د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا افغانستان له پاکستانه واقعآ له حده پورته غوښتنې لري؟

عبدالغني «هاشمي» 28.08.2013 19:47

پاکستان ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزی شلم سفر د بېلابېلو کړیو او ټولنو ترمنځ بېلابېلې انګېرنې او برداشتونه رامنځته کړي دي، چې دا انګېرنې او برداشتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان د همکارۍ جلبولو په اړه له پخوانیو هغو ډېر توپیر لري، ځکه  داسی ښکاری چې دا سفر د پخوانیو کلونو د بې باوریو د له منځه وړلو او د اړیکو د پراختیا او ښه والي او په سیمه کې د سولې او ټيکاو راوستو لپاره د دواړو هېوادونو لېوالتیا څرګندوي.
له بل پلوه اوسمهال په سیمه کې تر پخوا بدلونونه رامنځته شوي او د رامنځته کېدو په حال کې دي.
لومړی دا چې په پاکستان کې د ښاغلي نواز شریف په مشرۍ نوی حکومت رامنځته شوی او نوموړي ویلي، چې د افغانستان په اړه باید د پاکستان په دریځ کې بدلون راشي، له افغانستانه بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي او دا مسله د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت کې ژور بدلون راوستی شي، د امریکا له متحده ایالتونو سره د افغانستان امنیتي تړون لاسلیکېدو ته نږدې شوی، چې دا به هم د افغانستان او سیمې په راتلونکي سیاسي او امنیتي وضعیت ژور اغېز وښندي، د ښاغلي حامد کرزي د واکمنۍ دوره ختمېدو ته نږدې شوې او په افغانستان کې به د نوي حکومت په رامنځته کېدو ښايي په کورني او بهرني سیاست کې ژور بدلونونه رامنځه شي.
دا هغه مسایل او بدلونونه دي، چې پاکستان ته د ښاغلي حامد کرزي دا سفر له نورو سفرونو بېلوي او همدا لامل دی، چې په اړه یې په بېلابېلو کړیو کې د پخوا په پرتله متفاوت برداشتونه او انګېرني راولاړې شوې دي.
له دې سره چې ښاغلي حامد کرزي پاکستان ته تر سفر وړاندې ویلي وو، چې دغه هېواد ته د خپلو نورو سفرونو پایلو ته په کتو، دا ځل هم د لاسته راوړنو په اړه یې ډېر ډاډه نه دی؛ خو بیا یې هم د اړیکو د ښه کېدو په اړه هیله مندي ښودلې وه، ځينې کړۍ خو بیا هم هیله من دي او د پورتنیو لاملونو او بدلونونو پر بنسټ وايي چې کېدای شي پاکستان ته د حامد کرزي دا سفر د افغانستان او پاکستان د اړیکو او مناسباتو د ښه کېدو او په افغانستان کې د سولې په راتګ او ټینګښت کې د پاکستان د همکارۍ د راجلبولو لپاره اغېزمن وي.
 د بېلابېلو انګېرنو او برداشتونو په لړ کې د پاکستان په ځينو دولتي او نادولتي ادارو او کړیو کې دا خبره هم د بحث او تامل وړ ده، چې ویلي یې دي، "په افغانستان کې د سولې په اړه له پاکستان څخه د افغانستان غوښتنې له حده پورته دي."
د پاکستان سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي ویلي، د حامد کرزي او نواز شریف ترمنځ کتنه به تشریفاتي بڼه ولري او افغان چارواکي نه باید له دغو خبرو څخه د سترو لاسته راوړنو تمه ولري.
نوموړي ویلي: «غوښتنې ډېرې دي، باید لږې وي، له دې پرته به کومه نتیجه ورنکړي، زما په اند یوازې یوه لنډه ناسته د څو کلنو ستونزو د هواري ضمانت نه شي کولی، دا یو ښه پیل و، کولای شي راتلونکو ناستو او کتنو ته لار هواره کړي.»
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند ویلي، امکان لري چې د نواز شریف حکومت په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه د رښتینو همکاریو وعدې ورکړي، خو دا وعدې به هم د پخوانیو هغو په څېر عملي نه شي.
که څه هم دا نظرونه او انګېرنې هماغه د نواز شریف ستر سلاکار سرتاج عزیز د وینا له چینې اوبه څکي، چې ویلي یې وو، پاکستان د افغانستان د سولې په اړه پر طالبانو نېغ په نېغه حکم نه شي کولای، خو د اړیکو او اغېز له لارې کولای شي په دې اړه ګټور ګامونه پورته کړي.
 خو زموږ په اند د همدې خبرې رابرسېره کېدل، چې« افغانستان د سولې په اړه له پاکستان څخه له حده پورته هیله او غوښتنه لري»، پخپله یوه تازه خبره ده، چې کېدای شي په دې اړه د انډول او کچې پر ټاکلو دواړه هېوادونه یوې مثبتې پایلې ته سره ورسېږي.
