د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو سوچه كول....؟

عبدالجبار كاكړ 14.09.2013 02:04

دويمه برخه
پښتو سوچه ليكل يالوستل يا خبري په سوچه پښتو كول په رښتيا هم دادپښتو په ګټه دې خويواسي قام چى سره پاشلي وي او يومركز نه لري او په بيلو بيلو برخو ويشلي وي اوبيا دنورو ژبو تراغيزو لاندي وي چى هغه حكمراني ژپى وي نوڅرګنده خبره ده چى په هغه ژبه د نورو ژبو توري او ټكي ورګديږي آن داچى دهغه د نورو ژبوټكي په دومره لويه كچه ګاريږي چى هغه د ژبي خپلوتورو ځائې ونيسي د پښتو ژبي سره هم د هغه چل دډيره وخته راروان دي چى تراوسه دوام لري چى ددي دڅنګه ډير نورداسي څوك شته چى هغه غواړي په كسته دخپلي ژبى توري او ټكي وپښتو ته ورو اچوي ځكه چى پښتانه كله كله په دې وام كښې راشې چى چيري ددوي ژبه خود منځ څخه دوړلو هڅي نه دي رواني د دوي دهغه اټكل تر ډيره دمنلو وړهم دي نوځكه چى دوي دد هغه عمل دمخ نوي هڅي كوي خو دايوه خبره په كاردي چى موږ په نظر كښې وساتو چى وژلو ته د نورو ژبو توري يونيم ارومرو داخل كيږي په زياته بياهغه خلګه چى په ښارو كښې ژوند كوي دهغو ژبي د نورو ژبو څخه ډيري تورى راوړوي خو ددي ماناكله هم داسي موږ نه شومنلې چى په خبرو او ليك كښې دي درې توري دپښتو وي او نوردي داروپا پارسووي يانن سبا د انګريزي ژبى چى ځموږ زياتره پښتنو د هغه عادت خپل كړي دي چى دوي وائى پښتو خود انګريزي توري زيات وي دا خويو ډول بيل خلګه دي چى دوي د خپلي مورني ژبى په ځائي نوري ژبى خوښوي او د هغه زياتره د ښار اوسيدونكي موږ ورته ويلى شويو وخت داسي هم وو چى چاته به دي ښاري يا بازاري وويل هغه به بدوړل.
كه موږ ودي خبري ته غورو كړو چى په پښتو كښې د كومو ژپو توري زياته ګاريږي نوپه داراته څرګنده شې چى د پارسو او د اردو ژبو چى اوس انګريزي هم خپل ځائي په كښې جوړكړي دي تركله چى د پارسى خبره ده يو تاريخي نظر دادي چى پښتو او پارسي دوي خوندي ژبي دي چى د تاريخ په اوږدو كښې دايو ژبه وه خووخت ځائي او حالات داسي جوړشول چى دهغه دواړي ژبي سره بيلي شوي نوځكه چى ډير داسي توري دي چى ددي دواړو ژبو سره ګډدي خو موږ يې داسي اټكل كووچى دهغه توري دپارسي اوپښتوته راغلي دي موږځكه دوه نه باندي كووچى وپارسي ژبي ته د تاريخ په اوږدو كښې دومره كارشوي دي چى وپښتو ژبى ته د پارسي په پرتله دنښت برابردي او پيا پارسي د حكمرانانو ژبه او دربار ژبه ياته شوي ده آن داچى پښتو پاچاهانو و حكمرانانو د پښتو په ځائې پارسې دنن ورځي پوري خپله كړي ده ځكه چى هغه تورو چى د دا دواړو ژبو ګډوو هه پارسي خپل كړو او پښتو ځيني بى برخي شوه بياد پښتو ژبه پوهانو دومره ځارنه دي استلي چى دوي دهغه كار په ثبوت ورسوي ددي سره سره چى دنن ورځي پوري حكمرانانو د پښتو سره ښه چلن نه كوي كه دا ووايو چى خپله پښتانه د خپلى ژبى سره ښ نه كوي تر ډيره به د خبره رښتياوي پاته شوه اردو ژبه چى دنوم څخه يې څرګنده ده چى لښكري ژبه ده او عمر يې هم تر دري څلور سوه كاله زيات نه دي خودبده مرغه د زراوكلو پخوانى ژبى په څټ كښې ورسپاره ده او پښتانه په دي ويره لري چى كيدي شې چى د هغه د پرون لښكرى ژبه پښتوو خوري كه دهغه حال وو نو داسي هم كيدي شې خو بيرته كه موږ ودهغه لښكري ژبى ته ځير شو نو دابه راته څرګنده شې چى په اردو ژبه كښې بى شميره د پښتو تورې شته چى ياخوپه خپله بڼه كښې پاته دي يايې بڼه وريدله كړي ده چى ددي به څوبيلګي تاسوته وړاندي كړم.
ورځ – روز كال – سال خوښ – خوش
لښكر – لشكر څادر – چادر پاكه – پاك
پښيمان – پشيمان
خو ځموږ د بى غوري او د نورو دتنګ نظري د هغه د زراو كلو د پښتو توري اردو دځان ګڼې اوبله دا چى كله موږ د اردو ژبى دكشتري يا قاموس ګورونو د هر تورى ومخ ته اشاره شوي وي چى دا توري د اردو دي يا د تركي دي يا دعربي او پارسي خو د پښتو دټګى په ځائى د دوي قلم دريدلي دي او پښتانه هم په دي كښې فكرنه كوي چى دا د اردو ژبي ليكوال ولي د پښتو توري دځان كړي دا ځكه چى اردو ژبه نه وطن لري نه قوم لري نه بنسټ لري بلكي د بيلو بيلو قوموو عسكرو ته دا اړتيا شوه چى يوبل د پوهى دپاره څو توري سره ونښلوي چى دوي كارو چلوى هم داسي وشول او دهغه اردو ژبه ومنځ ته راغله خوځينو خلګو دخپل ملكى وجود د ژوندي ساتلو دپاره ودي ژبى ته وده ورړو او دومره ييې رامخ ته كړو چى د زراو كلو پخوانى ژبى وشاته كړي بلكي په وټكولۍ چى دا ځموږ ومخ ته دي.
