انتخاباتي ایتلافونه؛ ناکامۍ او بریاوې یې
05.09.2013 20:44ایتلافونه او په ځانګړي ډول په خاصو شرایطو کې د ځانګړو اړتیاوو او اهدافو له مخې د انتخاباتي ایتلافونو رامنځته کېدل د هر نظام ، واکمنۍ او هېواد یوه طبیعي ځانګړنه او اړیتا ده؛ خو دا چې کوم لاملونه، اندودونه، کړنلارې، لیدلوري، اهداف او ګټې ددغو ایتلافونو د رامنځته کېدلو بنسټ جووړوي، دا د بحث او تامل وړ خبره ده.
دا د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې یو طبیعي امر او ګټور ملي ګام دی، چې د بېلابېلو ایتلافونو پر جوړېد، په انتخاباتو کې د خلکو، پراخ، فعال او شعوري ګډون ته لار هواره شي. دا ډول ایتلافونه د نړۍ په ډېریو نورو هېوادونو کې هم، چې د افغانستان په څېر امنیتي ستونزې، ځانګړي دودونه، بې باورۍ او نور بېلابېل لاملونه پکې د پراخو ایتلافونو مخه نیسي، په داسې حساسو او برخلیک ټاکونکو وختونو کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي.
خو زما په اند یو له هغو مواردو څخه، چې کولای شي ددغه او دې ته ورته نورو ایتلافونو پایښت او ټینګښت تضمین کړي، د خلکو او هېواد د ګټو لپاره ددغو ایتلافونو ټاکلي او ځانګړي ګډ پروګرامونه او پلانونه دي، چې پربنسټ یې دغه ایتلافونه رامنځته کېږي، له دې پرته به دا ټول ایتلافونه، چې د خپلو ډلو ټپلو د شخصي ګټو او په بېلابېلو لوبو او تاکتیکونو واک ته رسېدو لپاره یا هم په واکمنۍ کې د ځان او خپلې ډلې لپاره د ځای او امتیاز موندلو په موخه کله له یوې ډلې او کله هم له بلې ډلې سره متلف کېږي، بې له منفي او ناوړو پایلو بله هیڅ کومه لاسته راوړنه ونه لري.
څرنګه چې لیدل کېږي، په کابل کې د ځينو ګوندونو، جهادي تنظیمونو، ډلو او مطرحو شخصیتونو تر منځ په رامنځته شوي انتخاباتي ایتلاف کې ځينې داسې ګوندونه، تنظیمونه او ډلې هم شامل دي، چې کلونه، کلونه یو له بل سره جنګېدلي او زرګونه افغانان يې په بېلابېلو ډولونو د خپلو شخصي مخالفتونو او اهدافو قرباني کړي دي، خو په سیاسي لوبو کې کله کله وضعیت داسې حالت او رنګ غوره کوي، چې ځينې سیاسي ګوندونه او تنظیمونه د خپل ګوند یا تنظیم د ګټو په خاطر او یا هم واک ته د خپلو ځانونو د رسولو په موخه د خپلو قرباني شویو پلویانو پر وینو او د هغوی د یتیمانو پر ارمانونو او سرونو پښه ږدي او له هغو خلکو سره د تفاهم او معاملې پر مېز کېني، چې لاسونه یې د هماغو یادو شوو قرباني شوو په وینو سره دي.
په اوسنی انتخاباتي ایتلاف کې هم ځينې همداسې څېرې او زورواکي سره ګډون لري، خو زموږ په هېواد کې تېرو پرلپسې تجربو ښودلې، چې په بېلابېلو وختونو کې رامنتځه شوي سیاسي او امنیتي وضعیت بېلابېل ګوندونه او تنظیمونه یووالي او تفاهم ته سره اړ کړي، خو بیا یا خو دغو بهیرونو کومه مثبته پایله نه درلوده او یا هم بېلابېل اړخونه یو بل ته ترې د د دسیسې جوړولو او تېر ایستلو د وسیلې په توګه کار اخستی او یاهم د لنډ مهال لپاره پاتې شوي او بېرته ړنګ شوي او په دښمنیو بدل شوي. ان دا چې د مسلمانانو تر ټولو مقدس مکان او قبله، بیت الله شریف کې پر قرآن د لاس ایښودنو ژمنو هم کومه مثبته پایله نه درلوده.
د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې، چې جهادي تنظیمونه او سیاسي ګوندونه هیڅکله د یو بل پروړاندې له خپلو شخصي ګټو نه دي تېر شوي او نه تېرېږي او هر یو غواړي د هېواد ټول واک پخپل لاس کې واخلي او هرڅه یې چې زړه غواړي، هغه وکړي.
