غزل
29.09.2013 19:29ستـــا د مــیــنـــې دېوانه یم
هــم پــاګــل هــم مستانه یم
پتنګ غوندې اور ته ورشم
عجب عشـق کې مردانه یم
یو ساعت لـکـه د کـال شي
داسـې بــند پــه جیلخانه یم
ځیګر مې له وینو ډک دی
تـــل د غــــشــو نښانه یم
چـې جـنت نـه خلک باسم
د غــنــــم هــغــــه دانه یم
څومره جـفـا ده وطن کې
مـــدام سـر پــه ویرانه یم
زه احمدزی ډېر ګمنام وم
اوس جهان کې افسانه یم

