د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د دریو مهمو ناستو په کږلېچونو کې

عبدالغني «هاشمي» 30.10.2013 17:41

په دې وروستیو کې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ځينو هېوادونو د مشرانو او مطرحو سیاسي شخصیتونو بېلابېل هدفي سفرونه او لیدنې کتنې ترسره شوې او یا هم د ترسره کېدو په درشل کې دي، چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه یې د افغانستان په سیاسي، امنیتي او ياقتصادي وضعیت اغېز درلود یا هم لري.
افغانستان ته د ولسمشر حامد کرزي په بلنه د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سفر، چې د افغانستان او پاکستان په وسله والو طالبانو کې د پراخ نفوذ او ژور اغېز لرلو له کبله (د طالبانو معنوي پلار) په نامه یادېږي او د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښاغلي حامد کرزي په څنګ کې د نوموړي درې شپې ورځې مېشتېدنې او تراوسه د نوموړي او حامد کرزي ترمنځ د خبرو اترو د پایلو پټ پاتې کېدنې په افغانستان او پاکستان کې د حکومتي ادارې، مخالفینو او بېلابېلو کړیو ترمنځ بېلابېل شکونه او اندېښنې راولاړې کړې.
دا یوه جوته خبره ده، چې افغانستان ته د افغان حکومت له خوا د مولانا فضل الرحمن د رسمي بلنې هدف په افغانستان کې د سولې په بهیر کې له وسله والو طالبانو سره د اړیکو له لارې د نوموړي د همکارۍ راجلبول و، خو داچې د دواړو لوریو د خبرو اترو پایلې تراوسه پټې پاتې دي، نو راتلونکې اغېزې به یې په راتلونکي وخت کې څرګندې شي، خو د بحث وړ خبره داده، چې دې نا څرګندو خبرو اترو په پاکستان کې پر حکومت او نورو کړیو څومره ژورې اغېزې وشیندلې.
له دې سره چې مولانا فضل الرحمن نېغ په نېغه له پاکستان څخه نه؛ بلکې له دوبۍ څخه افغانستان ته سفر وکړ او په دې توګه یې داسې وښوده چې ګواکې سفر یې د پاکستان حکومت تر سیوري او اغېز لاندې نه؛ بلکې مستقلانه او خپلواکه دی، خو د پاکستان حکومت ددایمي پالیسۍ او له بېلابېلو حکومتونو سره د سیاسي ګوندونو په ځانګړي ډول جماعت اسلامي دایمي اړیکو ته په کتو ځينې شننونکي په دې اند دي، چې افغانستان ته د مولانا سفر د پاکستان حکومت، په ځانګړي ډول آی اس آی له سلا مشورې پرته نه ده ترسره شوې، خو که یې د یوې شېبې لپاره ومنو، چې ګواکې افغانستان ته د مولانا فصل الرحمن سفر د پاکستان حکومت تر اغېز لاندې نه و؛ نو د ښاغلي مولانا دا سفر په پاکستان کې بېلابېلې اغېزې درلودې.
ښاغلي مولانا د افغانستان له سفر څخه له سنېدو سره جوخت په خپلو لومړنيو خبرو کې په دې څرګندونو چې؛ (افغانستان ته د نوموړي د سفر پایلې د پاکستان د دوولس کلنو واکمنیو په پرتله ډېرې اغېزمنې وې)، د چارو د ځينو شننونکو په اند د پاکستان حکومت ته بشپړ ډاډ ورکړ، چې د نوموړي سفر د پاکستان د ملي ګټو په زیان نه، بلکې په ګټه یې و.
د سفر د پایلو په اړه د مولانا دویمه څرګندونه وسله والو طالبانو ته متوجه وه، مولانا په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وسله والو طالبانو ته داسې روښانه پيغام ورساوه، هغه وویل چې، (نوموړي افغانستان ته په خپل دې سفر سره د طالبانو قربانیو ته معنا وربښلې ده)، چې په دې توګه یې د خپل سفر په اړه د وسله طالبانو اندېښنه هم ختمه کړه.
د ځينو کارپوهانو په اند د مولانا فضل الرحمن دا څرګندونه په دې معنا ده، چې نوموړي په دې سفر کې د وسله والو طالبانو استازولي هم کړې ده.
دویم سفر او کتنه چې د افغانستان په چارو کې بې اغېزې نه و، هغه امریکا ته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سفر و.
د ښاغلي نواز شریف د سفر پایلو وښوده، چې امریکا ته د امنیتي مسائلو او ګټو له پلوه لا هم پاکستان او افغانستان په یوه تله، تعریف او موقف کې راځي.
سربېره پردې نواز شریف ددغه سفر په ترڅ کې وتوانید پاکستان پوځ ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر د امریکا هغه له شپږو ملیارډو ډالرو ډېرې بندې شوې مرستې په بیا راجذبولو خپل هېواد ته ستره ګټه ترلاسه کړي.
نواز شریف همدا راز امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې بیا هم هغه هېواد ته دا پیغام ورساوه، چې د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو عملیات د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي او دا کار په پاکستان کې د امریکا د ملي ګټو په زیان دی.
په دې توګه د ځينو شننونکو په اند، امریکا ته د نواز شریف سفر که ډېر بریالی او ګټور نه و، نو ناکام او بې ګټې هم نه و.
د سفرونو او لیدنو کتنو په لړ کې درېیم سفر او لیدنه کتنه په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانیا د مشرانو ترمنځ کتنه ده.
که څه هم افغان دولت ددغه سفر پایلو ته تر ډېره بریده خوشبینه دی، خو د چارو ځيني شننونکي ددغې لیدنې کتنې پایلې هم ډېرې د افغانستان په ګټه نه بولي او ورته ډېر خوشبینه نه دي.
د دې غونډې د اجنډا مهمې مسالې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د همکاریو راجذبول دي.

