د کافرو جنازه
19.10.2013 13:28ملا صیب چې د تنکیو هلکانو پنځه کسیزه ډله ولیده نو په زړه کې ډیر خوشاله شو ځکه چې د خپل زوی د خارج تګ لپاره يې د چاقاقبر پیسې، د خپلې لور لپاره يې د پوهنتون فیس او د خپل ورور لپاره يې د واده مصارف پیدا کړل. د هلکانو د دې ډلې راوستونکو سره يې خدای په اماني وکړه او هلکان يې له ځان سره د مدرسې لویې خونې ته بوتلل. هلته یې ټول په قطار ودرول او د هر یو څخه یې د هغه د نوم، ځای او د دلته راتلو د مقصد پوښتنه وکړه. هر یو په خپل وار ورته خپل نوم، ځای او د دلته راتلو مقصد (جنت ته تګ) وویل.
ملا صیب بیا دوی کښينول او له ټولو څخه یې پوښتنه وکړه چې آیا پوهیږۍ چې جنت ته د تګ تر ټولو اسانه او نژدې لاره کومه ده؟ تنکیو ځوانانو په یوه خوله او یو ټکي ځواب ورکړ چې ((شهادت)).
ملا صیب مسکی شو او هلکانو ته يې د جنت د نعمتونو په اړه وینا پیل کړه. ((په جنت کې به د شرابو، شاتو او شیدو ویالې وي، هلته به شنه شنه باغونه وي، هر جنتي به په زرګونو جریبه شنه ځمکه لري...))
د خبرو په جریان کې چې ملا صیب د هلکانو ناقراري ولیده نو پوه شو چې دوی څه اوریدل غواړي. نو يې خپله وینا د حورو په اړه پیل کړه. ((په جنت کې به هر شهید ته ۷۲ حورې ورسیږي. دا حورې به یو له بله دومره ښایسته وي چې د دې دنیا د هیڅ پیغلې ښایست به هم ورته نه رسیږي. دا به ستاسو مال وي چې هر څه مو زړه غواړي ورسره کولای يې شئ...))
ټولو هلکانو ورته په ډیر شوق غوږ نیولای وو. د دوی عمرونه به له لسو څخه تر پنځلسو کلو پورې وو او کیدای شي لا بالغ شوي به هم نه وو، خو بیا یې هم د حورو قیصې ډیرې په شوق اوریدې. ملا هم پوهیده چې دوی څه اوریدل غواړي ځکه يې په ډیر خوند خوند د حورو قیصې ورته کولې.
د ملا خبرو دومره تاثیر درلود چې هلکان له اوسه مطمین وو چې هر یو يې دوه اویا حورې ګټلي او اوس هغوی په جنت کې د دوی راتګ ته په انتظار ناستې دي. د دوی جنت ته د تلو تلوسه نوره هم زیاته شوه. د ملا صیب خبرې چې خلاصې شوې نو د ماښام د مونځ وخت شوی وو. هلکانو په ملا صیب پسې د ماښام جمع وکړه. وروسته د ډوډۍ او ماخستن مونځ څخه کله چې پخپلو بسترو ننوتل نو هر یو د خپل جنت او خپلو حورو په خیال کې ډوب شو.
د دوی زړونو اطمینان موندلی وو. له دنیا څخه يې نور زړه موړ او د خپل جنت په لور تګ ته لیواله وو. د دوی په مخونو کې د دوی خوشالي له ورایه ښکاریده. له ډیرې خوشالۍ نه دا شپه چا خوب ونه کړ. په سبا باندې چې کله ملا صیب بیا د جنت په اړه خپلې ویناوې پیل کړې نو د هلکانو له ډلې څخه یو کس له ملا صیب نه پوښتنه وکړه چې دوی څه وخت خپل جنت ګټلو ته لیږي.
ملا صیب ورته وویل چې لږ صبر شئ. سبا نه بله ورځ اختر دی، که خیر وي تاسو به اختر په جنت کې تیروی. او خدای پاک به تاسو ته ستاسو حورې په اختر مبارکي کې درکړي. هلکان د اختر رارسیدو ته ناقراره وو او یوه ورځ پرې لکه یو کال تیریده.
پدې ناقرارۍ کې ترینه خپله کورنۍ هیره وه. دا هم ترینه هیر وو چې دا يې لمړی اختر دی چې له کوره به يې بهر تیروي او کورنۍ به یې ورته پریشانه وي. دوی هم دا پاتې ورځ پخپلو مینځو کې د جنت په اړه په خبرو تیروله. د هلکانو خوشالۍ دا څرګندوله چې دوی د خپل ملا صیب خبرې په پټو سترګو منلي او مطمین دي چې دوی به د اختر په ورځ خامخا له خپلو حورو سره په جنت کې میلې کوي.
د اختر نه یو ورځ مخکې ملا صیب ټولو ته واسکټونه جوړ کړل او هدفونه يې ورته وټاکل. یو ته يې د کفارو یو ستر جومات ور په نښه کړ او نورو ته يې وویل چې هر یو باید ځانونه د کفارو په ښوونځی، جنازې، واده او بازار کې والوځوي.