اوس په راشو خپلي خبري ته چى لومړى وار ارواښاد قيام الدين خادم د ږغ پورت كړي چى په كاردي چى پښتو سوچه شيې دا د سيلادي كال ياد تيري پيړي ځلوريښمه لسيځه وه دوي دي دپاره ډير كاروكړي ډيرى ليكنۍ يې ورباندي وكړي پخپله يې هم ليك په سوچه پښتو كاوي او ونور ته هم دا لارښودنه كوله څوكاله وروسته ارواښاد د قيام الدين خادم او د افغانستان د هغه وخت د سترو ليكوالو پلاوي پيښور ته راغلي په پيښور كښې دوخت د لويو ليكوالو سره غونډي او ناستي وكړي د پښتو په ستونځو ييې اوږدي خبري وكړي چى په هغه كښې ځيني پريكړي هم وكړي چى په زياتره كتابو مجلو او ورځپاڼو كښې هغه وخت هم راغلي اوس هم راځى بياپه كابل كښې د درو واړو سيمو لكه افغا نسان شمالي پښتونخوا سويلى پښتونخوا او قبائيلو لوړ پوړو ليكوالو ګډون په كښې لرلۍ دهغه لړي ترډيره روانه وه چى وروستى غونډه يې په نتهياګلي كښې وشوه اوپه بيلو بيلو چارو يې خبري وكړي چى څنګه د پښتو يو داسي ليك دود رامخ ته شې چى د هري سيمي پښتو دپاره آسانه وي او ددي د څنګه ييې پښتو د سوچه كولو په چارو هم خبرى وشوي او داپريكړه وشوه چى هغه توري چى د ډيره وخته پښتو برخه ګرځيدلي دي او د پښتو بڼه يې خپله كړي ده په كاردي چى هغه هم په دهغه ځپل ځائى پاته شې لكه قلم قميص اوداسې نور ډير توري دي چى اوس پښتو خپل كړى دي او داسي څوك به په لر او بر كښې نه وي چى داسي غوښتنى لري خو د سوچه كولو چى كوم مطلب نن صبامانا اخلي ځماپه اندهغه داده چى اندهغه داده چى هغه تورنه دي په كار چى پښتو خپل توري ورته لري او موږ د نورو ژبو توري ګاركړو يا هغه توري چى د پښتو په ټكو ليكل كيږي د هغه په ځائي د نورو ژبو ټكي ګاركړو د بيلګى په ډول څ په څ ليكل څ په س ليكل په خ ليكل او داسي نور.
رښتيا خبره دا ده كه موږ د مشرانو ليكوالو په وارو وارو د شوو پريكړو درناوي او په هغه عمل وكړو نو ترډيربه موږ خپله سوچه او روانه وساتلو ځماپه انددابه سمه خبره نه وي چى يوه سړي دوه راپورته شې اوداسې غوښتنه وكړي چى پښتو دي سوچه يادي داسي وشي كه موږ هر ليكوال رڼ انده او شاعر په ځان دا خواري تيركړو چى دليك په وخت به د پريدى ژبى تورى ټكى او شميره نه ليكم نه په په ژبه راوړم نه به په خبرو كښې د بلى ژبى توري ګاروم نو باور وكړي چى پښتو به ډيره سوچه شې خو داهرڅه د موږ يا د هر سړي پوري اړه لري چى د خپلي ژبى دپاره دى څوسره كاركوي شې دا كارنه په زوره كيږي نه په بيړه كيږي دا د هرسړي پوري اړه لري ډير داسي توري دي چى دليكوالو په مرسته و پښتو ته راوشتي دي لكه جمهور رئيس نن په ولسمشر باندي اوښتي دي داسي صدراعظم په لومړى وزير بهرنى په باندني اوښتي دي كه هريو ليكوال څه خواري په ځان يو شې نو هغه توري چې بيځايه و پښتو داخل شوي دي كه موږ لږ خواري وكاږونو به دهغه باندني توري د پښتو څخه واستل شې كوم توري چى د نورو ژبو چى په لويه كچه پښتوته راغلي دي او پښتو خپلي رښتني توري لري نوددي پاره لوړى د پښتو كښې خپل توري ګارشې او په معكوس ياپه بريكټ كښې دبلي ژبى ګاره ونكى توره ورته وليكل شى لكه.
دا ښه خبره ده چى د انټرنيټ ياد نورو خپرونو دلارې ستونځي په ګوت كيږي خوپه كاردي چى د يوه وړانديځ وارو وي نه چى د پريكړي په ډول او بياچى د پښتو ژبى ستر ليكوالان د پخوا وارو سره يو ځائى په هغه وكړي دوه درې كاله د مخه په كابل كښې د پښتو يو كانفرنس وشو او دا پريكړه وشوه چى په كابل كښې به د پښتو دودي يو مركز جوړشې چى په پيښور كوټه او نورو ښارو كښې په مركزونه وي چى د كانفرنس د ختم كيدو سره هرڅه ختم شول خو بيرته عبدالغفور لېوال او دده ملګري به هغه پريكړه عملى كړي چى څنګه دوي ژمنه او پريكړه كړي وه.
.........................................................