دا څلورمه درې اړخیزه غونډه ده، چې د افغانستان جمهوررییس او د پاکستان او بریتانیا مشرانو ترمنځ ترسره کېږي.

خو یو شمېر افغان کارپوهان نیوکه کوي او وايي، چې افغان ولسمشر دې غونډې ته له یوې قوي اجنډا سره نه دی تللی، څو د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري راجذب کړي.
د سیاسي چارو یو کار پوه حاجي سید داود له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې په دارنګه غونډو کې له ګډون مخکې باید ولسمشر کرزي له پاکستان سره په خبرو کې د نړېوالې ټولنې ملاتړ راخپل کړی وای.
بل خوا یو شمېر کتونکي وايي، بریتانیا غواړي د دا ډول غونډو له لارې د افغانستان د سولې په بهیر کې پاکستان ته لا زیات رول او ونډه ورکړي.
د سیاسي چارو یو بل کار پوه محمد اکبر اوریا هم ددغې کتنې پایلو ته د خوشبینۍ نه ښودلو په ترڅ کې ويلي: «هغه دوه نور هیوادونه چې له افغانستان سره په ناسته کې ګډون کوي، تر اوسه یې په نړۍ کې د افغانستان په هکله هیڅ ډول مسایل نه دي مطرح کړي.مثلاً پاکستان تر اوسه نه دی چمتو شوی، چې له افغانستان سره په صادقانه توګه مرسته وکړي. انګلستان هم له هغه وخت نه چې د افغانستان پر ضد مفکوره لرلی، تر اوسه پدې نه دی توانیدلی، چې هغه بدله کړي، دوی پدې هڅه کې دي چې د سولې پروسې رهبري په راتلونکي کې پاکستان ته وسپاري.»
ویل شوي، چې په دغو خبرو اترو کې به د افغانستان ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پخواني دویم مشر ملا عبدالغني برادر په اړه هم خبرې وکړي او له هغه هېواده به د نوموړي د خوشې کېدو څرنګوالي او اوسني ځای ځایګي پوښتنه وکړي، تر څو په افغانستان کې د سولې په موخه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په خاطر له نوموړي سره د خبرو لارې چارې ولټوي، خو د شننونکو په اند داسې برېښي چې په دې اړه به هم د افغان ولسمشر ټینګار کوم ځای ونه نیسي، ځکه نوموړي ته به د پاکستان د صدراعظم ځواب دا وي، چې هغوی ملا برادر خوشې کړی او د اوسېدو د ځای ټاکلو او خپلواک دریځ په اړه یې ورته بشپړ واک ورکړی دی، دا نو اوس په هغه پورې اړه لري، چې له افغان حکومت سره اړیکه نیسي که نه او یا د سولي په بهیر کې ورسره همکاري کوي او که نه، پاکستان حکومت په دې اړه پر ملابرادر فشار نه شي اچولی.
ډېری شننونکي په نړیواله کچه د افغانستان په پرتله د پاکستان ځواکمن دریځ او ځای او د درې واړو هېوادونو د مشرانو دریو مخکنیو ګډو ناستو پایلو ته په کتو په دې اند دي، چې ددې ناستې پایلې به هم تر ډېره بریده د افغانستان په ګټه نه؛ بلکې د برېتانیا او پاکستان په ګټه وي. دوی وايي نواز شریف له ښو لاسته راوړنو سره نوی د امریکا له سفره راستون شوی، برېتانیا هم د افغانستان په پرتله د پاکستان په وجود کې خپلې ګټې ډېرې ګوري او د برېتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامرون هم پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په زغرده وویل، چې پاکستان د برېتانیا تاریخي دوست دی او برېتانیا ته په دې سیمه کې د پاکستان په پرتله بل هیڅ هېواد ډېر ارزښت نه لري، نو پرهمدې بنسټ د شننونکو په اند نواز شریف په دې درې اړخیزه ناسته کې په لوړ او ځواکمن دریځ ګډون کوي، په داسې حال کې چې ددوی په اند افغان ولسمشر له یوې خوا د ناستې لپاره له ځانګړې او پیاوړې اجندا سره نه دی تللی او له بل لوري د نوموړي د واکمنۍ پای ته رسېدو ته یوازې پینځه میاشتې پاتې دي او له بل لوري هم پاکستان تل هڅه کړې او کوي، چې تر ۲۰۱۴زېږدیز کال پورې د افغانستان په اړه داسې سیاست ولوبوي، چې یوازې وخت واړوي او د افغانستان په ګټه کومه مثبته پایله ونه لري، نو د همدغو ټکو پربنسټ د چارو ډېری شننونکي برېتانیا ته د ښاغلي حامد کرزي دغه سفر ته ډېر خوشبینه نه دي، ځکه سره له دې چې افغان حکومت تر اوسه د سولې پروسې په برخه کې د پاکستان صادقانه همکارۍ ته هیله مند دی، خو پاکستان تل د افغانستان په مسایلو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

دا چې د افغانستان، پاکستان او برتیانیا څلورمه درې اړخیزه غونډه به په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستلو او په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د پاکستان او برېتانیا د مرستو په راجلبولو کې څومره مرسته وکړي؛ دا به راتلونکی وخت په زبات ورسوي.