ښکلا
12.09.2013 18:52ښکلا څخه موخه داده چی مونږ څنکه کولی شو خپل محیط او اطراف درک کرو ښکلا په اصطلاح کی ذوق او سلیقه ته وایی .
دښکلا د کلیمی په باره کی پوهان د نظر اختلاف لری.
افلاطون : ښکلا ده نوعی ګڼی د طبیعت او ژوندیو ښکلا او بل هندسی ښکلا چی خط - دایره اونور...نوموړی عقیده درلوده چی د طبیعت ښکلا نسبتی ده او هندسی ښکلا مطلق ده .
هیکل : بیا ښکلا دو نوع ګڼی هندسی ښکلا او هنری ښکلا .
ښکلا یواځی د سینګار پواسطه منځ ته نه راځی بلکی ښکلا دو متضاده صفتونه دی ښکلا د ادراک په اساس د انسان عواطف مخاطب وی یو کلام هله ښکلا پیدا کوی چی د کلام محتوا د ذهن څخه لوړه وی په دی حالت کی مقابل د طرحی په تشکیل مجبور وی ذهن د ادراک لوړه سطحه خپلوی په اصل کی د ذهن رضایت هله حاصلیږی چی ظاهرآ نسبی کشف موفق شی .
پیچلی کلام نه شو کولی مستقیما درک کړو په دی حالت کی تقریبی او نسبی تیوری ده
ښکلا په دو قاعدو ویشل کیږی :
۱- بنسټیز یا با قاعده ښکلا .
۲- بی بنسټه یا بی قاعده ښکلا.
د ښکلا یوه بنسټیزه پوښتنه داده چی ښکلی ولی ښکلی دی ؟
تعریف : یو ښکلی د ذهن د تصوراتو او عملی مهارتونو په قاعده د محیط د ښکلا سره په پرته ښکلی دی یا په بل عبارت د ښکلا د قواعدو د او تخیل په استفاده ځانګړنی مادی لاس ته راوړنی دی د محیط او طبیعت څخه .
ښکلا یو فلسفی ارزښت دی او ډیر پوهان په دی عقیده دی چی ښکلا د ذهن امردی چی دلیل او برهان نه غواړی او په واقعیت کی واقعی تعریف نه شو کولی یعنی ښکلا درک کولی شو خو د ښکلا تو صیف کولی نه شو .
د اسلامی فلسفه له مخی ښکلا کشش او جاذبه ده چی په هغه کی د هستی عشق غوښتنه او حرکت و جود لری یعنی ښکلا د حرکت او جنبش موجب دی.
ابن سینا په رسالة العشق کی داسی لیکی (ص۳۷۴ )حقیقی عشق په ټولو موجوداتو کی شته حقیقی عشق چی د تصوراتود خوښی موجب دی د ښکلا او محبوب د جمال ذات وی، د حق ذات چی د ښکلا جمال او کمال مطلق دی اصلی معشوق دی (ابن سینا ۱۳۷۵ ج۳ ص۳۰۶)
ښکلا پیژندنه کی د عقل اقتضا ډیر ده چی د عشق جذابیت حرکت د اصلی جمال مالک ته دی .
ټول اهل نظر په دی نظر دی چی د ښکلا مادی او جسمی جذابیت د مصنوی او روحانی زیور مرهون دی شرافت پاک لمنی اخلاق د روح زیور د ښکلا اصلی اصل دی چی بدن بی له هغی ښکلا نه لری .
ښکلا چی عشق او احساسات را پاروی د انسان د تخیلاتو او تما یلاتو دهم تظمی اوهم اهنګی دلذت نسبی امردی (معین ۱۳۴۳ ج ۲ص ۱۷۶۷)
ښکلا اساسآ د تعریف وړ نه دی ځکه چی ښکلا درک کیږی خو تعریف نه ؟
ښکلا د عقل په اصا لت کی د ښکلا ذات لطافت دی چی عدالت حقیقت او واقعیت په معنی دی .
دبی شماره احساساتو په جلب او تحریک او د ادبیاتو په دنیا او د زړه په تل کی د ښکلا لیدنه ( هر څه چی د الله ګوری ښه ګوری ) بی تعلیمی ، ښکلی کردار، نیکه وینا ،دظاهری ښکلا یاد د زغم ، هجران جذبه د جواهرود مطلق ښکلا حقیقت دی .
دالهی صفاتو ښکلا د ښکلی سره باید فرق قایل شوښکلا صفت اوښکلی واقیعت دی د حواسو دا دراک له مخی د اسمانی عشق عارفانه محبت انګیزه انسان ته ناغوښتی نمایش کوی په دی حالت کی سترګی ،زړه معشوق د خیال په عالم کی وینو .
رسول اکرم (ص) فرمایی : (پرورد ګار می د ښکلا به بهترین صورت کی ولید او ماته یی وویل زمانه و غواړه )رسول اکرم (ص) د حق په تجلی او ښکلا مجذوب شو چی د حق د محبت نه غیریی بل څه ونه غوښت .
په قران عظیم الشان کی په صراحت راغلی "تقوا وکړی تر څو د حق څخه د باطل فرق او تمیز ستا سو په زړه کی پیدا شی " شیطان قسم کړی چه د دنیا خرابیو او بدیو ته ښه نمایش ور کوی .
نو لازمه ده چی انسان د ښکلا د پیژندنی لپاره د نفس او زړه تزکیه وکړی د عقل او معرفت په شعور کی ژوند د ښکلا نه خوند واخلی چی د کمال لوړه درجه د عشق لذت حاصل کړی دزشتو او ناروا کارو څخه لاس اخیستل،ریا، تملق او بندګی د نورو لاس پوسی نه ځان ساتل ،د فحشاد پلیدی نه کول، د مادیاتو ناروا حاصلول، د خدای او ملت پر وړاندی معرفت پیژندنه، تقوا او پرهیز ګاری په اصولو تګ چی د فهم او ادراک په پیژندنه کی مهم نقش لری د انسان ښکلا او کمال د هنری فعالیت ظرافت د روح له جماله ښکلا ده .
اخیستنی :-
۱ - ابن سینا الشیخ ابن علی حسین بن عبدالله ، رسالة العشق لمړی چاپ-
۲ – بخاری اسمعیل بن محمد ۱۳۴۹ خلاصه شرح و تعرف
۳ – لطفی، محمد حسن ۱۳۶۷ افلا طون
۴ – معین ۱۳۴۳ ج ۲ ص ۱۷۶۷