خو؛ له پاکستان څخه د افغانستان د هیلو او غوښتنو مسله !
هغه څه چې د افغانستان د سولې په تړاو له پاکستان څخه د افغانستان په غوښتنو پورې اړه لري، زموږ له نظره په دلایلو ولاړې خبرې دي او هغه ځکه، چې دا حقیقت اوس ټولې نړۍ ته په ثبوت رسېدلی، چې د طالبانو تحریک په لومړي ځل په پاکستان کې رامنځته شو او د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ان دا چې ویل کېږي په افغانستان کې د طالبانو په واک ته رسولو کې د پاکستان پوځ او ملېشه د طالبانو په جامو کې نېغ په نېغه برخه اخستې وه. پاکستان از نخستین و محدودکشورهای بود که حکومت طالبان را برسمیت شناخت و تا اخیر در دفاع از آن قرار گرفت.
 د امریکا او د هغې د متحدینو په لاس د طالبانو د و اکمنۍ تر راپرزېدو وروسته بیا هم طالبانو پاکستان ته پناه یوړه، اوس يې هم مشرتابه شورا په پاکستان کې ده او بیا یې هم د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې د حامد کرزي حکومت پرضد له هماغه ځایه وسله وال فعالیتونه پیل کړل او لا تراوسه دوام لري. دا په دې معنا ده، چې پاکستان اوسمهال د افغان دولت د ټولو مخالفینو په پرتله د طالبانو له تحریک سره پراخې اړیکې لري او ددغه تحریک په منځ کې پراخ نفوذ او اغېز لري، چې له شک پرته همدا نږدې اړیکي، ملاتړ او تمویل د طالبانو په منځ کې د پاکستان د نفوذ او اغېز کچه هم ټاکي.
اوسمهال چې په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو مسله نېغ په نېغه په طالبانو پورې تړلې ده، له پاکستان څخه په افغانستان کې د سولې په اړه د همکارۍ هیله او غوښتنه هم په همدې پورتني حقیقت پورې تړلې ده او پر همدې بنسټ ولاړه ده.
موږ فکر کوو، چې که نور خلک او هېوادونه هم د افغانستان په څېر وضعیت او شرایطو کې قرار درلود او ان که دا هېواد پخپله پاکستان هم وای، زموږ په څېر له غوښتو او هیلو پرته به یې بل څه نه درلودل، ځکه دغه غوښتنې د افغان دولت له مخالفینو سره د پاکستان د نږدې اړیکو او نفوذ کچې پر بنسټ ولاړې دي، نو له همدې کبله زموږ غوښتنې طبیعي ښکاري.
اوس که پاکستان فکر او استدلال کوي، چې په دې اړه افغانستان ترې له حده پورته هیله او غوښتنه کوي، نو ښه به دا وي، چې د سولې په اړه له افغانستان څخه د خپلو هغو غوښتنو او هیلو له مخه هم پرده پورته کړي، چې لا تراوسه پټې او تتې پاتې دي.
دا هم له حقیقته لرې خبره نه ده، چې پاکستان هم ددغو همکاریو په بدل کې له افغانستان څخه ځینې غوښتنې لري، نو ښه به دا وي، چې دا مسایل له شف شف څخه ووځي او دواړه لوري یې د بحث او توافق په موخه د خبرو مېز ته راوباسي او په اړه یې له توافق وروسته عملي ګامونه پورته کړي، په دې توګه به د افغانستان او پاکستان مسایل له ډیپلوماسۍ او تشریفاتو څخه ووځي او عملي ډګر ته به داخل شي، چې پایلې به یې ددواړو هېوادونو په ګټه وي.
که څه هم تراوسه د دواړو لورو ترمنځ د دا ځل د خبرو جزیات، پایلې او لاسته راوړنې نه دي څرګندې شوي او حقیقتا په داسې لنډو لیدنو کتنو کې دداسې سترو مسایلو حل هم له امکانه لرې خبره ده؛ خو که لږ ترلږه په دغو خبرو کې له یوبل نه ددواړو لورو د هیلو او غوښتنو کچه په روښانه توګه څرګنده شي، ځانګړی معیار او کچه ورته وټاکل شي او په دې اړه یوې څرګندې پایلې ته د رسېدلو په موخه او په راتلونکي کې یې د تطبیق او پلي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د ځانګړو استازیو له خوا په جدي توګه د عملي پایلې تر بریده تعقیب او وڅارل شي، نو ددواړو لورو ترمنځ به هغه پرتې ستونزې، چې ددواړو هېوادونو وګړي یې له امله له کړاوونو او ګواښونو سره مخ دي، هوارې شي او دواړه هېوادونه به د سولې، پخلاېنې، باور او ښو اړیکو په فضا کې هوسا او سوکاله ژوند ولري، له دې پرته به ددغو ستونزو لمن لاپسې پراخه شي او ددواړو هېوادونو خلک به یې د ناوړه اغېزو له امله له لا ډېرو کړاوونو او ناورینونو سره مخ شي.