د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژر قضاوت کول

عبدالاحد جبارخیل 11.12.2013 14:36

حجری کی د میلمنو سره ناست ومه چه د ماښام اذان وشو او د مسجد په لوری مو حرکت وکړ.
لومړی صف کی راته ځای پیدا شو چه خوا ته می یو سپین ږیری بابا ولاړ وه.
د امام سره می الله اکبر وکه د الحمدالله او سوره څخه وروسته چه کله رکوع ته لاړو نو ددی بابا ته می فکر شو چه سخت یی راته عصاب خراب کړ.
پاینسی یی د ځوانانو په تیره بیا د لوچکو ځوانانو په څیر غټی غټی وی لمنه یی لنډه وه چه بیا هم د ځوانانو سره یی ډیر مشابهت کاوه د لمانځه څخه وروسته چه کله می بابا ته فکر شو نو غټ غټ کالرونه یی هم وه چه نور یی هم عصباني کړم او د دعا نه وروسته می یو خوا ته او بل خواته وکوت او ورته می وویل چه بابا ته مشر او سپین ږیری سړی یی تا سره داسی کالي هیڅ نه ښایي ته یو مشر سړی یی او د ځوانانو پیښی کوی، دا کارونه تا سره هیڅ نه ښایي او ډیر بد ښکاری. راته یی ډیر په ټټ غږ وویل چه زویه دا کالي می د شوق څخه نه دي کړي نه زه دومره پیسی لرمه چه ځانته کالي وګنډمه دا کالي راته یو چا په خیرات کی راکړي دي نو ځکه یی اغوندمه، ددی خبرو وروسته رانه لاړو.
ډیر خفه شومه او د ځان سره می دا وویل چه انسان باید همیش د خلکو په اړه ژر قضاوت ونکړي. هر انسان په ژوند کی ځانته یوه قصه لري او زیاتره خلک په دی نه پوهیږي او د خلکو په اړه ډیر ژر قضاوت کوي.