د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږه کلی

سیدمنتظرشاه 06.09.2013 22:02

لکه نسرپه مخه کړی سيلاو
ډوب شي، غوپه شي
ته وا ورک شو د اوبو په تل کې
هغه د لر کلي میراو وايي
شکر چې ډوب شو، هغه هسک برجونه يې ونړیدل
خو،
سیلاب چې تم شی
لکه سور غاړی مازیګر د هسک په ولو باندې
کلی را پاڅي د سیلاب له خړو
شیبه ولاړوی
مزدک وویني چې هسک ولاړ دی
له منارو يې د بلال یو خوږ اواز راځي
چې د ژوندون ښکلا ته لاره باسي
خو،
زموږ د کلي پرهرژلی خلک
بلې تیارې ته تیاری نیسي