که امریکا له افغانستان څخه مکمله ووځي (یوه سیناریو)
25.12.2013 08:48که امریکا له افغانستانه په مکمل ډول ووځي نو ډیر امکان لري چې پاکستان یو ځل بیا خپل یو څو پوځي هوايي ډګرونه امریکا ته په اختیار کې ورکړي او امریکا به یو ځل بیا له دغو ځایو څخه په افغانستان او پاکستان کې په خپلو هدفونو د بې پيلوټه الوتکو حملې پیل کړي. که څه هم پاکستان په ظاهره پخپل هیواد کې د بې پیلوټه الوتکو مخالفت کوي خو په پټه د پاکستان دننه ډیری حملې د دوی په خوښه او استخباراتي مالوماتو ترسره کیږي.
فکر کوم پاکستان به د پیسو په بدل کې امریکا ته تر ډیر څه تیر شي. امریکا به هم یو ځل بیا د افغان امورو اختیار پاکستان ته پدې شرط ورپریږدي چې پاکستان به هغه ترهګر چې غواړي د غربي هیوادو په ضد عملیات ترسره کړي امریکا ته سپاري او هغوی به نه پریږدي چې په پاکستان او یا هم په افغانستان کې آزاد فعالیت وکړي. د پاکستان دولت به له یوې خوا د امریکا څخه نظامي او ملکي مرستې اخلي او له بلې خوا به خپل دښمنان (پاکستاني طالبان، بلوڅان، نشنلست پښتانه...) د ترهګرو په نوم پرې وژني.
خو افغان دولت به د مصارفو د کمبود یا نشتوالي، ډول ډول پاکستاني او ایراني بندیزونو او کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وجه ورځ تربلې کمزوری کیږي. ډیر امکان لري چې د نجیب د دورې تکرار پخپل دې لنډ عمر کې یو ځل بیا ووینو. خو توپیر به يې دا ځل پدې کې وي چې زمونږ نظامي او ملکي بنسټونه به دومره قوي نه وي او د دوه قوتونو (مجاهدینو او نجیب) په ځای به څو قوته (دولت، طالبان، ټلواله او نورې وړې او غټې ډلې) پخپلو کې اړم وي. ټلواله به د افغانستان په شمال، لویدیځ او منځنۍ برخه باندې کنټرول ولري. دولت به په کابل مستقیم کنټرول او په یو شمیر نورو لویو او وړو ښارونو کې یو څه نفوذ ولري. ګلبدین به د مشرقي ولایاتو په ځینو سیمو کې قدرت ولري او طالبان به د پښتنو په اکثرو ولایاتو کې په ځانګړې توګه هغه ولایتونه چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، واک ولري.
نړیوال به مو د امریکا په شمول له دباندې ننداره کوي او د ضرورت په وخت کې به یو څو بوجۍ وړه او یو څو ټیمه غوړي رالیږي. او نور به د افغانستان په اړه له هر مسولیته ځان آزاد ګڼي. د دوی په وینا دوی به له افغانستانه د افغانانو په خوښه وتلي وي ځکه به نو خپلو وعدو ته ژمن نه وي.
طالبان که څه هم اوس دا وايي چې دوی به هغه وخت له افغان دولت سره د سولې خبرې وکړي کله چې بهرنیان ووځي خو په حقیقت کې دا د عامو افغانانو او نړیوالو د غولولو لپاره تشې خبرې دي. طالبان پرته د پاکستان له اجازې څخه له دولت سره د سولې خبرې نشي کولای. او پاکستان په افغانستان کې سوله نه غواړي. پاکستان به د نړیوالو او افغانانو د غولولو لپاره کیدای شي د افغان دولت او طالبانو تر مینځ د سولې کومه داسې ډرامه جوړه کړي چې وروسته ناکامه او پایلې يې د همدوی په ګټه وي.
پاکستان به همدارنګه لکه د پخوا په شان په پاکستان کې میشت د افغان مهاجرینو، د افغانستان په کلیو کې د ملایانو تر هودې لاندې د بیسوادو افغانانو، په افغانستان کې دننه د دوی باسواده ملاتړو (اصلاحیان، حزبیان، طالب پلوي او نور هغه څوک چې اسلامي (پاکستاني) ورورولي په ملي ګټو بهتره ګڼي) او عام پاکستانیانو توجه په افغانستان کې د اسلامي (پاکستاني) نظام راوستلو ته ور واوړي. او دوی به د اسلام په نامه جګړې ته وهڅوي.
پاکستان اوس هم لګیا دی او د هغه شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجرینو ماغزه لکه د اتیاوو کلونو په شان مینځي. ډیرو دغو مهاجرینو ته اوس هم په افغانستان کې روانه جګړه جهاد، د افغانستان بالخصوص د کابل ډیری اوسیدونکي کافر او د ملي اردو، ملي پولیسو او دولتي کارمندانو مرګ روا ښکاري. دوی ته ویل کیږي چې بهرنیان خپلو بیسو ته افغان انجونې بیايي او حتا غاښونه ترینه وباسي. دوی ته همدارنګه ویل کیږي چې کابل نن سبا د فحشاوو په مرکز بدل شوی (خپل لاهور ورته نه یادوي).
د پاکستان په ډیری جوماتونو کې هماغه د اتیاوو کلونو په شان د افغانستان د ازادۍ دعاګانې او په پاکستاني نظامي مرکزو کې د افغان ترهګرو روزنه روانه ده. زمونږ ډیری په عقل ړانده مهاجر او په افغانستان کې دننه افغانان هم پرته له تحلیل او فکره د پاکستاني او ایراني استخباراتو منفي تبلیغ مني او ډیر اوس هم په افغانستان کې د شهادت ارمانونه لري.
پاکستان ته د دغسې کمعقلو جذباتیانو استعمال هیڅ مشکل نه دی خو د نړیوالو له ډاره غلی دی. همدارنګه که د نړیوالو ډار نه وای نو اوس به یې د دوی په ملاتړ یو ځل بیا خپل پوځ په جلال آباد راخیژولی وو.
که له یوې خوا پاکستان زمونږ بیسواده او مذهبي افراطیان افغان وژنې او افغانستان ورانونې ته هڅوي او په خاوره مو مستقیم تیری کوي، نو له بلې خوا مو ایران تعلیم یافته ځوانان تعصب او مذهبي فساداتو ته هڅوي او زمونږ په کلتور او ژبه یرغل کوي. د بهرنیو ځواکونو د نه شتون په صورت کې به میدان پاکستان او ایران ته خالي پاتې شي. او دغه ډول مشکلات به مو څو چنده زیات شي.
د افغانستان لپاره دا ډیر حساس وخت دی او باید مشران مو خپله هره فیصله ډیره په فکر وکړي. داسې نه چې د غوږ په ګټلو کې ټول سر بایلو. مونږ باید پوه شو چې د امریکا په شمول پرمختللي دولتونه ډیرو وسایلو او منابعو ته لاس رسی لري. دوی سره که افغانستان مرسته وکړي او که نه، دوی به په یو ډول نه یو ډول خپلو اهدافو ته ځانونه رسوي. اوس نو د افغانستان په مشرانو پورې ده چې دوی څرنګه کولای شي چې د نورو له ګټو سره سره خپلې ملي ګټې هم خوندي کړي.
په یاد باید ولرو چې یوازې جوړ او پخپلو پښو ولاړ دولتونه غیرتي کیدای شي. په لوی لاس د خپل ملک په ورانولو کې هیڅ غیرت نشته.

