپه لویه غیږ کې بشرارام شې اودبشري کرامت په ‏خاطرسره په ګډه د
واحد مقصدپه خاطر دواحد فکرپه لرولویوځاي اوسي .‏
ګناه به مي کړې وې که ووایم چې ستاغیږدظلم اوستم غیږه ده ،دبې سریواو ‏جنایتونوغیږه ده دخیانت اوناخوالیوغیږه ده خوڅه چې ستابشردتودواودسړو ‏منونکې ستادعزت اودذلت منونکې نن بې عاطفې ګرځیدلی اوداځکه چې دڅو تنودپاره ‏،دڅوقدرتونودپاره یې دتعظیم سرونه ښکته کړې اوکله څنګه اوکله څنګه اوځینې ‏څنګه ویل اوعمل غواړي لیکن دوې نه پوهیږې چي دختیځ اولویدیځ مرام یودې ‏خوتاکتیکونه بدل وی .‏
آې دقدرت نادره ،آې دزمانې جوړونکیه اواي دبشردپیدایښت اوفنا‌ء کیدوواحده ولې دې ځان غلې نیولي لکه چې ویده شويي اوارام غواړي ؟ نه نه داسي خونه ده ؛؛
غواړي چې ته ددي زماني دیدن اوسیل وکړي، ته هم غواړي لکه دملک دواحدټکي اویادوحدت سمبول ؛لیکن هغه سترسترچه دبشریت ناري وهي ،هغه چې په مستقیم اویاغیرمستقیمه توګه بشرربړوې اوهغه چې بشرپه خپل شخصې اویاووایم چه دخپلوګټوقربانوي اودبشرژوندددوي دي دبشریت مرام دوي شې .....نه اوسي اونه یي ؛؛
زمامرام دانه دي چه خلک څه ومنې زمامرام دادي چه خلک دي په هرڅه ښه فکروکړي .
اي دڅوتنوزماني ، اواي دمظلومانو،کنډورنډویتیمانودمشقت نه ډکې زماني ،اي چې څوک په عزت کړي اوڅوک په ذلت ،څوک په تن پټ کړي اوڅوک په تن بربنډ، څوک په نس موړشې اوڅوک دي دلوږې وچ څوک موټري ،ځمکې تعمیرونه ولرې اوهوساژوندوکړې خومظلومان همیشه ګناهګاروي .نه غواړم نوردي نوم په خوله واخلم اونه غواړم نوردبشریت ښه اوبد تکرارکړم ،صرف څه چې غواړم هغه دادي چې :اي دروح زمانې نورزانږدې شه ستابشریت ارام کړه ، ستابشریت هوساکړه چې ژوندوکړي،په ژوند پوه شې اوژوند وپیژني .
ژونددژوندلپاره . ‏