بله خبره د قومي، ژبنیو، مذهبي او سیمه ییزو تعصبونو مسله هم ده، چې اوس اوس له بده مرغه زموږ په هېواد کې دومره اوج ته رسېدلې ده، چې هېواد یې د نابودۍ او ناورین له ستر ګواښ سره مخ کړی دی، چې په دغه ایتلاف کې له دې پلوه هم داسې متضادې څېرې، تنظیمونه او ډلې شامل دي.
یوه بله مهمه مسله، چې کېدای شي ددغه ایتلاف د نه تفاهم یا په لنډ وخت کې د ړنګېدو، ان سترو مخالفتونو د راولاړېدو لامل شي، هغه پر دغو تنظیمونو، ګوندونو، ډلو او شخصیتونو د پردیو هېوادونو نفوذ او اغېز دی، چې هر یو غواړي په افغانستان کې د خپلو پلویانو په واسطه خپل اغېز او نفوذ لا پسې پراخ او پیاوړی کړي، دغه زبرځواکونه او هېواونه که څه هم په ظاهر کې سره متحد او همغږي ښکاري، خو دوی هم لکه زموږ د هېواد ګوندونه او تنظیمونه، په باطن کې یوبل ته خپلو هېوادونو له ګټو نه تېرېږي او د بېلابېلو لوبو او تاکتیکونو پر په کار اچولو هڅه کوي خپل، خپل پلویان واک ته ورسوي.
څرنګه چې ښکاري، په انتخاباتي ایتلاف کې له دې پلوه هم بېلابېل هغه سره راټول شوي، چې دا مسله هم کېدای شي ددغه ایتلاف د نه بریالي کېدو یا هم ژر ړنګېدو لامل شي، چې ناوړې پایلې به ولري.
خو زما په اند یوه مسله، چې ددغه ایتلاف، ټینګښت، دوام او ان بریا څه ناڅه تضمینوي، هغه په دې ایتلاف کې د زلمي خلیل زاد، علي احمد جلالي، عطا محمد نور، حنیف اتمر او ځينو نورو اغېزناکو کړیو او څېرو شتون دی، چې بهرنی پراخ ملاتړ هم له ځانونو سره لري. له دغو څېرو سره زموږ ټول هېواد وال اشنا دي او په روښانه توګه پوهېږي، چې د کومو زبرځواکونو او هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېږي او غواړي په افغانستان کې یې د خپلو هېوادنو د نفوذ او واک پراختیتا لپاره یې واک ته ورسوي، نو دا چې په ایتلاف کې شامل ټولې خواوې په دې پوهېږي، چې هیڅکله هم له بهرني ملاتړ څخه پرته واک ته نشي رسېدای او که واک ته وهم رسېږي، نو واکمني به یې ددغو زبرځواکونو د پلویانو له خوا تل د تېري او ګواښ سره مخ وي؛ نو مجبور دي، چې یا به ددوی مشورو او فرمایشونو ته غاړه ږدي او یا به له ایتلافه وځي.
زما په اند د بریالیتوب یو بل امکان هم شته؛ هغه دا چې په دغه ایتلاف کې ټولې شاملې خواوې سرله اوسه سره د خپل راتلونکي حکومت چوکۍ تقسیم کړي او سره تفاهم ته ورسېږي، خو که تېرو تجربو ته پام وکړو، نو دا به هم له امکانه لرې خبره وي، ځکه څرنګه چې مو وویل، په ځانګړو وختونو کې د ځانګړو اړتیاوو او اهدافو، په ځانګړي ډول واک ته د رسېدو او یا په واکمنۍ کې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه د ایتلافونو رامنځته کېدل یو طبیعي امر دی، خو که دغه ایتلافونه له بېلابېلو ډلو، ګوندونو او تنظیمونو سره د تاکتیکي حرکتونو او موخو په خاطر وار وار تړل کېږي او بیا ړنګېږي، نو ددې پرځای چې په انتخاباتو کې د خلکو د خپلې خوښې ګډون ته لار هواره کړي، برخلاف په دغه ملي پروسه کې د خلکو د نه ګډون لامل ګرځي، ځکه نو ویلای شو، چې د ملي پراخو پروګرامونو لرل، چې ایتلاف یې پربنسټ رامنځته شي، د ایتلافونو د رامنځته کېدو له ډيرو بنسټیزو شرطونو څخه دی او له دې پرته به هر یو ایتلاف لنډ مهاله وي او له ړنګېدو وروسته به ډېرې ناوړې پایلې له ځانه سره ولري، چې هېواد او خلک به یې له اغېزو له ډېرو ناخوالو او ناورینینو سره مخ شي.