همدارنګه ملا صیب ورته دا هم وویل چې ((دغه خلک لکه زمونږ په شان ښکاري. لکه زمونږ په شان مونځونه کوي او لکه زمونږ په شان ځانته مسلمانان وايي، خو په تحقیق سره دوی مسلمانان نه دي. بلکه دوی د ابی ابن سلول په شان منافقین او کافر دي او د دوی مرګ مونږ ته په الهي کتاب کې روا ګڼل شوی. ځکه نو چې څومره ډیر کولای شئ ويې وژنئ))
د هلکانو ډله د خپلو هدفونو په لور روانه شوه.
یو هلک هغه وخت یوې جنازې ته ورسید چې ملا پکې د شهیدانو د فضیلت په اړه خبرې کولې. هلک د دې خبرو په اوریدو نور هم ګرم شو. ژر يې ځان د خلکو مینځ ته ورساوه او چاودونه يې تر سره کړه. چاودنې د ملا په شمول له یو درځن څخه زیات بیګناه خلک د ژوند له نعمته محروم کړل.
بل هلک چې کله د واده ځای ته ورسید نو د پیغلو او ماشومانو اورا یا جنج روان وو. دوی سندرې ویلې او خوشالیانې يې کولې. ځانوژونکی چې د خپل جنت او خپلو حورو په فکر کې ورک وو د دې پيغلو ښايست ورته نه ښکاریده. نژدې ورغی ځان يې والوځاوه او یو زیات شمیر بیګناه پیغلې او ماشومان يې د مرګ کندې ته وغورځول.
د دې ډلې بل هلک په بازار کې په داسې حال کې خپل واسکټ ته انفجار ورکړ چې خلکو کورو ته د اختر سوداګانې اخیستې. تر چاودنې وروسته شاوخوا ښځې او نارینه په وینو لت پت پراته وو. د چا په لاس کې د اختر میوه او جامې وې او د چا په لاس کې نکریزې او بنګړي.
بل هلک ځان یوې ښوونځی ته ورساوه. کله چې ښوونځۍ رخصت شوه، د زده کوونکو په مینځ کې يې خپل ځان ته انفجار ورکړ. او ګڼ شمیر هلکان يې له ځانه سره ووژل.
ملا صیب چې کله کور ته راغی نو له ځانه سره يې یو غټ بنډل پیسې راوړې. پلان يې جوړ کړ چې د دې پيسو په یوه برخه به خپل زوی چې سږ کال له ښوونځي څخه فارغیږي، خارج ته ولیږي تر څو هلته ځانته ښه ژوند برابر کړي. په بله برخه به يې خپل ورور ته چې هغه هم په بل جومات کې ملايې کوي، واده وکړي. او پاتې پیسې به يې د خپلې لور چې په یوه شخصي پوهنتون کې وه د پوهنتون د فیس او د هغې د لیليې په مصارفو ولګوي.
ملا صیب پیسې په المارۍ کې کيښودې چې پدې وخت کې ورته ټیلیفون راغی. تیلفیون کوونکي ملا صیب ته د ځانوژونکو حملو د کامیابیدو مبارکي ورکړه او ورته يې وویل چې تا خپلې پیسې حلالې کړې. ملا ډیر صیب خوشاله شو.
په خوشالی کې ورته احساس وشو چې ډیره ناوخته شوې او تر اوسه يې زلمی زوی له ښوونځي څخه کور ته نه دی راغلی. او نه يې هم ورور چې هغه هم ملا وو او نن يې د چا جنازه کوله کورته راغلی. لور يې چې د خپلې ملګرې واده ته تللې وه هم را مالومه نشوه او نه يې هم ښځه او کشر زوی چې بازار ته تللي وو تر څو د اختر میوه او ماشومانو ته نکریزې او بنګړي واخلي را مالوم شول. ورځ تیریده او د ملا صیب تشویش زیاتیده.
د اخري هلک هدف جومات وو. خو لار ترینه غلطه شوه او ځای يې پیدا نکړای شو. شپه يې په یو پټ ځای کې تیره کړه. سبا بیرته ملا صیب ته ور روان شو تر څو د خپل هدف صحیح پته ترینه واخلي. په لاره کې يې پنځه جنازې ولیدې چې په سلګونو خلکو را راوانې کړې وې. سمدسلاسه ورته د ملا صیب خبرې وریادې شوې چې که څه هم دا خلک لکه مونږ غوندې ښکاري او لکه مونږ غوندې عبادت کوي خو دا ټول کافر دي. او مرګ يې ثواب لري.
له ځان سره يې فکر وکړ چې د جومات په ځای خو دلته ډیر کافر دي ولې د کافرو پدې جنازو جهاد نه کوم. د جنازو په لور ور روان شو. کله چې جنازو ته ورسید نو د ملا صیب چې د یوې جنازې د کټ پایه يې نیوله وه، پرې نظر شو او ناڅاپه يې له خولې یوه چیغه ووته. د ملا صیب له چیغې سره یو درز شو. هلک د پنځو جنازو په مینځ کې ځان والوځاوه.
د حورو او جنت په ارمان يې ښه ډیر کافران ووژل. د ډیرو خلکو په ارمانونو يې خاورې واړولې او ځان يې خپل هدف ((شهادت)) ته ورساوه.

