مینه
17.09.2013 19:08هرروح یوڅه خوښوی چی د طبعه سره برابر وی اوله ځانه یوخاص ارزښت اواستعداد منځ ته راوړی چی مینه نومیږی نوویلی شو چی مینه دژوند سره مل اولرونکی د مرتبودی.
ابن سینا مینه دهستی په مرتبوکی د کوچنی اوضعیف حالت نه تر قوی حالته واجب الوجود ګڼی اودبقا اوتکامل راز په مینه کی بولی . دعارفانوفیلسوفانه استمداد دمینی په اثبات کی دی چی عاشق اومعشوق دمینی په تسلط کی لویه اووسیع نړی مدلل کړی.
دمینی تعریف :ابن سینا په رساله فی ماهیه العشق کی وای مینه (نیک اوښکلی ) په موجوداتوکی هرشی چې دطبعه سره سازګاروی په حقیقت کی زړه راښکونکی دی.
ابن سینا دقانون په کتاب کی دمینی تعریف داسی لیکی :دنږدی والی اواړیکو مجموعه ده چی یوانسان یی د بل سره کوی.خود ماهیه العشق په کتاب کی بیا مینه ناروغی ګڼی اودمینی تعریف داسی کوی :مینه یونوع ناروغی ده چی انسان پخپله ځان پری اخته کوی اودصورت ښه والی اونیکی باندی فکراوغوښتنی مسلط اوغالب ګرځی .
بیا ځیني وایي چې، مینه داوږدوورځواوشپونتیجه ده اوساده په لاس نه راځي ، ډیرکړاونه اوربړونه غواړې ، ډیرې مایوسې اورټانې غواړي، مینه زړه په کشش راولی ،مینه انسانی روان له پټ ځای څخه باندی باسی ،ممکن مینه طالع اوخوشبختی وی، مینه یو مفکوروی، هڅه ده، مینه دټولو قفلونو کلید دی، مینه په واقیعت کی دانسان یو طبیعی غریزه ده،ډیر خلک په دی باور دی چی مینه یو احساس دی ،ځیني مینه دښوبرخوردونونتیجه بولي ،څوک دښکلا ځلاته مینه وایي،بیا ځیني مینه دځلمیتوب نامعقول احساسات ګڼی اویا برعکس ؛؛ دهرچانظردهغه خپل نظردي نظرکه منلي اویا نامنلي وي بیاهم نظردي، نظرکوم علمی بنسټ نلری .
ابن سینا دمینی ،اوشوق په تفاوت بحث کوی اووایی : حقیقی مینه دیوذات دحضوردتصورایجاددی چی ادراک یی کامل اوتام وی مینه زیاته اوتیزه وی خوشوق موقتی ده کله شوق دخیال قوه لوړه اوکله تمثیل ضعیف وی هرمشتاق دمینی وصول ته نه رسی ځینووختوکی ناببره که نسبی وصل ته ورسیږی . خومینه هڅی نه ده ،الله ج منزه له شوق دی اوممکن نه دی چی له هغه څخه څه غالب وی .
دابن سینا دکتاب په یوه برخه کی دمینی مراتب داسی بیانوی دکومه چی دعاشق اومعشوق رابطه دلذت ورکولواولذت اخیستلوده دمینی مراتب هم همداسی دی په عالم اوحالاتوکی .
دالله ج مینه دمراتبوپه لوړپړاوکی قرارلری ځکه چی الله ج دادراک اوکمال درجه لری چی ژوندی اودایم الوجود دی .
مینه په ټولوموجوداتوکی شته اودانسان لپاره خاصه نه ده په نباتاتو کی په حیواناتوکی اوپه جامداتوکی مینه موجوده ده
دمین، مینه او مشتاق تر منځ فرق باید وپیژنو ،مین له خپلی مینی یوڅه پیداکړی دی چی له هغه خوند اخلی اومشتاق دمعشوق له جانبه په رنځ اخته وی او دخپل رنځ نه خوند اخلی . مینه دایمی وی وخت اوزمان یی نشی بدلولی اوشوق موقت دی کله ګرم شی اوکله معتدل اوبیا یخ .
دقدسی ذات مینه دجواهروپه پرتله قیمتی ده نفوذپذیری نه منی خو مشتاق دبشری نفوس ترتردده دښکلا ترتاثیرلاندی دطبیعت دموجوداتوهیله مند اومشتاق دی .
په هرترتیب ، څه چې مهمه ده هغه داچه مینه ذاتي اثر هم دي. ترکومی چی ماپوری مربوط دی زه دمینی لیونی ،دطبیعت لیدونکی ،د ښکلی کلام اوریدونکی ،دښکلا دکتاب لوستونکی ،د لامکان ذات ددیدار مشتاق، دلامجال کوټی طواف اورکوع کوونکی ،لاس په نامه اوسجاد ،چی دتکامل اوبقارازپه مینه کی ګڼم، دټولوکړونه پښیمانه اوتوبه کونکی، مین ،شایق که مشتاق درحمتونو امیدواردسپاندولښتیواوحورومست دیوه جام اوبوتګی دخیال په عالم کی دیوی حوری ترڅنګ ناست تږی اووږی یتیم اویسیرددنیادتحولاتو سارونکی اونظاردرښتینی مینی په لټه زبون وهلی اوحیران دیوه خیال علاقمند روغ لیونی دکایناتو په عالم کی ورک دا منم چی مین شوی یم خونه پوهیږم چی څنګه اوڅنګه په کوم اثرپه کوم خیال علاقه اومینه لرم، خوصرف دومره منلې شم چې هغه ذات مې زړه کې ځای لرې ،هغه دهرڅه نه راته زیاد قدر لري اوزما مینه په غالب ګمان الهي الهام اویاعجیب تصادف دي .
خوښ دي وي د مینی دکمال درجه ښه اوعجیب تصادف .

