د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیمه ییز ظرفیتونه او زموږ فرصتونه

عبدالغني «هاشمي» 18.09.2013 19:08

له سیمه ییزو ظرفیتونو څنګه ګته پورته کړو ؟
افغانستان باید سیمه ییز فرصتونه له لاسه ورنکړي
د افغانستان برخلیک له سیمه ییزو فرصتونو سره تړلی دی

که راتلونکې ولسمشریزې ټولټاکنې د افعانستان لپاره حیاتي او برخلیک ټاکونکی ارزښت لري، نو له سیمه ییزو ظرفیتونو او فرصتونو څخه اړینه ګټه اخستنه هم کولای شي په نږدې او لرې راتلونکي کې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخلیک وټاکي او په دغو برخو کې یې له شته وو او راتلونکو احتمالي ستونزو وژغوري.
تېرو تجربو ښودلې ده، چې افغانستان په یو ځانګړي نړیوال لوري پورې د ځان په تړښت کې ډېر زیانونه لیدلي دي. که په شرقي لوري (پخواني شوروي اتحاد او متحدینو یې) د افغانستان د تړښت ناوړه پایلې د هیچا له سترګو پټې نه دي، نو په غربي لوري پورې تړښت هم افغانستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه نه دی لوړ کړی او غربیانو هم د هېواد په زېربنايي برخو کې د پام وړ بنسټیز کارونه نه دي ترسره کړي، بلکې په اصطلاح لوټه یې په اوبو کې ایښې او ترې اوښتي دي. همدا لامل دی، چې زموږ هېواد د نورو یادو شوو ډګرونو ترڅنګ، د طبیعي زېرمو له پلوه هم له درانه زیانونو سره مخ شوی او لا روان دی پسې مخ کېږي، ځکه نو ښايي له تېرو تجربو څخه په زده کړې او انتباه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان هم د یو وروسته پاتې، خو خپلواک هېواد په توګه له ټولو سیمه ییزو او نړیوالو ظرفیتونو او فرصتونو څخه پر ګټه اخستنې ځان له هغو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو وژغوري، چې اوسمهال ورسره لاس او ګرېوان دی.
یو له دغو فرصتونو څخه د شانګهای د همکاریو سازمان له ظرفیتونو څخه اړینه ګټه اخستنه او د دې سازمان له غړو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې راکړه ورکړه او متقابله همکاري ده، چې کولای شي د یو پیاوړي اقتصادي، نظامي او اټومي ځواک په توګه له افغانستان سره له یادو شوو ستونزو څخه د وتلو په لار کې د پام وړ مرسته وکړي.
دغه سازمان چې پر ۲۰۰۱زېږدیز کال په لومړي سر کې د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په موخه جوړ شو او چین، قزاقستان، تاجکستان، قرقزستان و ازبکستان هېوادونه یې غړیتوب ترلاسه کړ؛ اوسمهال د هند او افغانستان په ګډون د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو په اصلي او ناظر غړیتوب، په یو پیاوړي سازمان بدل شوی، چې د ځينو نړیوالو او سیمه ییزو شننونکو په اند دا سازمان کولای شي پر اقتصادي همکاریو سربېره، په سیاسي، امنیتي او نورو برخو کې هم له ناټو سره سیالي وکړي او سیمه د ناټو له ولکې څخه وژغوري.
که څه هم د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ددغه سازمان په وروستۍ سرمشریزه غونډه کې، چې د تېرې جمعې په ورځ د سپټمبر پر ۱۳مه د قرغزستان پلازمېنې بشکک کې جوړه شوې وه، په زغرده وویل، چې ناټو ونه شو کولای، چې په سیمه کې امنیت راولي او ټيننګ یې کړي، په دې مانا چې ښاغلي کرزي دا غوښتنه د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو څخه وکړه، خو زموږ هدف دا نه دی، چې افغانستان دې ګوندې له ناټو غړو هېوادونو سره اړیکې پرې کړي او په شانهګای پورې ځان وتړي، بلکې موږ په دې اند یو، چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه باید له ټولو نړیوالو لوریو او سازمانونو سره ښې اړیکې ولري او د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له دغو ظرفیتونو او فرصتونو څخه د راکړې ورکړې له لارې په بېلابېلو برخو کې د خپلو ملي ګټو پیاوړتیا لپاره اړین او رغند ګامونه پورته کړي.
 ددغه سازمان اصلي او ناظرو غړو هېوادونو د بشکک په سرمشریزه کې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال وروسته، کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، په هېواد کې د هغو راتلونکو احتمالي سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله اندېښنه و ښوده، چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه به د سیمې پر هېوادونو هم څرګند اغېز ولري. په دې توګه که افغانستان له ۲۰۱۴ کال وروسته د شانګهای سیاسي او اقتصادي ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري، نو د شانګهای غړو هېوادونو سیاسي اوامنیتي ثبات او اقتصادي پرمختګ هم په افغانستان پورې تړلي دي، دا په دې دلیل چې که له یو لوري افغانستان بیا د ترهګریزو شبکو او مخدره توکو د تولید او قاچاق په ځاله بدل شي، نو د سیمې هېوادونه به یې له بدو اغېزو خوندي پاتې نه شي او له بل لوري افغانستان په نړۍ کې د هغه هېواد په توګه چې تراوسه یې بډایې طبیعي زېرمې په خپل ځای پاتې دي او لاس نه دی وروړل شوی، د شانګهای سازمان غړو هېوادونو لپاره له اقتصادي پلوه د ډېر ارزښت او اهمیت لرونکی هېواد دی.
اوسمهال د افغانستان اقتصادي مو قعیت او ارزښت، په ځانګړي ډول د طبیعي بډایو زېرمو، لکه په شمال کې د نفتو د بډایو زېرمو، د حاجي ګک او عینک مسو کانونو، کمران لاجوردو، په بېلابېلو سیمو کې د سرو زرو، یورانیمو او نورو طبیعي زېرمو شتون له پلوه زموږ هېواد ددغه سازمان د غړو هېوادونو لپاره د ډېر اهمیت وړ ګرځولی دی.
له بل پلوه د افغانستان جیو پولټیک او سټراټيژیک موقعیت او دا چې مرکزي اسیا له سهیل سره نښلوي، دا چې افغانستان ددغه سازمان د غړو هېوادونو د تولیداتو لپاره د مصرف ډېر وړ بازار دی او همداراز د افغانستان له خاورې د ګازو د نللیکې غځېدنه او د هغې له ګازو څخه په افغانستان کې ګټه اخستنه، د شانګهای سازمان اصلي او ناظرو غړو هېوادونو ته له ۲۰۱۴ کال وروسته زموږ د هېواد ارزښت او اهمیت لاپسې زیاتوي، همداراز د شانګهای غړي او ناظر هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، روسیه او هند اوسمهال د نړۍ ستر اقتصادي، نظامي، اټومي او فضايي ځواک په خپل واک کې لري او په نړۍ کې له سترو انرژي تولیدوونکو او مصرفوونکو څخه هم شمېرل کېږي، ځکه نو افغانستان ته ښايي، چې سربېره پردې چې له دې امتیاز او فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي، هڅه وکړي پر همدې بنسټ ددغه سازمان اصلي غړیتوب هم ترلاسه کړي، چې دا به هم د افغانستان او هم د شانګهای سازمان غړو هېوادونو لپاره د ځانګړي او پام وړ ارزښت او اهمیت وړ وي.